افغانستان

ننګرهار کې یو ډاکټر تښتول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): په ننګرهار کې د حکومتي چارواکو لخوا د اختطافګرو د بانډ د مشر د نیولو له ادعا سره همهاله په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یو ډاکټر د تښتولو خبر ورکړل شوی دی.

د خوګیاڼو ولسوال شمس الحق رسنیو ته ویلي، د خوګیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون ډاکټر منهاج الدین باتور ناپېژاندو وسله والو تښتولی او د نوموړي د خلاصون په بدل کې یې د هغه له کورنۍ څخه پیسې غوښتې دي.

ولسوال دا نه ده په ډاګه کړې چې ډاکټر څرنګه تښتول شوی او نه یې د تښتوونکو لخوا د غوښتل شوو پیسو د اندازې په اړه معلومات ورکړي دي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون ډاکټر په داسې مهال د غلو له خوا تښتول کیږي، چې تیره ورځ د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل په خپلې فیسبوک پاڼې ادعاء کړې وه، چې په ننګرهار کې د غلو او اختطافګرو د بانډ مشر «اسلم» نیولی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې وسله والې غلاوې او اختطافونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او خلک ادعا کوي چې ولایتي چارواکي د غلو په نیولو کې ناغیړې کوي او که ځینې غله د خلکو لخوا تر نیولو وروسته پولیسو ته سپارل کیږي، پولیس یې د پیسو په بدل کې بیرته خوشې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x