نړۍ

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ ټرمپ په شمالي کرولينا کې بريالی شو، د جورجيا پایلې لا نه دي راغلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو کې د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ رسمي پايلې لا هم نه دي اعلان شوي او د غیر رسمي پايلو له مخې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شمالي کرولينا کې بريالی شوی او د جورجيا ايالت پایلې لا هم نه دي راوتلي.

په کرولينا او جورجيا ايالتونو کې د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ او د ډيموکراټانو نوماند جوبايډن ترمنځ خطرناکه سيالي وه او د کرونا وبا د وېرې سربېره ټرمپ په دغو ايالتونو کې پراخې ټاکنيزې جلسې وکړې.

امريکايي رسنۍ وايي، د غیر رسمي پايلو له مخې تر اوسه د شمالي کرولينا ۸۸ سلنه رايې شمېرل شوي او د جمهوري پلوو نوماند خپل ډيموکراټ سيال ته په ۷۷ زرو رايو ماتې ورکړې ده.

په شمالي کرولينا کې له بريا وروسته د ټرمپ لپاره د ټاکنيزو کالجونو په رايو کې پنځلس رايې زياتې شوې او اوس يې د ګټل شوو ټاکنيزو کالجونو د رايو شمېر ۲۳۲ ته ورسېده.

خو د ټرمپ ډيموکراټ سيال جوبايډن تېره اونۍ په پينسلوانيا کې له بريا وروسته د ټاکنيزو کالجونو ۲۷۰ رايې پوره کړې وې او د غیر رسمي پایلو له مخې بريالی اعلان شوی و.

اوس د بايډن د رايو شمېر ۲۹۰ ته رسېدلی دی، خو ولسمشر ټرمپ د دې پايلو له منلو انکار کوي او بايډن په درغلۍ تورنوي.

د ټرمپ ټاکنيز ټيم وايي، په کومو ايالتونو کې، چې د ليک لېږدونې پوستې له لارې رايې لېږل شوي، هغه دې له سره وشمېرل شي او د دې لپاره يې محکمې ته هم رجوع کړې ده.

د شمالي کرولينا له غیر رسمي پايلو وروسته د ۴۹ ايالتونو رايې پوره شوي، په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د رايو شمېرلو بهير تقريبا بشپړ شوی او تر اوسه يوازې جورجيا ايالت پاتې دی، چې په لنډ وخت کې به يې د رايو پایلې اعلان شي.

د وروستيو معلوماتو له مخې په جورجيا کې تر اوسه جوبايډن له خپل سيال ټرمپ څخه لږ مخکې دی او که دا بريا تر وروستۍ مرحلې همداسې پاتې شي، نو د بايډن د ټاکنيزو کالجونو د رايو شمېر به ۳۰۶ ته ورسيږي.
ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۶ په ولسمشريزو ټاکنو کې هم خپلې ډيموکراټې سيالې هيلري کلنټن ته په کرولينا کې ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دی دعاګانی کوی چی نوی کافر مشر د قطر تړون کی لغته ونه وهی. ماما ټرمپ نور ختم دی پدی خبرو ولاکه د ۵۰ فیصدو څیښتن شی امریکه کابل ندی چی عبدالله عبدالله غوندی ادعاوې پکی وچلیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx