لیکنېنظــر

ملي اجماع چا او کله ماته کړه؟

عبدالغفار سربڼ

اجماع consensus  څه ته وایي؟

دا هغه ارزښتونه، رواجونه او باورونه خو حقیقت کې اخلاقي، کلتوري، دیني او حقوقي دودیز دساتیر او دستاویزونه دي چې  د رنګارنګو ډلو، قبیلو یا قومونو او یا ملتونو وګړي پر هغو سره جرګه کیږي او یا اتفاق کوي. یعنې ملي اتفاق او یا یووالی هم همدا معنی جوته کوي.

دا اتفاق کیدلی شي علني او مخامخ څرګند شي یا دا چې  ضمني او بې له دې چې ولیدل شي په پټه توګه ښودل کیږي.

جرګه یا شورا یا کلیواله ناسته چې شتون یې ثابت حقیقت دی او ډير پخوانی قدامت او سابقه لري د مخامخ اجماع او اتفاق یوه څرګنده وسیله ده، خو بله بیلګه د اجماع کیدلی شي چې په چوپه خوله او ساکت شتون ولري.

همدا چې اعتراض او عکس العمل نه ښودل کیږي د قبولیت سمبول وګرځي، کله چې ډیری خلک پر یو دین جرګه کیږي او یووالی ښکاره کوي دې ته اجماع وایي.

همدا هم د دود او دستور او د اخلاقي نورمونو او عنعناتو په هکله ویل کیدلی شي. شک نه شته چې ددغه اجماع او اتفاق په خلاف ځینې ټولګي کولای شي موجود وي خو دغه لږکي او بې تاثیره ډله ده چې د سترې فیصلې او توافق مخنیوی نه شي کولای.

دا د ملتونه د تاریخ او د هغو د جوړښت  ابتدایي او لومړني در سونه دي. یو ملت یا قوم نه شي جوړیدلی او نه هم دوام او بقا موندلی  شي چې پر ګډو باورونو او ارزښتونو او دود او ثقافت سره اتفاق ونه کړي یا اجماع جوړه نه کړي.

یعنی اول شرط د ملت د شتون او بقا له پاره د باور، دین او ارزښت شتون دی.

که دا شرط برابر نه شي نو نه اجماع او نه هم ملت جوړیدلی شي.

دا خو روڼ حقیقت دی چې ملت هلته دولت جوړولی شي چې همدغه پياوړتیا ځان کې پيدا کړي.

اسان مثال: کردان غواړي له پيړیو یو خپلواکه دولت جوړ کړي خو فقط په دې دلیل چې دیني او باوري اتفاق او اجماع ته نه شي رسیدلی هر قدر وینې چې ددې هدف له پاره تویې کړز منزل ته یې نه رسوي.

هیوادونه کله چې پر بل هیواد یرغل کوي اول هجوم یې پر دین باور او ارزښتونو وي او بیا عسکري یرغل کوي.

بل اسان مثال د یهودو دی دا قوم هر څه درلودل، علم، مالي او مادي پياوړتیا او واحد دیني ارزښتونه خو دوه زره کاله ددې له پاره چې د یهودیت په جرم د صلیبیانو د تعقیب، تحریم او تعذیب او وژلو له امله یې واحده جغرافیه نه شوای درلودلی او له فلسطین نه اخراج شوي وو.

پر دې بریالي نه شول چې ځانته حاکمیت جوړ کړي مګر هغه وخت چې دنیا یهودیت هم د دنیا د یو دین په عنوان وپيژنده او هلته و چې د اسراییلو دولت جوړ شه. که دوی دا خپله دیني اتفاق نه وای ساتلی د ملت او قوم په نامه به ورک وو.

افغانستان کې ۹۹ سلنه خلک پر دې اتفاق لري چې باور او دین به دلته اسلام وي مذهب به حنفي وي حاکمیت به له یوه مرکز نه چې هغه کابل کې وي اداره کیږي، ګاونډیانو سره به د احترام او د نه لاس وهنې اصل له مخې چلند کیږي د بهرني یرغل په مقابل کې به په یوه غږ او یو مټ دریږي او بهرنیان به له وطن شړل کیږي. استقلال به په هر قیمت ساتل کیږي او ټول وسایل، انساني، مالي او مادي ذخایر به د اشغال په خلاف په کار اچول کیږي. د یرغلګرو ملګري او داخلي مزدوران به قتل او قلع کیږي او د دین د ساتلو له پاره به ایمان او باور استواره کوي ددین  د سستۍ مخه به نیسي ځکه د وطن د ساتلو له پاره محکم ایمان مرسته کولای شي.

تاریخ ګواهي ورکوي چی ظلم، بندیخانې لوږه، جګړې، قحطي، وبا، بلا او مرض، الهی غضب، زلزله او سیلاب دا ټول د انسانانو له پاره د ګاللو وړ دي تر هغو چې قومي اجماع موجوده وي، ځان او اولاد وږی پریږدي خو د دولت مالیه  یا د جګړې ټول بار په اوږو وړي. خو که ملي یو والی او چې معنا یې هماغه باور دی سست یا مات شي نو په یوه سوک چې پر سر یې وخوري محکم دولتونه نړیږي.

افغاستان کې د داود او د ثور او بیا د کیڼ اړخو روسکراسی (د روسانو دموکراسي) یا د مسعود، رباني، یاغي واکداري په همدغه سرنوشت اخته شول.

ملی اجماع په هغه وخت کې ماته شوه چې د ترقۍ په جعلي نوم د امان الله اصلاحات پيل شول.د اتاترک او غربي لیبرال سیکیولریزم تاثیر لاندې داسې بیرو بار دلته جوړ شو چې حکومتي خلک هم نه پوهیدل چې څرنګه یې اداره کړي.

بیا شامحمود او داود او بیا داود او ورپسې کمونستانو دا ځل د دهریت او لا دینۍ له دروازې پر ملي یووالي او د هغو پر بنسټونو یرغل شروع کړ.

کرار کرار د علم او تخنیک په بهانه د دیني روزنې او ښوونې دایره او ګزاره تنګه او تنګه کړه تر څو چې ټولنه خصوصاً لوست او تعلیم کړي ځوانان په دریو متخاصمو او مخالفو  ډلو وویشل شول.

اوله کیڼ لاسې احساساتي خلک، بیا لیبرال غرب روزلي خلک، بیا د اسلامي شعایرو وفاداره ځوانان.

کله چې د مدني حقوقو په بهانه هلکان دریواړه ډلې په مظاهرې ووتل اصلي موخه د دوی بهرني تهذیب راوستل وو، حتی اسلامپالو د اخوان المسلمین په مثال تغیرات غوښتل.

همدا د ملی اجماع او باورونو، ارزښتونو اولنی درز او شکست وو چې دغه شکست او ماته تر دا ننه نه رغېږي اونه هم پطره کیږي.

هغه فقر او محرومیت او د چارواکو بې کفایتي او بیتفاوتي او ځان واکي اصلي زمینه او دستاویز جوړیږي ددې له پاره چې بهرنی تهذیب، فکرونه، دین او ارزښتونه ځانته ځای پيداکړي.
دوی دا وکرل خو چارواکو  په خپلو کردارو دا بهرنی کښت او کرهنه خړوبه  کړه.

ورونو که ددنیا همه هیوادونه او طاقتونه راشي ددې له پاره چې یو با ثباته حاکمیت د افغانانو له پاره جوړ کړي دا به ممکنه نه شي تر هغو چې هغه لومړنی شکست چې علت العلل دی روغ نه کړو او بیرته خپلو هغو یاد شویو پورتنیو ارزښتونو ته ور ونه ګرځو او که بیرته پر دیني دودیز عنعنوي او نورو متفقه اتفاقاتو سره جرګه نه شو تر قیامته به نه جګړه دلته ختمه شي او نه ثبات او دولت جوړ شي.

اوس چې د بهرنیو د وتلو هیلې کرار کرار غوټۍ کوي او لرې نه ده چې د میرویس بابا وطن به د ازادۍ او ایمان انګازې او زمزمې بیا واوري نو د حکومت او نظام په هکله  بحث بيخي ډیر رواج پیدا کړی.

ځینې موقته اداره جوړوي، ځینې  دا د بد مرغو بد کردارو او بیواکه بل واکه اداره خوښوي بیا ځینې غواړي لوټه کښیږدي او له اوبو تېر شي یعنې څوکسه د امارت اسلامي چارواکي او ځینې د دې ادارې او د جمعیت او شورای نظار، کمونستانو او ملت پالې او نورې ډلې ټپلې سر په سر واچوي، کابینه جوړه کړي  او داسې یوه اداره وي چې یو سړی بل سړي ته احترام ولري او د مصلحت له پاره یو د بل غلا او جرم ته ونه ګوري او که یې ولید ځان ړوند واچوي او باز خواست پریږدي، د قیامت ورځې ته … نه حدودالله وي نه شریعت او نه امر بالمعروف او نهی عن المنکر. بس هر غټ سری راضي وي خو د الله او مخلوق رضا بې اهمیته وي.

بله ډله بیا د یوه نوي لیبرال اسلامي جمهوریت حلوا په سر کې پخوي، غواړي اسلامي نظام له جمهوریت سره جوړه کړي، ته به وایې چې کوترې دي. دا خو فقط یو ګام دی د بې ثباتۍ په لور.

دا کوښښ دلته پنځه ځلې کم له کمه شوی  همدومره وارې اساسي قانونونه جوړ شوي، کومه دی ثبات؟

حدیث شریف کې راغلي:
لا یلداغ المومن من حجر واحد مرتین.

ژباړه: مؤمن له یوږ سوړې دوه ځلې نه چیچل کیږي، که مؤمنان یاستو نو بس به یې، په سر سري او موقتي فیصلو او ادارو د افغانانو دا مزمن ځنډنی او خونچکانه زخمونه نه رغېږي، اساسي چاره په کار ده.

ای د سیاست او دولتي حقوقو ناکامو ډاکترانو او پروفیسورانو ایا اجماع دا ده چې څو کټه سري مزدوره ډارن او نا پوهه سران راجمع کړي او هر یوه خولې ته یو پتاسه او شریني ور واچوي او بیا دا فرصت هم له لاسه ورکړي.

دا د امارت اسلامي وړاندیز ولې ستاسو ماغزو ته نه در ننوځي چې اوله باید په هغو علتونو خبرې وشي چې دا ناورین یې مینځته راوستی تر څو بیا تکرار نه شي.

دا ده اوله اجماع دوهمه دا چې څه شی مونږ ټول افغانان سره بېلوي او کوم شی مونږ سره یو موټی کوي  اول د نفاق دوهمه د اتفاق سبب دی اولنی باید ترد شي دوهم باید په کلکه وساتل شي.

دا هم د اجماع دوهم پړاو بیا دا چې باور او دین زمونږ د ملت او دولت د بقا محرکه قوت دی دا باید وپالل شي او وساتل شي، ددی له پاره په یو اسلامي او شرعي نظام توافق واجب دی.

کوم دموکرات او پخواني کمونیست نن دا جرئت لري چې ووایي چې افغانستان کې دا دواړه نظامونه نه دي تجربه شوي او یا بد تجربه شوي او باید دا تجربه شي.

دومره بې شرمه به نه وي چې دا خبره وکړي. ځکه دا ټول تیر او هیر دي. اوس باید هماغه اسلامي نظام چې حنفي فقه یې د اجراء شکل وي د افغانستان د بقا او ثبات له پاره جوړ شی. نه یو قوم نه یوه ډله دا ویلی شي چې په اسلامي نظام کې د دوی حقوق سلبیږي یا تلف کیږي.

معنی دا چې پر داسې يوې ادارې د ټولو اتفاق دی، که ګټې وي ملي دي او که ضرر وي هم ملي دی نه شخصي، قومي، قبیلوي یا حزبي.

که بیا څوک دا دعوه لري چې څلویښت کاله مخکې خو ظلم ښه په زور چالان وو نو اوس به هم هماغه حال وي.

ټوله خبره همدا ده که هغه وخت عدل او شریعت اجراء شوی وای او ظلم د عدل پر ځای نه وی حاکم دا ناورین به نه وو پيل شوی.

له الله وډار شئ ای هغو چې ځان ته مسلمان او خصوصاً دیني عالمان وایئ د څو سردارانو او کټه سرو د ژغورلو او یا په قدرت کې د پاتې کیدلو له پاره پر اسلامي نظام، کتاب او سنت معامله مه کوئ.

دا تلاشونه نه دوی ژغورلی شي او نه ملت، دا مکررا هماغه کوښښ دی چې نتیجه یې نه ده ورکړې.

اخرینی یې په بن کې وه، سره له دې چې طالبان او حزب اسلامي بهر پاتې وو، هغه چې شریک وو له غونډې چې را وتلي د قسم په سر یې بل قسم خوړلی چې د بن له تړون نه به سر غړونه کوي.

عمل د حقیقت معیار دی، شل کاله دوی له یو بل سره او حتی له خپل بادار ناټو  سره عهد شکني کړې ده.

یو شننونکی چې ښاغلی پخوانی مجاهد دی او زه یی د حیا او احترام له وجې نوم نه اخلم بیا داسې یو وړاندیز کړی چې: د بانفوذ ښاغلو نه دې یوه شورا جوړه شي چې هم په کې امارت وي او هم جمهوریت او بیا دوی اسلامي نظام ته یوه وثیقه جوړه کړي. الله اکبر څوک چې دا تلاش وکړي چې  د جورج واشنګتن په جمهوریت کې د خلافت متشابهات او یو رنګیانې ومومي او هغه د جمهوریت پياوړتیا ومني او سر مشق وګرځوي نو هغه به اسلامي راتلونکی نظام ته څرنګه وثیقه او مقرره جوړه کړي.

کله چې د ۴۹ سلنه برخه لیک ۵۱ سلنه وټاکي دا د اسلامي عدل سره برابریدلی نه شي او په دیموکراسۍ کې ټولې فيصلې پرته له محدودو شمیرو پر همدغه اصولو کیږي باقي ته پخپله فهیم سړی یې.

ورونو امارت اسلامي د دین باور اجماع وطن هویت د ژغورلو جهاد وکړ اوس یې د میز پر سر ژغوري، خو دا نور وړاندیزونه صرف د سرانو او د دوی د قدرت او ښو ډیرو پيسو د ژغورلو تلاشونه دي.

الله دې رحم وکړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx