افغانستان

طالبانو په اکتوبر میاشت کې د ۱۵۰۰ دولتي عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولین وايي، چې په تیره میلادي میاشت کې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه  دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس د اکتوبر میاشتې په جریان کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد له مختلفو ولایاتو څخه ۱۴۶۳ تنه دولتي عسکر، پولیس، د ملي امنیت کارمندان او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پوځي وسایط یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

طالبان وايي، تسلیم شوو دولتي عسکرو ورسره ژمنه کړې چې تردې وروسته به د کابل حکومت سره هیڅ راز همکاري نه کوي:

«داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي.»

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

عبادالله رحکم الله اتقوا الله الذی خلقکم من نفس واحدة من استسلم لمن ألیس هذین الجانبین من افغانستان ألیس هذین الجانبین مسلمین الیس هذین الجانبین امة لرسول الله صلی الله علیه وسلم الیس هذین الجانبین من ارض واحد الیس هذین الجانبین بعضهم اقارب حتی الاخوة لبعض الیس ……………. لم الحرب؟ لاجل ای هدف؟ لمن هذالوطن تعالوا نتفق تعالوا نصالح تعالوا نکون کالاخوة فی الله تعالوا نبنی الوطن علی اساس الشریعة المحمدیة (ص) تعالوا نستغفرالله علی مامضی تعالوا نبنی قلوب الایتام تعالوا نشرف الارامل تعالوا نعفوا بعضنا البعض لاجل الله الذي قال فی کتابه المجید (و لاتقتلوا النفس التی حرم الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx