دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي فکر ځانګړتياوې

م. نورالله عزام

لومړی: توحيد او عقيده

توحيد: په اسلامي فکر کې توحيد اساسي ځانګړتيا او د اسلامي تصور بنسټ شمېرل کيږي او توحيد د اسلامي عقيدې يو ثابت حقيقت دی چې، پر همدې تصور انساني اخلاق ، چلند او د واقعي ژوند تنظيم ولاړ دی. د توحيد معنی دا چې الله تعالی حق معبود دی، او هغه واحد دی هيڅ شريک نه لري، نه په معبوديت کې او نه په واکمني کې، او هغه ذات دی چې چاته عزت ورکوي او څوک ذليله کوي، چا ته يو نعمت ورکوي او له چا يې اخلي ، خپل مخلوق ته د هغه څه امر کوي چې د دوی پکې خير او د ژوند ګټه وي، ټول خلک د الله تعالی بندګان دي، ټول انسانان له کومې بشري واسطې پرته هغه ته په عبادت او غاړه اېښودلو کې مساوي دي او ټول انسانان مکلف دي چې د الله تعالی لارښووني ومني او د هغه اطاعت وکړي او د هغه له خوا نازل شوی شريعت پر ځان او نورو تطبيق کړي. د توحيد په اړه لومړی بنسټ دادی چې الله تعالی واحد دی، هيڅ شريک نه لري، الله تعالی فرمايي:
[قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1) اللَّهُ الصَّمَدُ (2) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3) وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ] [سورة الاخلاص] ترجمه: ووايه: هغه (ايكي) يو الله دى (1) الله بې پروا دى (2) نه يې زېږولي او نه زېږېدلى دى (3)او نه يې هيڅوك سيال شته.
او فرمايي: [ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ] [سورة فاطر: ۳] ترجمه:  له هغه پرته كوم بل خداى نشته نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه).

د مسلمان په ضمير او فکر کې توحيد ځانګړی مقام لري، او د توحيد علوم تر نورو هغو غوره دي، ځکه د هر علم شرف د هغه علم له موضوع سره تړاو لري، طب تر نجاري غوره دی، ځکه چې نجاري د لرګو څخه بحث کوي او طب له انسان څخه نو د توحيد علم تر ټولو زيات شرف لري ځکه چې په دې علم کې پر الهياتو بحث کيږي چې د الله تعالی له ذات سره اړه لري او الله تعالی د ټولو کائناتو خالق، مالک او رازق دی،  اسلام پر دې خبره ډېر ټينګار کوي چې انسان همدې عقېدې ته په عميق ډول په فکري کې ځای ورکړی( ).

دا هغه توحيد دی چې ټولو انبياوو له خپل رب څخه راوړی، او وروستۍ بڼه يې اسلام دی چې  د توحيد په تړاو يې نړۍ ته لارښوونې په داسې قاطع او واضح ډول وړاندې کړې چې هيڅ ډول تمثيل، تشبيه او تعطيل پکې ځای نه لري، هغه څه چې تر اسلام دمخه په پخوانيو فلسفو او نورو اديانو کې وو. په اسلامي فکر کې توحيد هغه جوهري عامل دی چې انسان يې خپل خالق سره تړلی دی، او د دې فکر اساس له الله تعالی څخه اخيستل شوی له بل چا څخه نه، په تاريخ کې د اسلامي امت ځانګړتيا داده چې د توحيد صورت يې په حقيقي معنی خپل کړی دی، او پر همدې اساس يې نړۍ ته يو بې ساره غوره تمدن وړاندې کړ، په نوي پرمختللي وسائلو سنبال او په بېلابېلو علومو کې يې فکري خوزښتونه رامنځ ته کړل، اسلامي امت هغه يوازينی امت دی چې په تاريخ کې يې د زمکې پرمخ رباني منهج پلي کړ او بشريت ته يې د غوره اخلاقو يوه عملي نمونه وړاندې کړه. توحيد د اسلام اساس دی، معنی يې دا ده چې انسان د نورو له عبادت څخه خلاصول او يوازې خپل خالق ته يې سر ټيټول، انسان ته فکري او عقلي ازادي ورکول په داسې حال کې چې د الله تعالی له لارښوونو سره سم به خپل ژوند چاري پرمخ بيايي چې په همدې سره يې د دنيا خير او د اخيرت نېکمرغي په برخه کيږي او د نورو عبادت انسان د خپلو خواهشاتو تابع کوي او حيوانيت ته يې بيايي بلکې تر دې يې هم بد حالت ته راجع کوي.

عقيده: اسلامي عقيده د اسلامي فکر له مهمو او اساسي ارزښتونو څخه شمېرل کيږي، چې د تمدن او ټولني په پرمختګ او جوړونه کې مهم رول لري، او د الله تعالی ستره لورينه دا ده چې اسلامي عقيده همداسې د پخوا په شان په خپل سپېڅلتيا، پاکوالي او واقعيت باندې ولاړه ده، او د قرآن کريم او رسول الله له حديثو څخه ثابته او قوي سرچينه اخلي چې هيڅ ډول اوهام او شکوک نه مني. د اسلامي عقيدې ځانګړتيا داده چې همدغه عقيده د ټولو رسولانو ميراث دی، دا هغه جامع عقيده ده چې د مسلمانانو زړونه سره تړي، او الله تعالی د اوو اسمانو له پاسه مبارکه ګرځولې، دا يوازينۍ عقيده ده چې د زمان او مکان په بدلون سره بدلون نه مومي، او نه هم د افرادو او قومونو په تغير سره تغير مومي. الله تعالي فرمايي:
[وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ] [سورة النحل، ايت: ۳۶] ترجمه: او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده او ځينى يې هغه ؤ چې بې لاريتوب پرې مسلط شو نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟

الله تعالی د اسلام مبارک دين محمد -صلی الله عليه وسلم- ته د وحی له لارې رالېږلی، او دا دين ايمان او عمل دی. ايمان عقيده او هغه اصول وړاندې کوي چې د اسلام شرعي احکام پرې ولاړ دي او له همدې څخه فروع ثابتيږي او عمل د شريعت او هغو فروعو  تمثيل کوي چې د ايمان او عقيدې لپاره ممد دي. په همدې توګه عقيده د اسلامي فکر يو مهم اساس ګڼل کيږي، له داسې منهج سره چې  الله تعالي خپلو بندګانو ته وضع کړی دی چې انسان په زمکه کې د الله تعالی د خليفه په حيث ژوند وکړي، او په الله تعالي ايمان ولري، د هغه د رضا لپاره کار وکړي، په هغه څه کې فکر وکړي چې الله پرې راضي کيږي، په الله تعالی حسن ظن ولري او خلکو ته د خير د کارونو بلنه ورکړي او له بدو کارونو څخه يې منع کړي. همدا عقيده د هغه نظام روح دی چې بنسټ يې رسولانو عليهم الصلواة والسلام اېښی دی، او هغه بنياد دی چې د اسلام سياسي نظريه ورباندې ولاړه ده( ).

اسلامي امت د عقيدې پر اساس ولاړ دی له عقيدې پرته اسلام نه دی او نه له اسلامي فکر پرته عقيده شته، د همدې عقيدې پر اساس مسلمانانو په نړۍ کې يو پرمختللی تمدن رامنځ ته کړ داسې تمدن چې په علمي تجربوي تګلاره ولاړ و، او بشريت ته يې پرمختللې علمي او فکري پانګه وړاندې کړه، اروپايانو ته يې د نهضت او تمدن اساسات ورکړل چې په مټ يې اروپا کې صنعتي انقلاب ته لار هواره شوه او اروپا يې له درې ناوړه ناروغيو: جهل، فقر او مرض څخه خلاصه کړه او د وروسته والي پرځای يې په پرمختللې ټولنه بدله کړه اسلام د ټولني  فکري منهج دی يوازې لاهوتي دين نه دی په همدې اساس دغرب مطلق نظريات پر اسلام نشې تطبيقېدلی، اسلامي فکر له خپلو ځانګړتياوو سره څوارلس پيړۍ ژوند وکړ چې نه اسلام له هغو څخه جلا کيږي او نه دا ځانګړتياوي له اسلام څخه جلا کېدلی شي( ).

دويم: نړيوالتوب:
د اسلامي فکر يوه ځانګړتيا دا ده چې د اسلام رسالت د ټولې نړۍ لپاره او د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره دی او د مختلفو اجناسو او رنګونو د انسانانو لپاره يو ډول پيغام لري، الله تعالی فرمايي:
[ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ] [سورة الحجرات: ۱۳] ترجمه: اې مؤمنانو! موږ تاسې (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست. او ددې دپاره مو خېلونه او قبيلې وګرځولئ چې سره وپېژنئ. (كنه) د الله په وړاندې خو ستاسې ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي بې شکه الله پوه او (په هرڅه) خبر دی.

اسلام هيڅ انسان يا قوم ته پر بل انسان باندې فوقيت نه ورکوي مګر په تقوا سره، ټول امتونه به په هره بڼه او هرقوم پورې چې تړاو ولري د اسلام تر يو واحد بيرغ لاندې د وروڼو په څېر په يوه تمدن کې ژوند کوي. اسلامي فکر په بنسټيزه توګه غوره انساني فکر دی، په پراخه سطحه عالمي دی، د کوم جغرافيوي اقليم سره تړاو نه لري نه له کوم بشري جنس سره او نه هم د تاريخ له کومې مرحلې سره، بلکې اسلام ټولو امتونو او قامونو ته په هر زمان او مکان کې شامل دين دی، داسې فکر دی چې ټول انسانان به يې تر سيوري لاندې ژوند کوي دا ځکه چې اسلامي فکر په دې اساس رامنځ ته شوی چې انسان د الله تعالی تر ټولو سپېڅلی او غوره مخلوق دی، او په کائناتو کې چې څه دي دا ټول انسان ته مسخر دي، د انسان ټول کړه وړه بايد د انسان د نيکمرغي او پرمختګ لپاره وي، هر عمل چې د همدې مقصد او غايي لپاره وي هغه انساني عمل دی. د نړيوالتوب معنی دا ده چې اسلام په بنسټيزه توګه د حق او خير پر بنسټ ولاړ دين دی، د ټولو انسانانو ترمنځ دمساوات غوښتنه کوي، او د دوی ترمنځ به د عدل پر بنسټ عمل کيږي پرته له دې چې د دوی رنګونو او نژادونو ته وکتل شي، اسلامي فکر پر نژادي او قومي تفوق عقيده نه لري، ځکه د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- رسالت د ټولو انسانانو لپاره رحمت دی، الله تعالی فرمايي:
[وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ] [الانبياء: ۱۰۷] ترجمه: او ته مو دټولو خلكو دپاره صرف د يو رحمت په توګه لېږلى يې.
او فرمايي: [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ] [سورة سبأ:۲۸].
ترجمه: او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركونكي او وېرونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلک نه پوهېږي.

د همدې آيت پر بنسټ د اسلامي فکر پيغام نړيوال دی چې د نړۍ هرې برخې ته په رسولو او تطبيق کې به يې هر وګړی او د هر رنګ او ژبي خلک برخه اخلي. له جابر بن عبدالله الانصاري رضی الله عنه څخه روايت دی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل:
اعطيت خمسا لم يعطهن احدا قبلي، کان کل نبي يبعث الی قومه خاصة وبعثت الی کل احمر واسود( )

ژباړه: ماته پنځه داسې شيان راکړل شوي چې تر ما مخکې بل چاته نه دي ورکړل شوي، پخوا به هر نبي خاص خپل قوم ته رالېږل کېده او زه هر سور او تور ته رالېږل شوی يم يعني ټولو انسانانو ته رالېږلی شوی يم.

د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- عملې دعوت د ټولو انسانانو لپاره و او ټولي نړۍ ته يې خپل دعوت رسولی، دغه راز يې خپل سفيران د روم پاچا، د کسری پاچا، دمصر پاچا او د حبشې پاچا ته ولېږل او ټولو ته يې د اسلام بلنه ورکړه، کسری ته يې داسې ليک لېږلی و:

بسم الله الرحمن الرحيم من محمد رسول الله الی کسری عظيم الروم، سلام علی من اتبع الهدی، و امن بالله ورسوله، ادعوک بدعاية الله، فاني انا رسول الله الی الناس کافة، لينذر من کان حيا وحق القول علی الکافرين، اسلم تسلم فان ابيت فعليک اثم المجوس ( ).

ژباړه: د محمد رسول الله له طرفه د کسری پاچا ته! سلام هغه چاته چې د حق پيروي يې وکړه، او په الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړ، تاته د الله تعالی د دين د منلو بلنه درکوم، ځکه زه د الله رسول يم ټولو خلکو ته را لېږل شوی يم، د دې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو د عذاب خبره ثابته شي نو ته اسلام ومنه په امن کې به شي او که نټه دې وکړه نو د مجوسيانو ګناه هم ستا په غاړه ده.
لنډه دا چې نړيوالتوب د اسلام له هغو ځانګړتياوو څخه دی چې نور امتونه يې نه لري.

دريم: توازن او منځلاري:
کله چې پر نړۍ د اسلام  لمر راڅرګند شو او مسلمانانو وکولی شول چې د محمد -صلی الله عليه وسلم- په قيادت کې يو عقيدوي، سياسي، اقتصادي او تشريعي اسلامي نظام قائم کړي داسې نظام چې پر واقعي  اعتدال ولاړ دی، د ژوند په چارو کې پر توازن او منځلاري ولاړ دی، په اساساتو کې يې توازن دی، په عقائدو او افکارو کې يې توازن دی او د انسان په مقام او کائناتو کې هم توازن ساتي او همدا توازن او منځلاري د اسلامي فکر له ښکاره او روښانه ځانګړتياوو څخه ده. اسلام د اعتدال منهج دی، د روح او مادي ترمنځ يوځای والی راولي، د روح او مادې غوښتنو ترمنځ توازن ساتي، د شرعي او عقلي علومو ترمنځ توازن ساتي، لکه څنګه چې اخرت ته ارزښت ورکوي دغسې دنيا ته هم ارزښت ورکوي، د مثالي او واقعي ژوند ترمنځ توازن راولي او د حقوقو او واجباتو ترمنځ توازن ساتي، چې هر حق دار ته حق ورکړي، په ژوند کې پر انسان د بدن خپل حقوق دي او د روح خپل حقوق دي چې هيڅ افراط او تفريط پکې نشته او نه هم د دنياوي مشروع چارو او د آخرت د سترو غوښتنو ترمنځ کوم تناقض شته،  انسان دنيا کې په داسې منهج کې په ښه توګه ژوند کولی شي چې نه پکې افراط وي او نه تفريط او همدا د کامل او پوهه مسلمان ژوند او ځانګړتيا ده هغه مسلمان چې په خپلو ديني لارښوونو پوه او ورته متعهد وي( ).

اعتدال او منځلاري د انسان په مادي او معنوي ژوند کې د اسلامي فکر له يوې مهمې ځانګړتيا څخه ده چې د دنيا او اخرت ترمنځ توازن ساتي او ښکاره دليل يې هغه  ايت دی چې:
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ* فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَةُ فَانتَشِرُوا فِي الأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] [سورة الجمعة: ۹-۱۰] ترجمه: اې مؤمنانو! كله چې د جمعې ورځې دلمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ او سودا پرېږدئ. دا درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ. نو كله چې لمونځ وشو بيا په زمكه كې خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي برى ومومئ.

له دې ايت څخه څرګنده شوه چې آن د جمعې په ورځ هم سوداګري او دنياوي عمل شته، مسلمان کولی شي د دنياوي ژوند لپاره تر لمانځه مخکې روزي وګټي بيا به د الله تعالی ذکر او لمانځه ته ځي او راکړه ورکړه به پرېږدي او بيا به تر لمانځه وروسته د زمکې پرمخ خپرېږي ترڅو رزق طلب کړي ، اسلامي فکر په همدې توګه د دنيا او اخرت ترمنځ توزان ساتي. دغه راز الله تعالی فرمايي:
[وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الآخِرَةَ وَلاَ تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلاَ تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ] [القصص:۷۷] ترجمه: او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور  ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تاسره چې الله ښېګڼه كړې ده او پر زمکه فساد مه غواړه بې شکه الله مفسدين نه خوښوي.

اسلام له مسلمان څخه دا نه دي غوښتي چې پخپله جونګړه کې به پروت وي او د رهبانيت ژوند به غوره کوي، او يا به داسې عبادت کوي چې د شپې قيام او د ورځې روژه نيسي او د ژوند په معمولاتو کې به هيڅ برخه نه اخلي، بلکې له مسلمان څخه غواړي چې بايد په خپل ژوند کې يو عامل انسان وي، خپل ژوند به جوړوي، د زمکې پرمخ به کوشش کوي او خپله روزې به لټوي، د دواړو ژوندونو لپاره به نيکي لټوي او د دواړو جهانونو نيکمرغي به تر لاسه کوي. په اسلامي فکر کې د اعتدال او توازن ځانګړتيا پراخه ساحه لري چې انساني پرمختګ هم د همدې دوو اصولو په رڼا کې رامنځ ته کيږي ځکه اسلامي فکر د اساسي اصولو او لوړو ارزښتونو پر ثبات ايمان لري او په جزئياتو، فروعو او تفصيلاتو کې پرمختګ غواړي، په پرمختګ او ثبات کې اسلامي فکر عين هغه مفهوم وړاندې کوي چې د کائناتو د پوهي تر لاسه کولو لپاره يې وړاندې کوي. د پرمختګ په اړه د اسلامي فکر مفهوم هغسې نه دي لکه (داروين) چې وړاندې کړی چې بنسټ يې د خالق پر انکار ولاړ دی او يا هغه پرمختګ چې لوېديځ فيلسوفانو د اجتماعي او فکري ازادۍ ترعنوان لاندې نړۍ ته وړاندې کړ چې نتيجه يې الحاد او بې حدوده ازادي ده، دغه ډول مفهوم په اسلام کې ځای نه لري او نه هم د منلو دی، دغه مفهوم په اروپا کې په ځانګړو ظروفو کې راټوکېدلی چې د انساني ارزښتونو په وړاندې هيڅ حقيقي قيمت نه لري( ).

خلاصه دا چې اسلامي فکر په بنسټيزه توګه پر اعتدال، منځلاري او توازن ولاړ دی، اصول يې  قائم او پرمختګ او تغير غوښتونکي دي چې په هر زمان، مکان او حالت کې د انسان د ټولو مشروعو غوښتنو او اړتياوو پوره کولو صلاحيت لري او د هري نوي پېښي او ايجاداتو لپاره داسې لاري لټوي چې پر اصولو او اساسي قواعدو يې اغيز نه کوي، په اسلامي فکر کې صميميت او د هري غوښتني قدرت دی، چې همدا اساسات مسلمانان له خپلې عقيدې او فکر سره پر نورو ټولو انسانانو د ګواهانو په توګه غوره کړي دي، الله تعالی فرمايي:
[وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا] [سورة: البقرة، ۱۴۳] ترجمه: او همداسې مو تاسي يو غوره امت وګرځولى ترڅو پرخلكو شاهدان يې او رسول پرتاسوشاهد وي.

څلورم: تکامل او شموليت:
اسلامي فکر يو شامل او کامل فکر دی، په دې معنی چې د ژوند د چارو ټولو اجزاوو ته شامل دی، مثلا په اسلامي فکر کې سياست د دې کاملې معنی يو جز دی، هر جز پر بل جز اغيز لري ځکه سياست او مفاهيم يې پر ديني، اقتصادي، او ټولنيزه او نفسياتي اوضاع باندې مثبت او منفي اغېزي لري، او ټول اجزاء د يو بل لپاره تکميلونکي دي پر همدې اساس اسلامي فکر له نورو افکارو سره توپير لري، د اسلامي فکر اساس د افرادو او ټولني جوړښت دی او اسلامي فکر اساسا د خپلې کاملي معنی د ټولو اجزاوو ترمنځ توازن، اعتدال او اړيکه ساتي او هيڅکله نه پرېږدي چې د اجزاوو ترمنځ يې تعارض رامنځ ته شي اسلامي فکر له خپلو ټولو اجزاوو سره يو ځای انسان د پرمختګ او ارتقاء په لور بيايي او د دې ترڅنګ انسان خپل اساسي هدف ته متوجه کوي چې د ټولو غايه او هدف دی او هغه مفهوم دی چې له قرآن څخه سرچينه اخلي. اسلامي فکر په بنسټيزه توګه پر شموليت ولاړ دی چې دين او دنيا، عقل او زړه، علم او دين ، روح او ماده سره يو ځای کوي. يو چا ډېر ښه ويلي چې: “خذوا الإسلام جملة أو دعوه”. اسلام پوره ومنه او يا يې پرېږده. اسلام بشپړ دين دی له دې پرته بل شی اسلام نه دی. همدا دين رسول الله -صلی الله عليه وسلم- بشپړ کړ او ټولي نړۍ ته يې ابلاغ کړ ، امانت يې ادا کړ، امت ته يې نصيحت وکړ او کامل دين يې ورته پرېښود چې الله تعالی يې په اړه داسې وايي:
[الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا] [سورة المائدة: ۳] ترجمه: نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو ددين په توګه درته غوره كړى دى.

پر همدې اساس د صحابه وو فکر او د ژوند تګلاره کامله وه،  هغوی اسلامي دولت جوړ کړ او په سهي معنی يې په قضا، سياست، اقتصاد او واکمني کې عدل پلي کړ، د هغوی په وړاندې هيڅ کومه ستونزه نه وه بلکې اسلام يې په عملي ډګر کې له خپلو مقاصدو او اهدافو سره سم پلي کړ. د اسلامي تمدن يوه ستره ځانګړنه داده چې انسان ته د ژوند په ټولو جوانبو کې د ستونزو د حل لپاره کاملې لارښوونې لري، نو دا په حقيقي معنی انساني تمدن دی چې په خپل وخت کې يې د ژوند په هر ډګر کې د انسان د پرمختګ تضمين وکړ او په دې تمدن کې تر ټولو غوره هغه توازن و چې د انسان د داخل او واقعي ژوند ترمنځ ساتل شوی و( ). د اسلامي فکر همدا تکامل او شموليت د خپلو ټولو صورتونو سره په ايمان او عمل کې د ژوند له ټولو اړخونو سره، په هره شېبه او هر خوزښت کې، د هرې ستونزې او تګلارې او هر لوري سره تعامل کولای شي.

الله تعالی فرمايي: [وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ] [سورة يسن:۱۲] ترجمه:  او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي.

پنځم: مثاليت او واقعيت:
د اسلامي فکر بله ستره ځانګړتيا دا ده چې د مثاليت او واقعيت ترمنځ يو والی راولي او د عام ژوند د هر ډول کړو وړو د تحفظ تضمين ورکوي او يو داسې پيغام، هدف او روښانه تګلاره لري چې پر هر ډول علمي خوزښت او پرمختګ پوره قدرت لري، د هرډول پېښو، زمانو، حالاتو او مختلفو تمدنونو سره مواجه کيداشي، اسلام روح او يو جامع مادي فکر هم دی چې د افراط او تفريط ترمنځ او د واقعي ارزښتونو ترمنځ ښه توازن ساتلی شي او د انسانيت د مثبتو افکارو د تشجيع لپاره پراخه او کامله دائره لري( ).

د اسلامي فکر په طبيعت کې هغه څه دي چې انسان ايجابي حرکت ته هڅوي د دې لپاره چې په واقعي او عملي صورت کې د کائناتو د خالق تګلاره پلي کړي.. مسلمان د خپل اسلامي تصور له لارې پوهيږي چې د زمکې پر مخ انسان يو ايجابي او فاعلي قوت دی، دی په خپل نظام کې سلبي عامل نه دی، انسان ابتدائا مخلوق دی د دې لپاره چې د زمکې پرمخ د خلافت مسؤليت تر سره کړي او د الله تعالی د خليفه په توګه د هغه کامل منهج په واقعي صورت کې پلي کړي، د دې لپاره چې ايجاد او وده وکړي، تعمير وکړي، تغير راولي، پرمختګ وکړي او همدا معنا د الله تعالی له اوامرو څخه اخلي( ).

اسلامي فکر داسې واقعي تصور دی چې د موضوعي حقائقو سره تعامل کوي، هغه حقائق چې واقعا موجود او په وجود کې عملي مثبت اغېز ولري، داسې فکر نه دی چې يوازې پر عقلي تصوراتو ولاړ وي او نه هم پر هغو مثالياتو ولاړ دی چې په واقعي نړۍ کې هيڅ مقابل او يا هيڅ وجود نه لري، د اسلام علمي حرکت د يوې عقيدې تر سيوري لاندې پرمختګ کړی دی، او  دا هغه ځانګړنه ده چې اسلامي حرکت يې لري او همدا په علم کې سهي منهج دی چې مسلمانانو له خپل رباني منهج څخه اخيستی دی او  د دې په مټ يې  ټول بشريت ته د علمي تګلاري او واقعي قدرت له لارې  يوه اوږده زمانه نېکمرغي ور وبخښله ( ).

که څوک د اسلام په بنسټونو، لارښوونو، احکامو او د تربيت په وسائلو باندې غور او فکر وکړي او هغه وسائل وڅېړي چې انسان خير ته را بلي او له شره يې راګرځوي، چې په فضائلو مزين او له رزائلو لري شي نو دوی به  په اسلامي لارښوونو کې درې اساسي شيان ومومي( ):

1.مثالي دعوت ، په يوه کامل غږ خلک دين ته رابلل.
2.واقعي تطبيقات چې د انسان له واقعي ژوند سره سمون خوري.
3. هغه وسائل چې د انسان له ځانګړتياوو سره منسجم دي.
که چېري څوک د مثالي خير پوښتنه وکړي چې په واقعي ژوند کې تطبيق شوی وي نو د مسلمانانو په ټولنه کې به يې پيدا کړي، هغه ټولنه چې اسلام پکې حاکم و او قرآن د دوی په اخلاقو او عملونو کې متمثل و، او که د ايثار پوښتنه وکړي نو له دوی سره به يې پيدا کړي او که د حق او عدل پوښتنه وکړي نو د دوی په لارښوونو او شريعت کې به يې پيدا کړي او که د داسې قوت پوښتنه وکړي چې ټول يو موټی او متعهد وي نو د مسلمانانو په صفونو کې به يې پيدا کړي او د اسلام په تېر تاريخ کې د دې سلګونه نمونې شته، همدا لامل و چې د مسلمانانو دښمنانان د دوی پرضد متحد شول او اوس غواړي د مسلمانانو اساسات له منځه يوسي. هغه غرب ځپلي ځوانان چې د خپلو مستشرقينو استاذانو څخه اغېزمن دي هڅه کوي چې د اسلامي فکر دغه واقعي حقيقي ځانګړتيا له منځه يوسي او دا تور  لګوي چې اسلامي فکر مثالي او له واقعيت څخه لري دی، دوی غواړي په اسلامي فکر کې شکوک او د خلکو په زړونو کې ورته نفرت پيدا کړي، لوېديځ پاله مفکرين وايي چې اسلامي تعليمات ، فکر او نظام يې مثالي دی چې هيڅ د تطبيق وړ نه دی، او د مسلمانانو لپاره يوه لاره ده هغه دا چې د هغو نظامونو پېروي وکړي چې د لوېديځ د اوسني پرمختللي تمدن څخه سرچينه اخلي، دوی  هڅه کوي د لوېديځوالو تېراېستونکې مفکوره د مسلمانانو په اذهانو کې ور واچوي. لکه څنګه چې اسلامي فکر د واقعيت او مثاليت تر ټولو په غوره صورت کې جمع راولي چې د تطبيق وړ دی دغه راز خلکو ته د دنيا او اخرت د سعادت تضمين هم ورکوي، انسانانو ته اجازه ورکوي چې د دنيا له ګټو او زينت څخه هم خپل نصيب تر لاسه کړي خو بې ځايه مصرفونه، بغاوت او د خلکو پر حقوقو به تېری نه کوي او نه به د الله تعالی له حدودو څخه تجاوز کوي( ).

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx