ورزش

پي ایس ایل؛ له پنځه کلونو هڅو وروسته بالاخره د لاهور قلندرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ په دوهمه ایلیمنیټر سیالۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې ملتان لوبډلې ته په ماتې ورکولو له پنځه کلونو هڅو وروسته بالاخره پایلوبې ته لار وموندله.

لاهور قلندرز د پاکستان سوپر لیګ یوازینۍ لوبډله ده چې له دې وړاندې یې دوهم پړاو ته لار نه وه موندلې، خو اوس وتوانېدله پایلوبه ته لار ومومي.

یادې لوبډلې پایلوبې ته دوهم پړاو کې دوه بریاوې خپلې کړې، لومړی یې د پشاور زلمي لوبډله په لومړي ایلیمنیټر کې ماته کړه او بیا یې سترې لوبډلې ملتان سلطانز ته ماتې ورکړه.

کراچي کینګز لوبډله چې د لاهور سر سخته سیاله یادیږي پایلوبه کې د لاهور قلندرز انتظار کوي، دغې لوبډلې په لومړي کوالیفایر کې ملتان سلطانز ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان سوپر لیګ تر ټولو غوره لوبډلې (اسلام اباد یونیټډ، پشاور زلمي او کویټه ګلډيټرز) سږکال له سیالیو بهر شوي دي، یادو لوبډلو د پي ایس ایل اتلولي خپله کړې ده.

د لاهور او ملتان لوبډلو ترمنځ لومړی لاهور توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۲ منډې جوړې کړې، په ځواب کې که څه هم ملتان چټک پېل وکړ خو ورورسته یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او د ۲۵ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

د لاهور قلندرز لوبډلې سویلي افریقایي ډیویډ ویسا لوبغاړي په غوره آلراونډر کارکردګۍ سره د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، نوموړي چټکې ۴۸ منډې جوړې کړې او په ۴ اورونو کې یې د ۲۷ منډو په بدل کې ۳ ویکټې او یو کیچ هم واخیست.

باید وویل شي چې د پي ایس ایل پایلوبه به د سه شنبې په ورځ د پاکستان پر وخت په ۸:۰۰ بجې د کراچي په نیشنل لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx