افغانستان

د عدلیې وزارت: د عسکرو په لیکو کې د ماشومانو جذبېدو اندېښمن کړي یو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخیستی او پراخې سیمې د عسکرو له واکه وتلې؛ د کابل حکومت د عدلیې وزارت وایي، اندېښنه لري چې هسې نه ماشومان د عسکرو لیکو ته جذب او د جګړې ډګر ته ولېږل شي.

د عدلیې وزارت سرپرست «فضل احمد معنوي» نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته ویلي، د عسکرو لیکو ته د ماشومانو د جذب او د جګړې ډګر ته د هغوی د لېږلو په اړه لا هم اندېښنې موجودې دي، چې حکومت يې په اړه کار کوي.

معنوي وړاندې زیاته کړې، چې دوی غواړي ټول بنسټونه د هغوی مسئولیتونو ته متوجه کړي، تر څو په دې اړه مؤثر کار وکړي.

د عدلیې د وزیر پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې یاده کړه، چې  حکومتي عسکر او قوماندانان په خپلو پوستو کې ماشومان ساتي او بیا ورڅخه جنسي استفاده کوي.

په یاد راپور کې راغلي و، سره له دې چې حکومت د خپلو ځواکونو په لیکو کې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې کړنې ویني؛ خو بیا یې هم په اړه چوپ پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور تر خپرېدو وروسته کورنیو چارو وزارت ژمنه وکړه، چې د پولیسو لیکو به له ماشومانو پاکوي؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو په ځانګړې ډول په لیري پرتو سیمو کې ماشومان لا هم د عسکرو او نظامي چارواکو د جنسي ځورونې ښکار دي.

څو اوونۍ وړاندې په کندهار ولایت کې د «نصیب الله» په نوم یوه ماشوم وروسته له هغه په روغتون کې ساه ورکړه، چې د «روزي» په نوم یوه ځایي قوماندان او د نوموړي عسکرو ورباندې ډله ییز جنسي تېری وکړ.

د کندهار امنیه قوماندانۍ که څه هم د يادې پېښې د څېړنې ژمنه وکړه؛ خو لا هم د یادو څېړنو پایلې له ولس سره نه دي شریکې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x