افغانستان

کندز: طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ بازار نيولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو بريدونه چې له تېرې ورځې پيل شوي لاهم دوام لري او نن سهار يې ددې ولسوالۍ بازار هم نيولی دی.

راپورونه وايي چې طالبان نن سهار د دشت ارچي ولسوالۍ بازار نيولی او اوسمهال ددې ولسوالۍ پر مرکز او امنيه قومندانۍ جګړه روانه ده.

د کندز والي ویاند، عصمت الله مرادي هم جګړه تاييد کړې ده او ويلي دي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د روانې نښتې له امله تر اوسه درې سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي، مرادي همداراز ويلي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د کابل حکومت باوجود د جنګ څه نا څه عمرانی او د آبادی کارونه هم کوی، خو دلته دی پاڼه کی چی ځان بیطرفه بولی هر ورځ هغه څه نشر کیږی چی ټول د طالبانو په طرفداری دی. بل دا چی ټول د جنګ خبرونه دی دومره ووژل شول، دومره عسکر تسلیم شول طالبانو ته او طالبانو دا توره وکړه او داسی یی وکړل…. ډیر نور مهم خبرونه د نړی او یا په ګاونډیو هیوادو څخه اورو خو دی پاڼی کی ورته ځآی نشته. مثلأ د پرون ورځی د میرامشاه غونډه د پښتون قوم د ژغورلو په سطح تر دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x