شعـــــرونه

الوځي د مینې څه نرۍ نرۍ هوا/ کاروان

پير محمد کاروان

الوځي د مینې څه نرۍ نرۍ هوا
غوټې د زړګوټي کړه په مینه مینه وا

یه د آدم زویه پرېږده لاره د قابیل
مه ژړوه مه ژړوه لوڼې د حوا

ژوند لکه ماشوم دی له خوږو سره دی جوړ
چېرې مرچکی مه شه په شخوند کې د حلوا

ورکه دې جګړه شي بې خوندي ده بې خوندي
سوله خوندوره ده تر من و تر سلوا

دا شېبې یتیمې کړه للو للو للو
لږ وکړه خاطر د شهیدانو د اروا

لرې له افغان وطن کړه دا ازغن دیوال
غر دښته یې نیسه د ګلونو په لِوا

بوټي کیمیابوټي دي کاروانه د وطن
ځینې یې غزلې کړه او ځینې یې دوا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx