افغانستان

طالبان: حکومت په څرخي پله زندان کې د داعش په مرسته طالب بندیان تر برید لاندې نیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې حکومت د داعشي ملېشو په مټ په څرخي پله زندان کې پر طالب بندیانو د برید پلان لري او په همدې موخه یې ګڼ شمېر ځانګړې وسلې یاد زندان ته انتقال کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داعش د حکومت په مرسته د څرخي پله زندان اړوند «توقیف بلاک» کې پر طالب بندیانو د برید اراده لري چې د ترسره کېدو لپاره یې ځانګړې وسلې او لوازم زندان ته ننویستل شوي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې بندیانو ته د هرډ ول زیان رسېدو په صورت کې به مسئولیت د حکومت په غاړه وي او تر څنګ يې په اړوندو جهتونو غږ کړی چې دې خطر ته جدي توجه وکړي«اسلامي امارت د خپلو بندیانو د ساتنې په اړه ژوره انديښنه لري، په دې اړه باید ټول مسئول او ذيدخله جهتونه متوجه و اوسي.»

د طالبانو له قوله، ننګرهار کې پر زندان برید، کابل کې پر پوهنتون او په علماوو او کارپوهانو باندې وروستي بریدونه د هغو «دسیسو» برخه دي چې د طالبانو له قوله، د حکومت استخبارات یې د داعش په مټ د خپلو «شومو اهدافو» د ترلاسه کولو لپاره په لار اچوي.

د طالبانو له لوري پورته اعلامیه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د داعش په نامه خونړیو بریدونو زور اخیستی.

څو ورځې پر کابل پوهنتون د برید په مهال د طالبانو تر څنګ د یاد پوهنتون محصلینو او ښوونکو هم حکومت په برید کې دخیل باله او برید یې د حکومت د سولې پروسې د سبوتاژ هڅه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x