واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

دا اوس کودتا ده، او که له افغانستانه راوتل دي؟

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د متحده ایالاتو مشهوره سیاسي ویب پاڼه (د هیل) لیکي په امریکايي سیاسي محافلو کي دا خبره تر بحث لاندي ده چي په دفاع وزارت کي د جهمورریس وروستۍ مقرریاني کودتا ده، یا له افغانستانه راوتل دی، او که پخوانۍ سیاسي بدۍ تر سره کول دی؟

د هیل لیکي په دفاع وزارت کي وروستیو بدلونونو په کانګرس او نورو سیاسي ګردابونو کي دیموکراتان او نور سیاستوال ډارولي دي. مګر نور سیاسي مبصرین وايي چي د ټرمپ په باقي پاته ۷۰ ورځو کي د مهمو بدلونونو راوستل ګران کار دی.

هغوی وايي دا ممکنه ده چي ټرمپ له افغانستانه ژر تر ژر امریکايي عسکر راوباسي، خو په بل ملک کي نوی جنګ جوړول به ورته مشکل کار وي. 

د امریکا د مسلح قواوو لوی درستیز ویلي دي «موږ نه یو پاچا ته د وفادارۍ قسم اخلو، او نه هم یو دیکتاتور ته د لوړي مراسم اجرا کوو. ‌موږ هیڅ فرد ته د لوړی مراسم نه اجرا کوو. موږ حتی یو هیواد ته،‌ یو قوم ته، او یو مذهب ته هم د لوړي مراسم نه اجرا کوو. موږ یوازي او یوازي اساسي قانون ته د لوړي مراسم اجرا کوو.»

د هیل لیکي په دفاع وزارت کي مامورین سخت بېرېدلي دي. هیڅوک له ډاره خبري نه کوي، او د ټرمپ له انتقامي اقدام څخه بېرېږي. 

د هیل لیکي د دفاع وزارت لپاره د ډګروال ډاګلاس مکګرګور ټاکل دا ښيي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ژر راوتلو لپاره کار روان دی.  

نوټ: په امریکايي میډیا کي د (سي ای ې) د مشري جینا هاسپیل د برطرفه کولو اوازې ګرمي سويدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو عمر

ډیرې زیاتې املائي غلطیانې لري…
خو د نن ټکي په شان یو لوی ویب سایټ سره هیڅکله نه ښایي چې دغه ډول ګډ وډ مطالب پکې نشر شي.
هیله ده چې دې خبرې ته توجه وشي…
خدای مو ښاد او آباد لره!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx