نړۍ

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ واشنګټن کې د ټرمپ په ملاتړ لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ ټاکنيز کمپاين اړوند لسګونو ډلو او ګوندونو په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو په اړه د ټرمپ په ملاتړ لاريونونه کړي دي.

دغه لاريونوال وايي، په ولسمشريزو ټاکنو کې درغلۍ شوي او دوی يې پايلې نه مني.

په دغو لاريونونو کې د ګډون لپاره د ټرمپ پلويان له ګڼو ايالتونو څخه پلازمېنې واشنګټن ته ورغلي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې په دې لاريونونو کې څومره کسانو ګډون کړی او نه هم تر اوسه د واشنګټن پوليسو د لاريونوالو شمېر روښانه کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل کاروان سره د واشنګټن په مرکزي واټ پنسلوانيا سړک تېرېده او خپلو پلويانو ته يې په لاس په موسکا د مننې اشاره کوله.

د امريکا فاکس نيوز تلويزون ويلي، د ټرمپ پلويان هيله لري، چې نوموړی به يو ځل بيا سپينې ماڼۍ ته ولاړ شي.

ټرمپ په خپل ټويټ کې هم ويلي، په ټول هېواد کې خلک په خپله خوښه د ده په ملاتړ لاريونونه کوي، چې له امله دی خوشحاله دی.

د ټرمپ په ملاتړ دې لاريونونو کې د رسنيو اړوند سپين پوستي او پنسټپالان هم ګډون کوي.

د ټرمپ د پلويانو په مقابل کې د هغه مخالفين هم په لاريونونو کې ځوابي شعارونه ورکوي او د رپوټونو له مخې په ځينو ځايونو کې د دواړو ډلو ترمنځ فزيکي شخړې هم شوي دي.

د واشنګټن پوليس وايي، د فزيکي شخړې له امله يې د دواړو لوريو لس تنه بنديان کړي دي.

ډونلډ ټرمپ ويلي، چې دی د ټاکنو پایلې نه مني او خپل ډيموکراټ سيال جوبايډن يې په درغلۍ تورن کړی دی.

په امريکا کې دا لاريونونه په داسې حال کې پيل شوي، چې د غیر رسمي پایلو له مخې جوبايډن ولسمشريزې ټاکنې ګټلي او تر اوسه د ټاکنيزو کالجونو د شمېرل شوو رايو څخه يې ۲۹۰ رايې ګټلي دي.

په ټوله امريکا کې د ۵۳۸ ټاکنيزو کالجونو د رايو څخه بايد ګټونکی نوماند ۲۷۳ رايې ولري.

نن د شمالي کرولينا ايالت غیر رسمي پايلي اعلان شوې، چې ټرمپ په کې بريالی شو او د ټاکنيزو کالجونو پنځلس رايې زیاتې شوې او يوازې د جورجيا ايالت رايې پاتې دي.

د رپوټونو له مخې که جورجيا ايالت کې هم جوبايډن بريالی شي، نو د ټاکنيزو کالجونو د رايو شمېر به يې ۳۰۶ ته ورسيږي او بريا به يې حتمي شي.

خو ټرمپ وايي، د ټاکنو پایلې نه مني او خپل ډيموکراټ سيال جوبايډن يې په درغلۍ تورن کړی دی.

د ټرمپ ټاکنيز ټيم وايي، په ګڼو ايالتونو کې د هغوی سيال درغلي کړې او د دې تورونو د څېړلو لپاره يې محکمې ته هم رجوع کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx