نظــر

ډاکټر صفت الله قانت؛ د یو جامع دعوت څلویښت کلن وقف!

استاد محمد زمان مزمل

قانت صاحب او د خان لالا میراثه نهضت:
د قانت صاحب کورنۍ محترم والد یې خان لالا، ماماګان یې محمد خطاب او حاجي نور خطاب د ننګرهار تر ټولو نیرومند قومندان و، دا ټول په مجموع کې یو مجاهده کورنۍ ده.

دغه عزیزه کورنۍ د شهید مولوي حبیب الرحمن سره د پېژندګلوۍ او بلا خدماتو له نهضت سره له پیله غوټه کړي ،د قانت صاحب والد خان لالا په ظاهر یو کلیوال انسان و، مګر په ناسته پاسته کې یې انسان پوهوه چې دغه سپین کلیوال انسان له جهاد او اسلام سره څومره مینه لري.

د اسلام او تحریک سره د قانت صاحب د وخت مخکې اړیکې او د دې سپیڅلې لارې د ولاء او دوستۍ ډیر څه یې د خان لالا په توجه او د خان لالا په ایماندارۍ کې ریښې درلودې.

همدا وجه وه چې قانت صاحب یې د ماماګانو سره بې کچه مینه درلوده او د حاجي خطاب سره زما انډیوالي چې تر نن یې دوام کړی په دې کې د قانت صاحب د معمارۍ لاس و، ځکه هغه به همېشه ماته په خوږه لهجه ویل:

چې ماما به مې دا وکړي، او ماما مې دا وویل او..

په یو نابالغ پړاو کې بالغ ځوان:
د هجرت د بګنونکو کلونو په تریخ پړاو کې چې مجاهدینو پکې په ورسک کې سیاسي کیمپ درلود زه د مکې راغلی کله کله د خدای بښلي مجاهد صاحب کور ته د مسایلو یا هم د اکاړې لپاره ورتلم.

د متواضع دېرې په کټونو به مې کله کله د خبرو بحث ته یو ځوان راننووت او پخپله ارامه لهجه به یې زمونږ د لاپو شاپو اکاړه ټکنۍ کړه په دې خاطر چې زه د لنډو په پاچاهۍ کې د یوې سترګې لیکوال وم نو مجاهد صاحب دې خدای وبښي زما د ارامولو پخاطر به یې ویل:
دا ځوان صفت الله قانت نومیږي، پیښور ته د درس لپاره راغلی ویښ او ژوندی ځوان دی.
ډیرې خبرې د جمعیت او حزب په پرتله به روانې وې او خدای بښلي قانت به په جرئت په دې تعدد او پرتلو وروخوت او زمونږ لپاره به یې نیوکه ځکه د تحمل نه وه چې مونږ یو څو درجې د ده “قانت صاحب” نه پورته له چا څه اوریدل او څه خپرول.

د یو نامقدس تأسف څپو زمونږ غوږونه له هاغه څه سره چې دغه ځوان به ویل نااشنا ۇ.
په دغه سیاسي نابالغه زمانه کې د همدې مجاهد صاحب په کور کې له خپل دوست ډاکټر صفت الله قانت صاحب سره په ځنډ اشنا شوم، په ځنډ ځکه چې پر اختلاف او تعدد نیوکو یې همېشه دې سوچ ته وړم چې دا نیوکې ستا د سویې نه دي اوس چې قانت صاحب په یو غمجن تور ماښام کې له مونږ نه مخه ښه کړې په احترام یې همدا خبره وایم:
چې قانت صاحب په یو نابالغ پړاو کې یو د بالغ سوچ لرونکی ځوان وو.

اسلامی پوهنتون؛ دویمه جولانګه:
وروسته چې پېښور او مهاجرین د هجرت د تعلیم او تربیې ډګر شو د ځوانانو اول کاروان په اسلامي پوهنتون کې داخل شول.

دا هاغه وخت و چې د شوروي اتحاد د تجاوز د قهرجن قرنطین او وحشت پېښور او بلوچستان په مهاجرینو ډک کړ او په مجموع کې ولس خپله راتلونکې او سبا د رهبرانو او ډلو په تعدد کې ضایع ګڼله.
مولوي سدوزي خدای بښلي د بلوچستان او پېښور مهاجر علماء په ځان راټول کړل او په یو قهرېدلي دعوت کې یې رهبران اتحاد ته اړ کړل او استاذ سیاف د دغه اتحاد مشر شو.

همداسې په بل مخ کې چې د هجرت د لوی ماحول د ځوانانو یوې کمکۍ ډلې په اسلام اباد کې د تحصیل چانس پیدا کړ په هغوی کې هم د مولوي صاحب سدوزي په شان ځینې راپورته شول چې د لوی شوروي ماتول او ویستل واحد صف غواړي او تر هاغه هم مخکې په افغانستان کې د اسلامي حکومت دعوت باید د یو ممبر نه تنظیم شي، که مشران دې ته چمتو نه وي نو مونږ ځوانان خو یې باید د یوې متحدې هستۍ پیل کړو.

هاغه ځوانان چې د دغه دعوت اساس یې کېښود اوس هم د جمعیت اصلاح هاغه ستره دعوتي میراثه په اوږو لري چې یو او تر ټولو پکې مخکښ همدا زمونږ ډاکټر صفت الله قانت ؤ.

د اسلام اباد اسلامي پوهنتون چې د هجرت د دوران باایمانه ځوانان پکې په تحصیل بوخت و او بیا یې تر څنګ سید جمال الدین لیسې د جهاد او دعوت پوهنتون او اسلامي پوهنتون زمونږ د خلکو لپاره هاغسې ځوان نسل راکړ چې که د هغوی په ایماندارۍ د ناروا سیاسي اخ و ډب جریان متوقف نکړ ولې د داخل نه په ځوان نسل کې د هماغه دعوت او ایماندارۍ پاتې ارمانونه یې ځوان نسل پړاو په پړاو بدرګه کوي.

صفت الله قانت؛ زما یو صمیمي دوست:
د جمعیت اصلاح مشران چې زه یې د پیله په دعوت کې شریک وم دوئ او په نورو ډلو کې د هجرت د دوران زیات ځوانان چې زه یې پېژنم او پرې حساب کوم، دا ټول د دعوت هاغه لښکر دی چې په موټر کې ورسره مخامخ کېږم، په شفاخانه کې ورسره مخامخ کېږم، په جومات او فاتحو کې ورسره مخامخ کېږی… او هومره زیات او مینه ناک دي چې کله کله مې همدا وسیع پېژندګلوي اشنایي کړوي، په تېره چې د ناببره پېښو په لړ کې یې واورم چې پلانی شهید شو او پلانی مړ شو او چې ژوندي یو دا ملاماتوونکې سلسله به مونږ نور هم وژړوي ،یو په دغه لښکر ځوانانو کې ډاکټر صفت الله قانت صاحب وو.

لکه چې ومې ویل د ژوند له پیله له ډاکټر صاحب سره ملګری راغلی وم، سوچ او جذبات مو شریک و، د ذوق او سلیقې ډیر مشترکات مو درلودل، بلکې ما د خپلو لیکنو او نویشتو په اړه د هاغه ملاحظات او نیوکې د قدر وړ کڼلې بلکې حساسې لیکنې مې کله کله د مشورې لپاره مخکې له دې چې نشر شي ده ته لیږلې.
د اوږده معرفت او اوږدې انډیوالۍ خبره مې له دغو دواړو عزیزانو مولوي سرافراز صاحب او ډاکټر صاحب صفت الله سره هومره اوږده او بربنډه وه چې زه په اویا کلنۍ کې فکر کوم چې د پلار له جومات نه مې د ابدرې په لاره یواځې روان یم.

قانت؛ د یوه سپین سیاسي بنډار سمبول:
زه له پېښور نه د ارباب روډ د فعال فرهنګي مرکز د جلساتو او نشراتو نه نیولې بیا تر جلال اباد او کابل پورې د جمعیت اصلاح د مشرانو سره په داسې یو طبیعي رنګ کې راغلی یم چې همېشه هغوئ زه له خپلې مجموعې یو فوق العاده غړی منلی وم، هومره چې له دغو عزیزانو سره د سیاست په مسایلو او د وچکۍ تبې نیولي افغانستان د بابیړیو په هکله له دغو عزیزانو سره سپین او بنډاري غږېدم فکر نکوم چې په بل ماحول کې به مې د ذهن غزونې او د وخت سوچونه دغسې ډاګیز له چا سره مطرح کړي وي.

ما د جمعیت اصلاح په مینځ کې هېڅ مهال د بېګانګۍ احساس نه دی کړی او زما له دغې رابطې او اعتماد اتیا سلنه د قانت صاحب ملګرتوب د هغه خواهشو او د هغه ټیلفوني اړیکو تنظیم کړی و.

د ډېرو اشخاصو سره متوازنه رابطه او ډېرو مهمو مسایلو په اړه د یو جدي موقف ډیر ضروري مسایل ما له قانت صاحب سره په مشورو تنظیم کړي دي.

د ارباب روډ د امریکایي اشغال ضد جلسو نه نیولې بیا د انجینر صاحب احمدشاه په مشرۍ کابل کې د اشغال ضد فعالیتونو پورې او بیا د سولې د محورونو د توحید په اړه په تېرو دوو کلونو کې بلا جلسې او بلا جرګې کړي او په دې تولو کې خدای بښلی قانت د یو خواخوږي داعي رول اجراء کاوه.
د سید اکبر اغا سره د ګډ کار، د اسحاق اغا سره د دایمي رابطې مسله، د ډاکتر زاخیلوال او ډاکتر فاروق وردګ او حرکت نجات افغانستان تر مسلسلو جلسو پورې، په دې ټولو کې قانت صاحب طراح او رابطه نیونکی و.

قانت د خاطرو یو کلیکسون:
د پېښور د خاطرو د ښار نه نیولې بیا د جلال اباد په ښار کې د بې شماره جلسو، کنفرانسو بلکې سفرونو چې تر مکې او مدینې او تر استمبول او قونیې وغځېدل.

تر هاغه جدي او د پوهاند زبیر تر کوره، په دې ټولو کې د خدای بښلي قانت خاطرې مې یو کلیکسون تصویرونه په ځان کې ساتلي.

وروستی سفر پکې د لغمان د تیرې هفتې غونډه وه چې خدای بښلی پکې اوږده علمي مقاله وړاندې کړه.

د کچرو په لار روان یو:
یو مهال په پیښور کې اتحاد مات شو ماته قانت صیب وویل: وضعیت څنګه ده؟!
ما هغه ته د ‘کړو کنداو’ د لارې قیصه وکړه چې په لاره کې د کچرو لار او د جره ګانو لار جلا کېږي بیا بیرته یو ځای کېږي، د کچرو په لار د قافلو او د کچرو فضوله جاتو لاره د تلو ویستلي وي نو ما ورته وویل چې کله د کچرو په لار تللی یې؟

هاغه وویل: هو.
نو ما ورته وویل چې په سیاسي انداز مونږ د کچرو په لار روان یو.

په پاتې ژوند کې هر محال چې قانت صاحب له ما پوښتي چې وضعیت څنګه دی؟ نو ما به په خندا ورته ویل چې قانت صاحب د کچرو په لار روان یو ته یې بوی او دوړه نه وینې.

دا زما او د قانت صیب په مینځ کې یو سمبولیک راز و چې د ډلو او بې اتفاقیو او کډوډیو په اړه به مو په سمبولیکه بڼه یو بل ته ځواب وایه.

دوکتور صفت الله قانت؛ د یو څلویښت کلن جامع دعوت وقف:
اوس چې قانت صاحب په رښتینې لاړ دا پکې باید په ریښتیا ووایم چې زه په تېرو څلویښتو کلونو کې یوه ورځ هم د قانت صاحب د کار او کردار په اړه په دې غلط فهمۍ کې ونه لویدم چې دا کار او دا خبره به یې د ریا لپاره ویلي وي په داسې حال کې چې زمونږ سیاسي ماضي له دغو ریاکاریو او ځان ښودلو نه ډیر ټیټ او د پردیو استخباراتو کوربتوب ته لاړ.

د خدای په خاطر یې وایم هومره چې ما قانت صاحب د خپل تخلف سره پیوند مؤمن بې ریا ملګری پیژاند زه یې د مثال د ویلو نه عاجز یم.

او هومره چې دې عظیم انسان ماته د متقابل احترام او د خپلې مینه ناکې ملګرۍ څه راکړي زه یې په ژوند پوروړی پاتې شوم او په لنډ فرصت کې چې لرمه یې فکر نکوم چې اسامه او عبدالحی ته به یې د پلار پورونه ور اداء کړم.

آ د چا په مینه یې چې مسته ځواني وخوړله او تر پروني روغنتون پورې یې لالهانده اسکیرلی داعي راغلی هماغه خدای ته د بشپړ اجر او ثواب پخاطر ورغی.

خدای دې ترې راضي شي، عزیزانو بچیانو ته یې له لوی خدای نه تسلیت غواړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx