شعـــــرونه

یاران او ارمان/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

دلته یاران او ارمان دواړه په یو وار راغلل
یو د یخني او بل د درد په غوټه بار راغلل

ستړي ستومان دي د نغمو غوښتنه مه ترې کوه
دوه بلبلان که و سایې ته د چنار راغلل

عطر تسبې، مسواک او پاج به ورته اخلي ګورۀ
زما خواږه یاران که چېرې تر دې ښـار راغلل

د ورور ګلوي څادر به خپور، نفرت به کډه وکړي
سوله او امن که زمونږه تر د یار راغلل

ورڅخه اخلي انتقام په تېره توره باندې دې
دا سَره قاتله بلا وژني په تلوار راغلل

(بشامه) ستړی انتظار کړم د خوږو ملګرو
فقط سلام مې ورته کړه که پر دې لار راغلل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx