افغانستان

خوست: د کمپاين عسکرو يو ډاکټر وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): په خوست ولايت کې د ملکي او مسلکي خلکو د وژنو په دوام دا ځل بيا د ضربتي عسکرو يو ډاکټر وژلی دی.

راپورونه وايي چې تېره ورځ د خوست په ښار کې د صديق حسن په نامه د غاښونو يو ډاکټر د خپل کلينک بندولو پرمهال ضربتي عسکرو له ځان سره وړی او ددې ولايت صحرا باغ ته څېرمه خوړ کې يې په ډزو وژلی دی.

د خوست ښار اوسېدونکي وايي چې ډاکټر صديق حسين له ډېر وخت راهیسې په خوست ښار کې د غاښونو کلينک درلود او له کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه هم ځانګړو د کمپاين عسکرو د خوست عليشرو ولسوالۍ په چرګوټي سيمه کې د سيد کريم زیار په نامه دغه زده کوونکی له موټر څخه راښکته کړی او په ډزو يې وژلی دی.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د ځوانانو، زده کوونکو، علمي شخصيتونو او د ديني زده کړو د طالبانو وژنې زياتې شوي دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په خوست ولايت کې يو تن د مدرسې استاد د ځانګړو ځواکونو له لوري په خپل کور کې وژل شوی و.

همدا راز نږدې لس ورځې وړاندې هم ځانګړو ځواکونو په خوست ولايت کې يو انجينر او يو مستري هم وژلي وو.

د روانې مياشتې په (۱۷ مه) هم ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اسد ارمان په نامه يو تن محصل په خپل کور کې وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x