شعـــــرونه

د اقتدار هوس/ انس حقاني

انس حقاني

شرف کړي هېر له انسان د خواهش بنګ ووهي
ړوند شي او کوڼ شي هغه، کوم زړه چې زنګ ووهي

منم چې درد به لري خو له حکمته ډک وي
ویده احساس ویښوي، چې ځنځیر شرنګ ووهي

چې یې په زړه کې نه وي، د محبت ښکلاوې
حسد یې نه پټیږي، که هرڅو رنګ ووهي

ځار د غیرت له ګزار، وار یې تاریخ جوړوي
عبرت شي هر بې ننګ ته، کوم سر چې ننګ ووهي

د عقل هوش یې لاړ شي،د جنون جوش پرې کیني
د اقتدار هوس چې، په هر چا چنګ ووهي

عرش ورته وخوځیږي، غضب څپې ووهي
چې د غرور په نظر څوک، خوار ملنګ ووهي

راشئ په دې عصر کې عجب مین وګورئ
د میني اور سره سر، لکه پتنګ ووهي

د تخیل اسمان کې، د هیلو ستوري شماري
انس خاموشه غوندې تیږې ته څنګ ووهي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صابر فاریابي

لـه مـو دو یـو انتظـاره یوار راسه ازادي پـه د غــه لاره یـوار راسه ګل ځوانی موکړلي ستاله پاره خاوري کړو زاري دخدایه دپاره یوار راسه لا به څو زلمي ته نور په ملا رامات کي له ژوندونه یو بي ځاره یورا راسه وایه وایه نور لا څه ولور کي غواړي تا ځوانان وړي بي شماره يوار راسه ستا ارمان مودي په زړه په تـا مین یو تـا تـه يـو ستـرګي پـلاره یوار راسه پسرلي مو خزان سوي مسکا نسته زموږ تر وران ګلشن بهاره یوار راسه (صابـر) سوم له انتيظاره بلا ستړي در تـه وايــم پـه اشعاره یوار راسه… نور لوستل »

IMG-20201117-WA0036.jpg
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x