
سعودي کې د یوه کس له خیټې «۲۳۰» میخونه ویستل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): په سعودي عربستان کې د ډاکټرانو یوې ډلې ویلي چې دوی د یوه ناروغ له خیټې په بریالیتوب سره ۲۳۰ میخونه او د شیشې یوه ټوټه ویستلي دي.
د سعودي د جدې ښار د روغتیا چارو ریاست پر خپل رسمي ټویټر حساب د سه شنبې په ورځ ویلي، «د الله په فضل د جدې ختیځ په یوه روغتون کې یوې بریالۍ طبي مداخلې د یوه ناروغ له خیټې په ۲۳۰ میخونو او د شیشې يوې ټوټې په ویستلو سره د یوه ناروغ ژوند وژغوره».
دغه حساب زیاتوي، ناروغ په معده کې د سخت درد او پړسوب څخه کړېده، د کلینیکي او راډیولوژیکي ازموینو څخه څرګنده شوه چې د نوموړي په معده کې ګڼ شمېر میخونه موجود دي.
أسهم بفضل الله تدخل طبي ناجح من إنقاذ حياة مريض في #مستشفى_شرق_جدة تم خلاله إستخراج عدد 230 مسمار وقطع من الزجاج من بطنه https://t.co/g6us0aBxM8 pic.twitter.com/xiRb0YkToD
— صـحة جدة (@Jeddahhealth) November 10, 2020
یو شمېر خلکو پر ټویټر حیرانتیا ښودلې چې څنګه یو ناروغ په خیټه کې دومره شمېر میخونه لرلی شي، خو ځینو نورو یې په اړه وضاحت غوښتنه کړې ده.
د ټویټر یوه کاروونکي ویلي، دا پېښه د پوښتنې وړ ده، «څنګه یې میخونه خوړلي، ایا د بیلګې په ډول خوږ خوند لري، ناروغ کوچنی و که ستر، ذهني روغ و که ناروغ، پوه و که جاهل، څنګه دا خبره پرته له وضاحته معقوله کېدی شي؟ زه نورو جزیاتو ته اړتیا لرم زما خو یې په سر درد کړ».
د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې داسې پېښې زیاتې کیږي چې د حیرانتیا وړ دي، له دې وړاندې په مصر کې د یوه ناروغ له خیټې ۲۲ کاشوغوې ویستل شوې وې. دېته ورته پېښې څو واره په هندوستان کې هم شوي دي.