افغانستان

سرچینه: امریکايي عسکر په داسې توګه له افغانستانه ویستل کیږي چې بیا نه راګرځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): سپینې ماڼۍ ته نیږدې سرچینې وايي، چې ولسمشر ټرمپ غواړي امریکايي عسکر په داسې توګه له افغانستان وباسي، چې بیرته راونه ګرځي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ډیسکټر فلکنز په خپل وروستي خپاره کړي مطلب کې د یو داسې امریکايي چارواکي(چې تل له ټرمپ سره ګوري) په استناد لیکلي: «ټرمپ تصمیم نیولی چې ټول امریکايي عسکر خپلو کورونو ته ستانه کړي، ټرمپ غواړي چې مونږ بیا د شاته راتګ چانس ونه لرو.»

د امریکا د پخواني دفاع وزیر مارک ایسپر لرې کولو مسئلې په اړوند خپاره کړي مطلب کې امریکايي خبریال په ټینګه ویلي، چې د ایسپر د ګوښه کولو اصلي علت له افغانستانه د امریکايي عسکرو ایستلو کې د خنډونو ایجادول یاد شوي، ځکه د سرچینې په خبره ټرمپ غواړي له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو په ایستلو سره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جنګ د ختمولو کریډت په خپل نوم کړي.

https://www.newyorker.com/news/our-columnists/why-trump-carried-out-his-pentagon-purge

د امریکا ولسمشر په داسې مهال له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو چټک وتلو لپاره په تیارو بوخت دی، چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم په د بیړنۍ مشورې لپاره واشنګټن ته وربلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دا خبره د ترمپ صادقانه وی مننه او ستاینه یی کوو ، چه امریکایی مات شوی عسکر خپله وباسی او د عباس ستانکزی خبری ته ( ماسکو کی یی وویل امریکایی عسکر به خپله وتلو ته مجبوره شی که نه مونږ یی په زور باسو ) دی نتجی ته نه یواځی ټرمپ بلکه ټول امریکایان رسیدلی چه افغانستان کی د شرمیدلی ماتی سره مخ شوی په شلو کلو کی یی د خپل ټول وحشت څخه یوه ذره ګته تر لاسه نه کړه بلکه په خرورو تاوانو سره مخ شوی او مخ کیږی . د ترمپ عسکر ویستل په دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx