افغانستان

د پاکستان پر ضد د افغان خاورې استعمال؛ کابل وایي، ملګري ملتونه دې د قضیې د څېړلو لپاره پلاوی وټاکي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو ادعا وکړه، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او د قضيې د روښانتیا په موخه یې د ملګرو ملتونو د  امنیت شورا د پلاوي د ټاکل کېدو غوښتنه کړې.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» او د پوځ ویاند «بابر افتخار» په یوه رسنیزه ناسته کې وویل، چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګریز فعالیتونه کوي او د کويټې او پېښور د وروستیو بریدونو طراح د هند په سفارت کې اوسېږي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني لوري ادعاوې رد کړې او په خبره یې، افغانستان له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په لومړي خط کې دی او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد استعمال کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، داسې مهال چې کابل د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» د راتګ لپاره په چمتووالي بوخت دی؛ دا ډول موضوعات باید مطرح شوي نه وای او داسې څه باید ویل شوي وای چې د دواړو هیوادونو په ګټه وای.

بهرنیو چارو وزارت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د پاکستان د ادعاوو د څېړلو لپاره دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوی وټاکل شي، تر څو قضیه په مسئولانه ډول وڅېړل شي.

یاده دې وي، چې د پاکستان پوځ او بهرنیو چارو وزارت د پېښور په «زبیریه» مدرسه باندې وروستی برید چې لسګونه زده کوونکي پکې مړه او ټپیان شول ؛ د هندي استخباراتو  کار بللی و او په دې اړه یې د اسنادو او شواهدو د درلودلو خبر هم ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د حامدالحق خبری او د قریشی خبرو کی هیڅ فرق نشته. دواړه وایی چی هند د پاکستان ضد جګړه د افغانستان له لاری پیل کړی او بلوڅانو ته کمک ورکوی لدی وجی افغانستان کی جهاد هم روا ده. دا شو د دوی منطق. افغانستان حق لری چی د نړی هر هیواد سره سیاسی او اقتصادی تړونونه وکړی. پاکستان له یهودو، چینایانو او نور کافرو تړونونه لری پر افغانستان یی څه. که مسله د مداخلی وی بیا د پاکستان مداخله افغانستان کی له لمر غوندی روښانه ده. پر د غنی دی لعنت شی. هغه باید د پښتون ژغورنی غورزنګ ته د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx