افغانستان

پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو او رخصتیو لپاره تازه طرحه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پوهنې وزارت د «۱۴۰۰زیږدیز» تعلیمي کال د« متضرر کېدو د مخنیوي او د هوا د حالاتو په نظر کې نیولو» سره د سړو سیمو د ښوونځیو د ازموینو او رخصتۍ لپاره تازه طرحه اعلان کړې.

په یاده طرحه کې د ښوونځیو ښوونکي مکلف شوي، چې د ژمنیو رخصتیو په دوران کې زده کوونکي د کلنیو ازموینو لپاره درس ویلو ته وهڅوي.

د طرحې پر بنسټ، د سړو سیمو د ښوونځیو له ۱-۶ م ټولګي به د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه او له ۷-۱۲ ټولګي پورې به د لیندۍ د میاشتې په پنځلسمه نېټه رخصتېږي او هغه سیمې چې ډېرې زیاتې سړي دي، ټولو ښوونځیو ته به له ۱-۱۲ ټولګي پورې د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه رخصت ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت د طرحې له مخې، د روان تعلیمي کال ازموینه به د راتلونکي کال په لومړیو کې اخیستل کېږي، پوښتنې به یوازې له ویل شوي درس څخه را اخیستل کېږي او نومرې به د «۱۰۰» سلو له حساب څخه ورته ورکول کېږي.

Image

د پوهنې وزارت پورتنۍ طرحه داسې مهال ده، چې په هیواد کې د کرونا د زیاتې خپرېدو له امله د روان تعلیمي کال په زیاته برخه کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx