نړۍ

اوباما: د ټرمپ په واکمنۍ کې د امريکايي ولس ترمنځ واټن زيات شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ويلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره څلور کلنه دوره کې د امريکايي ولس ترمنځ واټن او درز زيات شوی دی.

بارک اوباما په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، د جوبايډن بريا به دې ته زمينه برابره کړي، چې دا واټن بېرته راکم کړي او په وينا يې د دې ستونزو د حل لپاره يوه دوره بسنه نه کوي، بلکې ډېر مهال ته به اړتيا ولري.

اوباما زياته کړې، چې د امريکا په څېر ويشل شوې ټولنې سره چلند يوازې د سياستوالو کار نه دی، بلکې د ټولنې ټول اغېزناکه لوري بايد په دې کې برخه واخلي.

پخواني ولسمشر پر ځوان نسل غږ کړی، چې د دې وضعيت د بدلون لپاره محتاطه هيله‌مندۍ ښکاره کړي او په دې بدلون کې فعال رول ولوبوي.

د امريکايي ولس ترمنځ د واټن زياتېدو لامل؟

بارک اوباما د امريکايي ولس ترمنځ د واټن زياتېدو په اړه ويلي، چې د ښاري او کليوالو خلکو ترمنځ ناانډولي، غوسه، بې عدالتي او د «دسيسې تيوري» د دې واټن او فاصلو لامل شوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې دا واټن مخکې هم و، خو له کوم وخته، چې ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شوی، دا درز او واټن په بې ساري توګه زيات شوی دی.

بارک اوباما د امريکا په تاريخ کې لومړنی تورپوستی ولسمشر و او که د جوبايډن بريا رسمي اعلان شي، نو کمالا هيريس به لومړنۍ تور پوستې مرستياله ولسمشره وي.

اوباما ويلي، په امريکا کې توکميزه ستونزه لا هم روانه ده او په وينايي د امريکايي ولس ترمنځ د واټن زياتېدو تر ټولو ستر لامل توکميز چلند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx