افغانستان

 اتمر: ښایي نړیوال نور له حکومت سره مرسته ونکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «محمد حنیف اتمر» خبرداری ورکړی، چې د نړیوالې ټولنې له لوري حکومت ته ورکول شوې مرستې په خلاصېدو دي او ښایي په دې برخه کې نوره مرسته ونشي.

اتمر چې نن یې په ولسي جرګه کې د باور د رایې اخیستلو په موخه د بهرنیو چارو وزارت لپاره خپله کاري تګلاره وړاندې کوله وویل، چې څلور کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان لپاره اعلان شوې مرستې  ښایي دوې میاشتې وروسته ختمې شي.

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال ښایي د جینوا په کنفرانس کې له حکومت سره د مرستې کولو په برخه کې ناتواني وښيي او نورې مرستې ونکړي «دا خطر شته چې ښايي نړیواله ټولنه نور له افغانستان سره د مرستو  په برخه کې ځان ناتوانه وښيي او همدا لامل دی چې هغوی حکومت او طالبانو ته لس شرطونه وړاندې کړي.»

اتمر ددې تر څنګ د کرونا له امله د افغانستان زیانمن اقتصادي وضعیت ته په اشارې، افغانستان لا هم د بهرنیانو مرستې ته اړ وباله، چې دده په خبره په اړه یې باید کار وشي.

اتمر که څه هم د نړیوالې ټولنې له لوري د مرستو په بدل کې د وړاندیز شویو شرطونو په اړه څه ونه ویل؛ خو د نوموړی خبرداری داسې مهال دی، چې تمه ده لس ورځې وروسته په جینوا کې د نږدې اویا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران له حکومت سره د مرستې په اړه خپله پالیسي اعلان کړي.

که څه هم تر دې دمه د مرستو برخلیک څرګند نه دی؛ خو د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ته په یوه راپور کې د حکومت له فساد پورته کړې وه، او له امریکا او د هغه له متحدینو یې غوښتي و، چې له حکومت سره یوازې په هغه صورت کې مرستې وکړي، چې له فساد سره د پام وړ مبارزه وشي.

د  یاد راپور په تعقیب وړمه ورځ «اشرف غني» له فساد سره د مبارزې پنځه کسیز کمېسیون جوړ کړ او ادعا يې وکړه چې حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی.

بل لور ته له حکومت سره د مرستو د کمېدو اندېښنه داسې وخت ده، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده، چې تر دې زرګونه امریکایي او ناټو عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او د جګړې دروند بار د حکومت عسکرو ته پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx