ټولنیزه برخه

زموږ بې ځایه لګښتونه

علم ګل سحر

وږمه مې هیڅ له یاده نه وځي، د هغې معصومه څیره مې تل په ذهن کې وي. هغه مې د ژمي په یوه سړه ورځ ولیدله چې له یوې بلې همزولې نجلۍ سره یو ځای یې د اوبو له بمبې څخه اوبه وړلې. لاسونه یې یخ نیولي و، لکه چې نه یې شوای کولی چې نلکه ووهي دواړه د اوبو ستلونو ته ولاړې وې. ور نږدې شوم ورته ومې ویل: درسره مرسته وکړم؟ ویې ویل: یه موږ یې کولی شو. لاسونه یې خولې ته وروړل چې ګرم یې کړي بیا یې د نلکې په وهلو پیل وکړ خو نه یې شوای کولی.

زه ورغلم نلکه مې ووهله دواړو نجونو ستلونه ډک شول. ترې ومې پوښتل چې مکتب ته ځي که یه؟ دواړو وویل چې موږ ښوونځي ته نه ځو په کور کې کار کوو نور څوک نه لرو. د نومونو پوښتنه مې ترې وکړه هغې یوې چې مخ یې لږ په سکرو هم تور شوی و، خپل نوم وږمه وښود هغې بلې هم خپل نوم وښود خو زما بیا هیر شو. ما ورته وویل دا نورې نجونې ګورﺉ دوی ټول ښوونځیو ته ځي تاسې هم باید ولاړې شﺉ. وږمې وویل مور مې اجازه نه راکوي ما ورته وویل پلار دې په دې کې څه وایي؟ ویې ویل پلار نه لرم.

شل روپۍ مې ورکړې ورته ومې ویل: هه دا واخله لس ته واخله لس هغې بلې نجلۍ ته ورکړه. خو وږمې شل افغانې پخپل جیب کې پټې کړې ویل یې دا خو پلار لري هغه به یې ورکړي زه یې نه ورکوم. په جیب کې مې یوزرو څلویښت افغانۍ وې هغه مې ټولې ورکړې. د وږمې کور د تایمنیو په منځ کې په یوه کیږدۍ کې و چې د خټو یو کوچنی دیوال هم ترې را تاو شوی و.

په دې ورځ زه له اورانوس هوټل څخه له یوې غونډې څخه راروان وم. په اورانوس هوټل کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو دپوهنځي د محصلینو دفراغت جشن جوړ شوی و. خدای مې دې غاړې نه بندوي د څلورو پنځو سوو په شاوخواکې میلمانه به را بلل شوي ول. دوی ټولو ته دیوه بډای سړي د واده په سویه ډوډۍ تیاره شوې وه.

ممکن په سلهاوو زره افغانۍ مصرف شوې وي.

فارغ شویو محصلینو په هغه غونډه کې خپلو خلکو ته دخدمت ژمنه وکړه. ماچې په هوټل کې هغه لګښتونه او دلته د وږمې حال ولید افسوس مې وکړ. البته زه تردې دمخه هم د محصلینو دفراغت په جشنونو کې له دا ډول لګښتونو سره موافق نه وم او تل به مې خپلو دوستانو ته ویل چې راځﺉ په دې پیسو کتابونه چاپ کړو او یا هم کوم بل خیریه کار پرې وکړو.

خو د هغې ورځې لګښتونو او دلته د وږمې اود وږمې په څیر د سلهاوو زرو افغان یتیمانو حالت ډیر زور راکړ. داخبره مې د هغې غونډې له ځینو ګډونوالو سره هم په بله ورځ شریکه کړه هغوی په لږ بې تفاوتي وویل چې هغه مصارف خو یوه محصل چې ډیرې پیسې لري له خپله جیبه کړي و. ما ورته وویل کیدای شوای دغه محصل دغه پیسې زموږ همداسې محتاجو کسانو ته ورکړې وای.

یوه مشهوره خبره مې یو ځای لوستې وه چې وایي( که غواړې پوه شې چې څومره شتمني لرې هیڅ وخت خپلې پیسې مه شماره یو څاڅکی اوښکې تویې کړه او هغه لاسونه چې ستا په لوري د مرستې لپاره اوږده شوي وشماره واقعي ثروت همدا دی)

موږ د ورځې څومره پیسې مصرفوو، څومره پیسې شمیرو او څومره بې ځایه لګوو خو وږمه او د وږمې په څیر په سلهاوو یا ممکن په میلیونونو نور یتیمان مو هیر دي. ما ددې غونډې او جشن یادونه ځکه وکړه چې یو خو په هماغه ساعت له هغه جشنه را روان وم چې وږمه مې ولیدله او بل دا چې موږ چې ځانونو ته روشنفکران او د دې خلکو خدمتګاران وایو چې خپل خلک هیر کړو نو له قوماندانانو او جنګسالارانو څخه څه ګیله وشي.

دا خبرې د دې لپاره نه لیکم چې ځان ډیر بشر دوست وښییم بلکې حالت همداسې دی زما خو وږمه هیڅ له یاده نه وځي اوس هم چې کله له ښاره کورته راځم او خپله کوچنۍ لور چې د وږمې همزولې ده مخې ته راشي را ته وایي څه دې راته راوړي دي زما سترګو ته وږمه ودریږي او دهغې وړې خبرې مې په غوږونو کې انګازې کوي، چې ویل یې دا بله همزولې خو مې پلار لري پلار به یې پیسې ورکړي.

دا د اتو نهو کلونو مخکې خبره وه، تیر کال د خوراکي موادو د ضایع کیدو په برخه کې یوه سروې خپره شوه پوهیږئ هغه هیواد چې تر ټولو ډیر خوراکي توکي بې ځایه ضایع کوي، کوم هیواد و؟ د دې لست په سر کې افغانستان او په پای کې یې آلمان و.

افغانستان وګورئ او آلمان! افغانستان د نړۍ فقیر هیواد دی تر نیمایي زیات خلک یې په نیم یا وږي نس ویده کیږي خو افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات خوراکي مواد هسې ضایعه کوي، موږ حتی د خوراکي موادو په ضایع کولو کې سیالي کوو او نورو ته ځان ښکاروو او دومره فکر نه کوو چې ګاونډی مو په وږي نس ویده کیږي…

راځﺉ چې پخپلو پر ځای او بې ځایه لګښتونو فکر وکړو خپل مرستې ته محتاج وطنوال او یتیمان هیر نه کړو که د دوی رنځونه ورک کولی نه شو کمولی خو یې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx