ورزش

بنګلديشي لوبغاړي لوبډله کې په نه شاملېدو ځانوژنه کړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د بنګلديش نولس کلنې لوبډلې پخواني ځوان لوبغاړي محمد سوبيز حسين په خپل کور کې وروسته له هغې ځان وژنه کړې چې په بنګا بنډو شل اوريزو جام کې نه دی اخيستل شوی.

۲۱ کلن محمد سوبيز د ۲۰۱۸م کال په نولس کلنو نړيوال جام کې د اضافي لوبغاړي په حيث د بنګلديش په استازيتوب ګډون کړی و، دغه راز په ۱۹ کلنو اسيايي جام کې هم اخيستل شوی و.

هغه د شاينپوکر کرکټ کلب لوبډلې لخوا په ډهاکه پريميئر ليګ ليست ای سياليو کې يوازې درې لوبې ترسره کړې وې. سوبيز حسين په راجشاهي کې ډيرې لوبې ترسره کړي چيرته چې هغه په يوه خونه کې خپل ژوند په خپله اخيستی دی.

د ځان وژنې احتمالي لامل يې په بنګا بنډو جام کې نه شاملېدل ګڼل کيږي، چېرته چې هغه ته په ډرافټ کې هم لا ځای نه دی ورکړل شوی.

د بنګلديش کرکټ بورډ د لوبې پرمختيا مدير ابو انعام محمد ډاډه نه دی چې محمد سوبيز دې ياد جام کې په نه شاملېدو ځان وژنه کړې وي.

هغه وايي، سوبيز زموږ د ۲۰۱۸م کال په ۱۹ کلنو نړيوال جام کې د ځينو نورو لوبغاړو ترڅنګ د اضافي لوبغاړي په حيث ملګری و، هغه د سريلانکا پر وړاندې او په اسيايي جام کې هم لوبېدلی دی. دا ډيره د خپګان وړ ده چې هغه ځانوژنه کړې ده.

ابو انعام زياتوي، «دا ويل سخت دي چې هغه د ډيپريشن له کبله دا کار کړی که بل څه، خو سوزيب په تېرو څو کلونو کې د لوبډلې منظم برخه نه دی، هغه په ډهاکه لومړي ډيويژن او ډهاکه پريميئر ليګ کې لوبېدلی دی، او له پېښې يوه ورځ وړاندې يې په راجشاهي کې هم لوبه کړې ده.

بايد وويل شي چې د کرکټ يو شمېر لوبغاړي د غوره استعداد او کارکردګۍ ښودنې سربېره په لوبډله کې نه شامليږي، چې ددوی د سخت خپګان او ډپريشن لامل کيږي او ځينې مهال د ځان وژنې سخته پريکړه هم کوي.

څه موده وړاندې د هندوستان په ممبۍ ښار کې يوه ۲۷ کلن لوبغاړي کرن تيواري هم د خپل کيريئر په اړه د ډپريشن له کبله ځانوژنه کړې وه.

تر دې دمه د کرکټ په تاريخ کې د يوه او بل عامل له کبله لسګونه کرکټ لوبغاړو ځان وژنې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx