افغانستان

لغمان کې ۱۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې ۱۰ تنه دولتي عسکر په لغمان ولایت کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې پورته شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ مربوط دي او د طالبانو د دعوت او ارشاد کمییسون مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، تیره اونۍ په هلمند، کندهار، زابل و بلخ ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو خپله فکر وکړی. د عسکرو تسلیمی په داخل د جومات کی او که بیا حکومت په جومات هوایی برید وکړی بیا طالبان وایی چی جومات یی شهید کړ او پکی واړه طالب زده کوونکی یی شهیدان کړل. دویمه خبره: طالبان خو ټول په ګشت کی دی نو دا تسلیم شوی کسان چیری ساتی، د دوی اعاشه او د اوسیدلو د ځای بند او بست چیری کیږی آیا هغوی به هم پدی ژمی کی طالبان ځان سره پاکستان ته بوځی؟ مجاهد صیب یا بیانزی صیب د ځواب راکړی. کار او بار خو هسی د وطن کی نشته منطقی خبری وکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx