نړۍ

پاکستان: هند د پېښور او کوټې سربېره په ګڼو ترهګريزو پېښو کې لاس لري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي وايي، دوی سره کره اسناد او ثبوتونه شته، چې د پېښور او کوټې وروستيو پېښو سربېره هند په ګڼو ترهګريزو پېښو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنيو چار وزير شاه محمود قريشي او د پوځ وياند تورنجنرال بابر افتخار په اسلام اباد کې ګډې خبري ناستې ته ويلي، دوی داسې کره اسناد لري، چې  پاکستان کې د ترهګرۍ ګڼو پېښو کې د هندي استخباراتو «را» لاس دی.

هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په تېرو وختونو کې يې دا ډول تورونه رد کړي دي.

شاه محمود قریشي خبريالانو ته وويل، تل له دوی پوښتنه کيږي، چې د خپلو ادعاوو لپاره اسناد وړاندې کړي، خو دا دی نن دوی له کره اسنادو سره راغلي دي.

هغه ويلي، تر دې وروسته د هند په کړنو غلي پاتې کېدل د پاکستان او سيمې په زيان دي.

د قريشي په وينا د پېښور او کوټې وروستيو ترهګريزو پېښو کې هم د هند لاس دی.

د نوموړي اشاره څه موده وړاندې پېښور کې پر زبیريې مدرسې خونړۍ چاودنې ته وه، چې نهه تنه په کې وژل شوي او ۹۶ په کې ټپيان وو.

د پوځ وياند بابر افتخار هم وويل، چې د پاکستاني طالبانو، جماعت الاحرار، داعش، د کراچۍ الطاف حسين ډلې او بلوڅو بېلتونپالو سربېره د ګڼو وسله‌والو ډلو د فعاليتونو تر شا د هند لاس دی.

د جنرال افتخار په وينا د دې ټولو ډلو روزونکی او طراح کابل کې د هند په سفارت کې اوسيږي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي و، چې هند پاکستان کې د چاودنو او ترهګريزو پېښو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

د کابل حکومت تر اوسه د پاکستان وروستيو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په شمول د هېڅ هېواد پر خلاف نه کارول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن سبا هیوادونه کوشش کوی چی جګړه د خپل هیواد څخه د باندی وساتی او نیاتی جنګ ته ترجیع وکړی تر څو خپل خلک یی وژغورل شی دا چی نور خلک وژل کیږی پروایی نلری. الله د زمونږه خلک بالخصوص پښتانه پوهه کړی چی نور د مذهب په نوم د نورو لپاره جنګ ونکړی. په ویډیو کی مونږه ګورو چی حامدالحق څومره زمونږه طالبان د جهاد په نوم جنګ ته تشویق کوی خو یو څوک نشته چی هغه سپی ته ووایی چی آیا ستاسو ملک کی جهاد روا نده هلته چی هیرا منډی رسمی جواز لری او ته یی هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x