نړۍ

اسرائيلو د اخوان المسلمين پر خلاف د سعودي علماوو د فتوا هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اړوند «اسرائيل بالعربية» ټويټر پاڼې د اخوان المسلمين پر خلاف د سعودي د سترو علماوو د هغې فتوا هرکلی او ستاينه کړې، چې اخوانيان يې له اسلامي منهجه وتلي او ترهګر بللي وو.

تېره اوونۍ د سعودي د سترو علماوو هيئت ويلي و، چې اخوان المسلمين د دين په نوم د حاکم پر خلاف د پاڅون دريځ لري او د هغوی کړنې او منهج يې له اسلامه وتلی بللی و.

اسرائيل بالعربيه ټويټر پاڼه د سعودي علماوو ته په خطاب کې وايي: «موږ دلته په اسرائيلو کې خوښ يو، چې څوک دين د شخړو او فتنو لپاره کاروي، او تاسې يې مخالفت کوئ. ټول اسماني دينونه د خلکو ترمنځ د مينې خپرولو لپاره راغلي، موږ داسې يوه دعوت ته اړتيا لرو، چې يوه بل سره د زغم او متقابلې همکارۍ بلنه ورکوي، تر څو ټوله سيمه پرمختګ وکړي، الله تعالی مو ژوندي لره»

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت اړوند ټويټر پاڼې د سعودي د سترو علماوو د هيئت د فتوا هرکلی په داسې حال کې کړی، چې تېره سه شنبه دغه پلاوي په يوه شريکه فتوا کې اخوانيان له اسلامي منهجه وتلي بللي وو او پر خلکو يې غږ کړی و، چې د اخوانيانو له ملګرتيا او خواخوږۍ ځانونه وساتي.

په سعودي کې د اخوانيانو په شمول هېڅ ګوند رسمي فعاليت نه لري، خو د سترو علماوو هيئت د دې فتوا د صادرولو لامل نه دی روښانه کړی.

په عين حال کې د مسجد الحرام خطيب او امام شيخ اسامه بن عبدالله خیاط هم د تېرې جمعې په خطبه کې اخوان المسلمين ته په اشاره دا ډله له اسلامي منهجه وتلې ياده کړې وه او خلک يې د دې ډلې له پيروۍ منعه کړي وو.

همدارنګه تېره ورځ د سعودي مشر مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ هم په خپلو څرګندونو کې پر اخوانيانو نيوکې کړې وې، دغه ډله يې بې لارې او د وينو تويوونکې بللې وه.

اخوان المسلمين د سترو علماوو د هيئت فتوا ته په خپل غبرګون کې ويلي، چې دا فتوا نوې نه ده، بلکې تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي د کورنيو چارو وزارت هم ورته پرېکړه کړې وه.

د اخوان المسلمين وياند طلعت فهمي ويلي و، چې د دوی منهج يوازې له سوله‌ييزې لارې خلک اسلام ته رابلل او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د قضيو تعقيبول دي، چې په سر کې يې د فلسطين قضيه ده.

د اخوان المسلمين وياند ويلي و، چې دوی ترهګر نه دي، بلکې د ديکتاتورانو د ترهګرۍ ښکار دي.

د اخوان المسلمين په اړه د سعودي علماوو فتوا په ټولنیزو رسنيو کې پراخ غبرګونونه راپارولي، ډېرو فعالانو غندلې او ډېرو نورو پرې حیرانتيا ښودلې، چې په داسې يوه حالت کې د مسلمانانو پر خلاف د دې فتوا لامل او سبب به څه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx