روغتیا

که د دغه څیزونو بوی نشئ حس کولی ممکن په کرونا اخته شوي یئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): یوې څیړنې چې د «واندربیلټ» پوهنتون لخوا خپره شوې ویلي، د بوی حس له منځه تلل ممکن په کرونا ویروس د اخته کېدو یو له مهمو نښو څخه وي.

دغې څيړنې په ګوته کړې چې د بوی حس ورکېدل ممکن په کرونا ویروس د اخته کېدو خبرداری وي، خو ځینې داسې ځانګړي څيزونه دي چې که تاسو نشئ بوی کولی ممکن په کرونا اخته یاست.

ددغه څیزونو له مخې نعناع یا ویلنی، سونف یا ځیره، د کوپرې تېل، هوږه او ایل/لایچي دي. دا هغه څیزونه دي چې تیز بوی لري او له اوږد واټن څخه یې هم انسان بوی حس کولی شي.

د امریکا ټینسیس ایالت د واندربیلټ پوهنتون د طبي مرکز لخوا ترسره شوې څیړنې د هغو ۲۵ کسانو پایلې څرګندې کړي، چې په کرونا ویروس اخته شوي وو، ددوی په وینا د بوی حس ورکېدل یې د کرونا یو له ښکاره نښو څخه و.

څیړنې ویلي، ددغه کسانو له جملې څخه یې ۲۵ سلنه د کرونا ناروغۍ پرمهال نشو کولی د ویلني بوی حس کړي، دغه راز ۲۱ سلنو یې د کوپرې تېلو بوی نشو حس کولی.

د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې تر دې مهاله د نړۍ په ۲۲۵ هېوادونو او سیمو کې له ۵۴ ملیونو زیات کسان په کوويډ-۱۹ناروغۍ اخته شوي او له ۱.۳ ملیونو زیاتو کسانو ژوند یې اخیستی دی.

سږکال د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په جریان کې اګست او سپتمبر هغه میاشتې وې چې د تېرو میاشتو په پرتله په کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوې وې، خو د سړې هوا په راتلو سره یو وار بیا ددې ناروغۍ مثبتې پېښې په اکتوبر او نومبرې میاشتو کې له بل هر وخت زیاتې شوي دي.

یوازې په امریکا کې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۵۰ زرو زیاتې پېښې ثبتیږي، د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو سره سم په تېرو څلورویشت ساعتونو کې امریکا ۱۶۰ زره نوي ناروغان ثبت کړي دي، له دې په وړمه ورځ یې ۱۸۱ زره نوې پېښې ثبت کړي چې تر ټولو زیاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx