دیني، سیرت او تاریخټولنیزه برخه

اسلامي فکر نړۍ ته څه وړاندې کړل؟

مفتي نورالله عزام

اسلام او د پوهي نوی ليد لوری:
تر اسلام د مخه نړۍ د بيلا بېلو تمدنونو شاهده وه، چې په هغو کې رومي تمدن، فارسي تمدن، چينايي تمدن، هندي او مصري تمدن يې ډېر مشهور دي.. هر تمدن د ژوند په بېلابېلو برخو کې ځانګړي دوديز قوانين او په خپل وخت کې پرمختللې تګلاري لرلې، ځينو يې په فلسفه کې او ځينو يې بيا په سياسي او نظامي ډګرونو کې پياوړي کړنلاري لرلې، د پوهي په پرمختګ کې هم هر تمدن خپل ارزښتونه لرل خو د ټولو تمدنونو زياتره فلسفې يوازې پر نظري علومو ولاړي وې، نظرياتو يې تر ډېره حده خيالي او تصوري بڼه لرله په عملي او تطبيقي اړخ کې يې ډېر کم څه لرل ، د دې ټولو برعکس اسلام نړۍ ته داسې اساسي مفاهيم او بنسټيزي تګلاري وړاندې کړي چې ټولي لارښووني يې پر داسې حقيقي واقعيتونو ولاړي دي چې په هر ډول حالاتو او زمانو کې د تطبيق وړ دي او د انساني علومو په اړه يې د نړۍ ليد لوری بدل کړ، موږ غواړو په دې تړاو دلته دوه موضوعات تر بحث لاندې ونيسو:

لومړی: د دين او پوهي ترمنځ هيڅ شخړه نشته
دويم: علم د انسانانو د ټولو افرادو لپاره دی

د دين او پوهي ترمنځ هيڅ شخړه نشته:
رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته د جبرائيل -عليه السلام- د لومړي ځل وحی راوړلو پر وخت د زمکي پرمخ  لومړنی حقيقت راښکاره شو هغه دا و چې دا نوی دين (اسلام) داسې دين دی چې په بنسټيزه توګه پر پوهي ولاړ دی او ټول هغه باطل نظريات او خيالات ردوي چې پخوا په نړۍ کې دود و ، په لومړي ځل په رسول الله- صلی الله عليه وسلم- باندې د قرآن کريم پنځه اياتونه را نازل شول چې تقريبا ټول يې د علم له موضوع څخه بحث کوي، او هغه آيتونه دادي:
[اقْرَأْ بِا سْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ() خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ () الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ () عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ()] [سورة العلق: ۱-۵] ترجمه: ولوله! د خپل هغه رب په نامه چې پيدا يې كړ . د وينې له ټوټې يې انسان پيدا كړ. ولوله! او ستا رب ډېر مهربان دى ، هغه چې په قلم سره يې ښوونه وكړه . انسان يې په هغه څه پوه كړ چې نه پرې پوهېدلو.

مفسرينو او څېړونکو د دغو پنځو لومړنيو اياتونو نازلېدلو او په دغه ډول کيفيت سره په بېلا بېلو وجوهاتو څو عجيبه ټکي په ګوته کړي: لومړی دا چې الله تعالی په هغو زرګونو موضوعاتو کې چې په قرآن کې راغلي په لومړي نزول سره د علم موضوع غوره کړه او په همدې يې پيل وکړ سره له دې چې محمد- صلی الله عليه وسلم- امی و، نه يې لوستل کولی شول او نه ليکل، په دې سره دا خبره په ډاګه شوه چې علم د دين د زده کړي کلي ده، د دنيا دپوهي کلي ده، بلکې د اخرت د پوهي کلي هم ده چې بالاخره ټول انسانان هلته ورتلونکي دي.  بله عجيبه نکته پکې داده چې دا لومړني آياتونه له داسې قضيې بحث کوي چې په هغه وخت کې عربو هيڅ اهتمام نه ورته کولو بلکې د دوی پر ژوند له سره تر پايه خرافات او باطلي کړني حاکمي وې، دوی په هر ډګر کې بې علم وو، هو! دوی يوازې په بلاغت او شعر کې پوهه لرله، او دا  هغه ميدان و چې دوی پکې ښه مهارت در لود چې له همدې امله قرآن کريم دوی ته په دې ډګر کې چيلنج هم ورکړی و.  نو د اسلام ظهور په داسې ټولنه کې د يو علمي خوزښت او پاڅون په څېر دی چې په هغه ټولنه کې خلک د علم له روح سره هيڅ اشنا نه دي او نه هم ورته کوم ارزښت لري، دغه مهال چې په هغه ټولنه کې چا د علم په نوم هيڅ نه پېژندل اسلام په علم پيل وکړ ترڅو نړۍ د الله تعالی د هدايت په رڼا روښانه کړي. يوازې دا نه چې قرآن کريم په پيل کې له علم او د علم له ارزښت څخه بحث کوي بلکې دا د دې معجز کتاب يوه ثابته تګلاره ده چې بار بار يې روښانه کړې او په قرآن کريم کې به داسې سورت نه وي چې په هغه کې د علم بحث نه وي شوی که په مستقيم ډول وي او که غير مستقيم.

او تر دې لا عجيبه دا ده چې په قرآن کريم کې د علم کلمه له خپلو ټولو مشتقاتو سره (۸۵۰) ځله راغلې چې تقريبا په هر سورت کې په اوسط ډول اته ځله کېدلی شي دا خو يوازې د علم هغه کلمه ده چې د (ع.  ل.  م) له مادې څخه اخيستل شوې ده، تر دې زياتې داسې کلمې شته چې د علم په معنی دي خو د (ع. ل . م) له مادې څخه ندی، لکه: اليقين، الهدی، العقل، الفکر، النظر، الحکمة، الفقه، البرهان، الدليل، الحجة ، البينة او داسې نور… چې دغه ټولې کلمې د علم پر معنی ټينګار کوي او په نبوي سنتو کې خو دعلم کلمه شمېرل بېخي محال دي( ).

دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الدنيا ملعونة، ملعون مافيها إلا ذکر الله وما والاه أو عالما أو متعلما ( ).

په دې حديث کې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- دا خبره په ډاګه کوي چې په دنيا کې څه دي هغه ټول بې ارزښته دي هيڅ قيمت نه لري بلکې ملعون دي  پرته له علم او د الله  له ذکر څخه او عالم او يا د علم زده کوونکی.

د اسلامي خلافتونو پر مهال په مسلمانانو کې پوهي ژور اغېز درلود چې په نتيجه کې يې په نړۍ کې د علم او معرفت په مختلفو ډګرونو کې پراخه علمي خوزښتونه را وټوکېدل او مسلمانانو داسې علمي ابتکارات او اختراعات وکړل چې تر دې مخکې يې نړۍ مثال نشې موندلای،  د همدې علومو او ابتکاراتو له برکته د مسلمانو علماوو په لاس په نړۍ کې يو روښانه اسلامي تمدن رامنځ ته شو او انساني تاريخ ته يې داسې علمي پانګه ورکړه چې تر ننه يې ټوله نړۍ پوره وړې ده.

که موږ په اسلام او تحريف شوي مسيحيت کې د علم مقام سره پرتله کړو نو راته جوته به شي چې په منځنيو پېړيو کې کليسا او د هغې مذهبي پاپان په کلي ډول له علم، نوښت او ابتکاراتو سره په ټکر کې ول او هر نوی ايجاد به يې له خپل تحريف شوي دين سره تعارض باله، په دې اړه جرمنی ختيځ پوه زيګريس هونک( ) په منځنيو پېړيو کې په اروپا کې د علم په اړه د اسلام او مسيحيت نظريه سره پرتله کوي، نوموړی وايي: “محمد (صلی الله عليه وسلم) هر مؤمن ته – نر دی او که ښځه- لارښوونه کوي چې علم تر لاسه کړئ او دا يوه ديني وجيبه ګڼي چې له همدې امله د هغه په لارويانو کې د پوهي سره ليوالتيا ډېره زياته وه، هغوی غوښتل په مخلوقاتو کې تحقيق وکړي او عجائبات يې وګوري او په همدې وسېله دکائناتو د خالق قدرتونه وپېژني او دا هم جوته ده چې دوی د نورو تمدنونو علوم څنګه او په څه ډول وکتل او په علمي ډګر کې يې څومره پرمختګونه وکړل. نوموړی پوښتنه کوي چې د دې په تمامه معنی برعکس د مسيحيانو رسول يعني سينټ پال ولي د دنياوي علومو زده کړه حماقت وبلله(  ).

د مثال په توګه کوبرنيکس( ) په (۱۵۴۳ م) کال کې د فلکياتو په اړه نوي څېړني وکړي او دا انکشافات يې وکړل چې لمر د کائناتو مرکز دی او زمکه د لمر ګېر چاپېر چورلېږي- پخوا داسې نظريه وه چې زمکه د کائناتو مرکز دی- خو د نوموړي دغو انکشافاتو په اروپا کې مسيحي پاپان راوپارول، کليسا دا نظريه په کلکه رد کړه او د مسيحيت له عقائدو سره يې ټکر وبلله او د دوی په وينا دا ځکه چې که زمکه مرکزيت نه شي نو معنی يې دا ده چې دا زمکه به په ټولو کائناتو کې يوه وړه ټوټه وي، د دوی په نظر دا انکشافات نه دي بلکې د مسيحي عقيدي لپاره غټه ضربه ده، هغه زمکه چې د دوی په عقيده الله تعالی ورته د يو مجسم شخص په توګه راکښته شوی دی(العياذ بالله)، دا نشې کيدله چې هغه دې د کائناتو يوه وړه برخه وي.

د کوبرنيکس تر مړينې اتيا کاله وروسته برونو( ) د نوموړي نظريه تائد او د يوڅه زياتونې سره يې پرمختګ ورکړ  او د هغه نظريه يې يو حقيقت وباله چې له امله يې د کليسا د تفتيش محکمې د کوبرنيکس د کتابونو لوستل تحريم کړل او د برونو د اعدام پرېکړه يې وکړ د همدې نظريې د وړاندې کولو له امله نوموړی د روم په ښار کې په عام محضر کې په اور وسوځول شو( ).

نيوټن( ) نړۍ ته د جاذبه قوې د قانون په اړه نوي انکشافات وړاندې کړل چې په دې انکشافاتو سره نوموړی د کليسا له خوا سخت تعذيب کړل شو ځکه د کليسا په عقيده د دې معنی دا ده چې د قوت تاثير د الله تعالی له واک څخه مادي قوې ته نقل کيږي او دا له مسيحي دين سره ټکر لري( ).

دغه راز په اروپا کې کليسا د پوهانو پرضد نوي محکمې جوړي کړې چې د هر ډول علمي نوښت مخه به يې نېوله تر دې چې په اتلس کلونو کې – له ( ۱۴۸۱م) څخه تر( ۱۴۹۹م)- کال پورې يې پر لس زره دوه سوه او شل تنو پوهانو د ژوندي سوځولو پرېکړه وکړه، د شپږ زره اته سوه او شپېته پوهانو د اعدام پرېکړه يې وکړه او په عام محضر کې يې اعدام کړل، اووه نوي زره او دروېشت پوهانو ته يې د ډول ډول سختو شکنجو ورکولو پرېکړه وکړه ( ) دغه راز يې په اروپا کې د ګاليليو، ګيورډان ويرنو او نيوټن ټول کتابونه تحريم اعلان کړل او پخپله د کليسا مشر کارډينال په غرناطه کې  اته زره داسې مخطوطې وسوځلې چې سرچينه يې له اسلامي علومو څخه اخيستله او دا له دې امله چې د کليسا له نظرياتو سره ټکر لري( ).

اروپا يوه اوږده موده د کليسا له خوا په همداسې تورو تيارو کې وساتل شوه، چې همدې مودې ته د تيارو زمانې (Darg ages) او منځنۍ پېړۍ هم ورته وايي چې تقريبا زر کاله يې دوام وکړ، همدا لامل و چې د اروپا د ډيکارټ( ) او ويلټير( ) په څېر پوهانو او عامو خلکو دا درک کړه چې د علم د تر لاسه کولو او ابتکاراتو کولوپه وړاندې يوازنی ستر خنډ کليسا ده چې بايد ورانه شي او يا به دين يو مخ له سېنو څخه وځي او انسان مطلق الحاد ته مخه کړي؛ نو دوی له ټولو مقدسو کتابونو لکه تورات او انجيل سره کله دښمني اعلان کړه ځکه چې د دوی په وېنا دا له عقل او علمي حقائقو سره په ټکر کې دي او يوازې عقل کولی شي حقائق درک کړي او د خير او شر ترمنځ تميز وکړي، همدا لامل و چې په لومړي ځل فرانسې او بيا نورو اروپايي هېوادونو دين له سياست څخه جلا کړ. او بيا د شپاړسمي زېږديزي پېړۍ په منځ کې په اروپا کې د علمي خوزښتونو او کليسا ترمنځ ټکر راغی چې بالاخره د مذهبي مشرانو پرضد پاڅونونه وشول، کليسا يې له پوهي سره ټکر وبلله او په پايله کې يې په ټوله اروپا کې دين له سياست او ژوند څخه جلا کړ. خو اسلام د کليسا په څېر کړنې يوه ورځ هم نه دي تر سره کړي او نه يې هم د مسلمانانو د علم تر لاسه کولو په وړاندې ممانعت يا خنډ جوړ کړی دی که هغه په نظري اړخ کې وي او که تطبيقي اړخ وي، بلکې مسلمانان يې علم تر لاسه کولو ته هڅولي، او  امر يې کړی چې په کائناتو کې تفکر، سوچ او تدبر وکړي، په باربار يې انساني عقل مخاطب کړی او دغه راز د خواهشاتو له تابعداري او خرافاتو پرته د الله لارښووني ومني( ).

همدا د مسيحيت د کليسا او اسلام ترمنځ واضح توپير دی، اروپا له اسلامي تمدن څخه لس پېړۍ وړاندې په تورو تيارو کې تېر کړل خو کله چې اسلامي تمدن اروپا ته مخه کړه نو هلته نوي علمي خوزښتونه را وټوکېدل د ابتکاراتو او نوښتونو فکر عام شو په نتيجه کې اروپا له اسلامي فکر څخه په استفاده په تدريج سره پرمختګ وکړه او نوی ساينس رامنځ ته شو.

د پوهي عموميت:
تر اسلام دمخه به پوهانو له عامو خلکو څخه بېل ژوند کاوه، د دوی ترمنځ ستر واټن و، په فارس، روم او يونان کې به پوهان له خلکو جلا اوسېدل، دوی به په خپلو کې مناظرې او مناقشې کولې او علم به د دوی ترمنځ په توارث سره پاتي کېده، بل پلو ته به عام خلک په جهل کې پراته و او د پوهي له هر ډول تصور څخه به لري ساتل کيدل؛ خو اسلام بيا نړۍ ته بيخې بل ډول تصور وړاندې کړ! رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په يوه جمله کې نړۍ ته بيخي بل ډول نظريه وړاندې کړه، هغه دا چې: طلب العلم فريضة علی کل مسلم و مسلمة، علم تر لاسه کول يې پرته له کوم توپيره پر هر نر او ښځه باندې فرض کړ،  د دې لپاره چې د علم زده کړه  ديني وجيبه او پر ټولو يوه عمومي فريضه وګرځي، ترڅو ټول انسانان نر وي او که ښځه له کومي استثنی پرته علم تر لاسه کړي. د همدې علمي تګلاري د عملي تطبيق اقدام رسول الله -صلی الله عليه وسلم- هغه مهال وکړ چې د بدر  په جګړه کې يې د مشرکانو اويا تنه بنديان کړل او دا پرېکړه يې وکړه چې هر بندي به د مدينې منورې لس تنو ته ليک لوست ور زده کوي او بيا به د دې په بدل کې خلاصيږي، هغه مهال دا لومړنۍ تمدني نظريه وه چې په نړۍ کې چا فکر هم نشو کولی آن تر څو پېړۍ وروسته هم چا دا فکر نه کاوه او په همدې سره اسلام د خپلو لارويانو لپاره په ژوند کې د علم قضيه يوه اساسي او عمومي قضيه وګرځوله او لارښوونه يې وکړه چې د علماوو درجه تر ټولو لوړه ده، رسول الله -صلی الله عليه وسلم- فرمايي:
من سلک طريقا يطلب فيه علما سلک الله به طريقا من طرق الجنة، وان الملائکة لتضع اجنحتها رضا لطالب العلم… ( ).

ژباړه: چا چې د علم تر لاسه کولو لپاره يوه لار غوره کړه الله تعالی به د جنت لاره ورته وښيي او بې شکه ملائکان به هرومرو د طالب العلم د خوښي لپاره خپلې وزري دوی ته غوړوي.
دغه علمي عمومي خوزښت د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- تر وفات وروسته هم په پوره پرمختګ سره روان و چې وروسته يې په زړه پوري اثرات پر ټوله نړۍ را ښکاره شول  او دا هرڅه اروپا يانو ته يو خوب و.

دلته د اسلامي علومو د پرمختګ او هغه څه چې اسلامي تمدن يې بنسټ ايښی يوازې درې نمونې درته وړاندې کوو:

لومړی: عمومي کتابتونونه:
د اسلام له لومړيتوبونو او هڅونو څخه دا هم ده چې مسلمانانو د عامو خلکو لپاره ستر او پراخه کتابتونونه جوړ کړل، چې هر چا کولی شول په دې کتابتونو کې وړيا مطالعې وکړي او د بېلابېلو علومو له پوهي څخه برخمن شي، بلکې مسلمانو چارواکو به د مختلفو وطنونو خلک کتابتونو ته را مېلمانه کول او پر دې به يې ځانګړې سرمايه مصرفوله، او علماوو به په سترو کتابتونو نو جوړولو کې له يو بل سره سالم رقابتونه کول او د اسلامي نړۍ په هر ښار کې به ستر کتابتونونه موندل کېدل، دغه ډول کتابتونونه په اسلامي هېوادونو کې پرېمانه موندل کېدل چې د لاندې ښارونو کتابتونونه ډېر مشهور و:  بغداد، قرطبه، اشبيليه، قاهره، القدس، دمشق، طرابلس، مدينه منوره، صنعاء، فاس، او قيروان.

دويم: د علم ستر مجلسونه:
له اسلام څخه مخکې عامو خلکو په علمي مجلسونو کې ګډون نشو کولی خو د اسلام تر راتلو وروسته د علمي مجلسونو دروازې د هر چا پرمخ پرانستل شوې، او د اسلامي نړۍ په هره برخه کې علمې حلقې پيل شوې، کله کله خو به په ځينو مجلسونو کې بې شمېره انسانانو ګډون کوو مثلا د ابن الجوزي رحمه الله په علمي مجلس کې به په يو وخت کې تر يو لک زياتو انسانانو ګډون کاوه، چې ټول به عام مسلمانان و، دغه راز د امام ابوحنيفه، امام حسن بصري، امام احمد، امام شافعي او امام مالک رحمهم الله په مجلسونو کې به هم ګڼ شمېر عام او خاص مسلمانانو ګډون کاوه، په اسلامي ښارونو کې به په يو وخت کې په يوه جومات کې د علم مختلفي حلقې وې، په يوه برخه کې به د تفسير درس، بله برخه کې د فقهې، په بله برخه کې د حديثو، بله به د عقېدې ، بله د طب حلقې او داسې نوري وې…

دريم: پر علم لګښت ثواب او الله ته نږدېکت دی:
دغه شعار د مسلمانانو اولادونه دېته وهڅول چې مدرسې جوړې کړې، بلکې د طالبانو د روزنې لپاره به يې بې شمېره پسې مصرفولې، مدرسې، جوماتونه او کتابتونونه به يې جوړول، په علم باندې دغه لګښت يوازې د علماوو لپاره نه بلکې د تجارانو له پاره هم د خير ذريعه وګرځېدله چې له همدې لاري په اسلامي نړۍ کې ستر ستر علماء را پېدا شول(  ).

د مسلمانانو تجربوي تګلاره:
په نړۍ کې علمي تجربوي منهج د علومو په پرمختګ کې د مسلمانانو يو ستر ابتکار ګڼل کيږي، دغه تګلاره په کامله معنی له يوناني، هندي او نورو پخوانيو علومو جلا ده، دغه تمدنونو په زياتره علومو کې يوازې پر فرضي نظرياتو بسنه کوله، پرته له دې چې په عملي ډګر کې يې ثابته کړې، د دوی زياتره نظريات فرضي او خيالي و که څه هم کله کله به سهي هم و، په نتيجه کې به سهي او باطلې نظريې سره ګډي شوې تر دې چې مسلمانان راغلل او تجربوي ابتکارونه يې وکړل، د تجربوي علمي منهج لپاره يې قواعد وضع کړل چې نوي ساينسي علوم تر اوسه د دوی پر قدم روان دي.  مسلمانانو خپل تجربوي منهج په پخوانيو نظرياتو هم تطبيق کړ – د هر چا نظريات چې و – په نتيجه کې يې د پخوانيو فيلسوفانو ډېري هغه نېمګړتياوي هم کشف کړې چې پوهانو به له څو پېړيو راهسې بدرګه کولې او  مسلمانو علماوو به يوازې دا نه چې پر نظرياتو نقد کاوه، بلکې دوی به نوي خبري فرض کړې بيا به يې نظريه و ازمويله تردې چې بالاخره به هغه يو حقيقت وګرځېده، په همدې توګه دوی په بېلابېلو علومو کې ګڼ شمېر کاميابي تجربي ترسره کړې( ).

د اسلامي نړۍ له علماوو څخه چې په عملي تجربوي تګلاره کې يې ډېر لاس درلود جابر بن حيان( )، الخوارزمي، امام رازي ( )، الحسن بن الهيثم ( ) او ابن النفيس ( )  ډېر مشهور دي .
جابر بن حيان د کيميا شيخ و، نوموړی وايي: د کيميا په ايجاد او تجربو کې اصل شی عمل دی، څوک چې عمل او تجربه ونه کړي په هيڅ شي کې نشې کاميابيدلی. نوموړی په خپل کتاب الخواص الکبير کې وايي: موږ په دې کتابونو کې داسې څه نه دي راوړي چې يوازې اورېدلي او يا چا راته ويلي او لوستلي دي بلکې هغه څه مو راوړي چې موږ پخپله امتحان کړي او تجربه کړي دي، کوم چې سهي ختلي هغه مو راوړي او چې غلط ثابت شوي هغه مو رد کړي دي او څه چې موږ کشف کړي هغه مو د خلکو له احوالو سره هم مقايسه کړي( ).

په همدې اساس جابر بن حيان هغه څوک دی چې په لومړي ځل يې عملي تجربه د علمي بحث په تګلاره کې شامله کړه، چې د بحث اساسي قواعد شمېرل کيږي، نوموړي به کله ناکله تجربې ته تدريب هم ويل، هغه به ويل: څوک چې مدرب وي هغه به رښتينی عالم وي او څوک چې مدرب نه وي هغه عالم نشې کيدلی.

قدري طوقان په خپل کتاب (مقام العقل عند العرب) کې وايي: جابر بن حيان له نورو پوهانو له دې امله مخکې دی چې دی هغه لومړنی شخصيت دی چې په علمي اساس يې تجربې کولې، او پر همدې اساس اوسنۍ نړۍ علمي سير کوي، په معلوماتو او تجربو کې ورڅخه ګټه اخلي او په عملي ډګر کې يې تطبيقوي. نوموړي به تجربې ډېري مهمې ګڼلې او په پوره دقت سره به يې خلک ورته رابلل او دغه راز به يې خلکو ته د ښه سوچ او عدم عجلت لارښوونه کوله او ويل به يې چې په کيميا کې لازمه داده چې تجربه او عمل وشي او له دې پرته په بل شي علم نه تر لاسه کيږي( ). دغه راز امام رازي رحمه الله هم په نړۍ کې هغه لومړنی عالم دی چې په طب کې يې عملي تجربوي تګلاره وکاروله، آن کله کله به يې پر حيواناتو په ځانګړې توګه پر بيزو هم تجربې کولې، ترڅو د انسان درملنې لپاره ګټوره تګلاره پيدا کړي، او هغه مهال په نړۍ کې چا دغه تجربې نه پېژندلې( ).

د همدې تجربوي تګلاري پر اساس ابن الهيثم په خپلو کتابونو کې د اقليدوس( ) او بطليموس( ) پر نظرياتو پرېمانه نېوکي کړي او د هغوی زياتره نظريات يې له عملي تجربوي تګلاري سره په ټکر ثابتې کړې، سره له دې چې هغوی هم د نړۍ ستر پوهان شمېرل کيږي، ابن الهيثم په نړۍ کې لومړنی هغه څوک شمېرل کيږي چې د عصري علومو لپاره يې تجربوي عملي کړنلاره وړاندې کړه داسې کړنلاره چې اوسنۍ نړۍ ورڅخه ګټه پورته کوي، په همدې توګه مسلمانانو نړۍ ته علمي تجربوي تګلاره وړاندې کړه او بشريت ته يې دا وښودله چې انسان څه ډول په وړتيا او دقت سره علمي تحقيقاتو ته رسېدلی شي، پرته له دې چې په اوهامو، ګومانونو او خواهشاتوپسې ولاړ شي( )

د مسلمانانو عملي کړنلاره:
د علومو عملي کړنلاره هغه نوې تګلاره ده چې د مسلمانانو په تمدن کې رامنځ ته شوې ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې اسلامي تمدن له يوناني تمدن سره مقارنه کړل شو. تر اسلام د مخه به پوهانو بېلابېل نظريات وړاندې کول چې کله کله به يې ښه نظريات هم وړاندې کړل خو دا نظريات به يوازې په کتابونو او پاڼو کې خوندي وو په عملي ډګر کې نه و تطبيق شوي او دا هغه څه دي چې موږ ورته عملي اړخ وايو چې د انسانانو د ګټي په خاطر عملي کيږي، خوکله چې په نړۍ کې مسلمانان حاکم شول دوی وکولی شول چې هرې نظريې ته داسې عملي جامه ور واغوندي چې انسانانو ته ترې عملي ګټه ورسيږي.  په دې ډګر کې د اسلامي نړۍ سلګونه علماوو کار وکړ چې د موسی بن شاکر ( ) اولادونه يې په مثال کې راوړو، هغوی په عملي توګه داسې وسائل او الات جوړل کړل چې د غرونو سرو ته به يې اوبه هم پورته کولې، دغه راز يې دقيق ساعتونه هم جوړ کړل… دوی د پخوانيو نظرياتو ترڅنګ د نووو نظرياتو څخه هم ګټه واخيستله چې په پايله کې اسلامي ټولنې بلکې ټولو انسانانو ته کټور ثابت شول، پرځای د دې چې انسان يوازې فکر وکړي دوی عملي کار ته هم وهڅول( ).

دغه راز ابوالقاسم الزهراوي ( ) په طب کې د جراحي ګڼ شمېر الات جوړ کړل، مثلا هغه ويل چې کله  درمل له ويني سره ګډ شي نو د انسان په بدن کې په تېزۍ سره جريان کوي او د ناروغي په وړاندې ژر اثر کوي، نوموړي د همدې لپاره په لومړي ځل پيچکاري اختراع کړه او په عمل کې يې درمل ويني ته ورسول… او داسې نور( )
ابن البيطار( ) اتيا ډوله نوي درمل جوړ او په طب کې يې شامل کړل. دغه راز جابر بن حيان په لومړي ځل ځيني کيميايي معادلې سره يو ځای کړې او داسې چپن يې هم جوړه کړه چې د باران اوبو به پرې اثر نه کاوه، او داسې پاڼې يې اختراع کړې چې اور نه شوې سوځولی او معلومات به پکې لېږدول کېدل( ).

پر دې بر سېره د اسلامي تمدن زرګونو علماوو داسې نظريات وړاندې کړل چې په واقعي ژوند کې په عملي بڼه ګټه ورڅخه واخيستل شوه ، تر دې دمخه د يونان فيلسوفانو نړۍ ته ګڼ شمېر نظريات وړاندې کړل خو په واقعي ژوند کې ډېره کمه ګټه ورڅخه واخيستل شوه.

په نوو علمي ابتکاراتو کې د مسلمانانو ونډه:

د طب علم:
طب يو له هغو علومو څخه دی چې مسلمانانو يې په ايجاد او پرمختګ کې پخپل ځلانده تمدن کې پراخه ونډه لرلې ده، مسلمانانو په طب کې داسې ابتکارات او نوښتونه وکړل چې په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کيږي آن داسې انګېرل کيږي لکه تر اسلامي تمدن مخکې چې بيخي طب نه و. د مسلمانانو طب داسې نه و چې يوازې درملنه به يې کوله بلکې داسې تجربوي تګلاره يې نړۍ ته وړاندې کړه چې د طب لپاره په وقايه او درملنه کې هر اړخيزه کامله او شامله وه. په لومړي ځل مسلمانانو په طب کې نړۍ ته متخصصين وړاندې کړل په دوی کې ځيني د سترګو متخصصين و چې (الکحالين) به يې ورته ويل، ځيني جراحي او ځيني هغه چې حجامت به يې کاوه، ځيني به په نسايي بخش کې متخصصين و او داسې نور.. د اسلامي تمدن پرمهال داسې ستر طبيبان پيدا شول چې تر دې مخکې يې نړۍ مثال نشې وړاندې کولی تر ټولو مشهور يې ابوبکر الرازي دی چې د طب په تاريخ کې تر ټولو ستر طبيب پېژندل کيږي، هغه په طب کې داسې ابتکارات او نوښتونه وکړل چې کتاب يې له ليکلو څخه عاجز دی( ).

مسلمانانو په خپل وخت کې د طب په هره څانګه کې پرمختګونه وکړل او د طب مختلفې څانګې يې جوړې کړې، نوي تجربې يې وکړې او د مخکينيو طبيبانو نېمګړتياوې يې سمې کړې، د طب په علومو کې د سترګو متخصصين خو يوازې مسلمان طبيبان وو چې تر دې مخکې نه يونانيانو دا کار کړی و او نه هم د هغوی همعصرو لاتينيانو او نه هم تردې وروسته دا کار چا کړی و تر دې چې ډيری ليکوالانو به د طب علم طب عربي باله او ټول مؤرخين په دې نظر دي چې علي بن عيسی الکحال( ) په منځنيو پېړيو کې د سترګو تر ټولو ستر او تکړه متخصص و، په دې برخه کې نوموړي ډېر تصنيفات کړي چې (التذکرة) يې تر ټولو مشهور کتاب دی( ).

دغه راز ابوالقاسم الزهراوي –چې مخکې يې موږ يادونه وکړه- په نړۍ کې لومړنی جراح ډاکټر شمېرل کيږي، هغه په لومړي ځل د جراحي قينچې او د عملياتو کولو ستني او وسائل جوړ کړل، دغه راز يې د جراحي عملياتو لپاره نوي قوانين جوړ کړل چې مهم يې د کولمو ګنډل و، د زخم ګنډل هم په لومړي ځل زهراوي اختراع کړل، پيچکاري او جراجي وسائل په لومړي ځل ده ايجاد کړل تر دې چې د جراحي لپاره تر  دوه سوه زيات الات يې اختراع کړل چې دغه الات د وروستنيو طبيبانو لپاره په جراحي عملياتو کې د ګټي اخيستني وسائل وګرځېدل او تر شپاړسمي ميلادي پيړي پوري نوموړی لومړنی او متخصص جراح شمېرل کيده، د نوموړي دا کتاب  (التصريح لمن عجز عن التاليف) په اروپا کې د طب تر ټولو غوره کتاب شمېرل کيده( ). په لوېديځه نړۍ کې ټول هغه جراحي ډاکټران چې له څوارلسمي ميلادي پېړۍ څخه وروسته راښکاره شول د زهراوي له طبي فورمونو او تجربو څخه يې ګټه واخيستله( ).

د اسلامي تمدن په وروستيو کې د طب په ميدان کې ډېر اسلامي شخصيتونه راڅرګند شول او نړۍ ته يې داسې طبي اختراعات وړاندې کړل چې مخکې يې چا تصور هم نشو کولی، يو له هغو څخه ابوعلي ابن سينا (مړ په ۴۲۸هـ) کې دی، نوموړي وکولی شول چې بشريت ته د طب په ميدان کې نوي طبي فارمولي وړاندې کړي او نوي انکشافات يې وکړل، ده په لومړي ځل داسې امراض کشف کړل چې تر هغه وخته يې په نړۍ کې وجود نه درلود، همده په لومړي ځل د (انکلوسټوما) ناروغي کشف کړه او په ګرځېدونکي چينجي سره يې ونوموله، نوموړي دا موندنه تر ايټالوي ډاکټر (دوبيني) ( ۹۰۰) کاله وړاندې  کړی ده، په لومړي ځل ابن سينا د سږې ناروغي وموندله، په لومړي ځل يې د دماغو د خارجي فلج او داخلي فلج سبب وموند، دماغي سکته يې د ويني د زيادت نتيجه وبلله چې په دې سره يې د دې ناروغي په اړه د يوناني طب نظريه غلطه ثابته کړه، په لومړي ځل يې د معدې ګڼ شمېر امراض وموندل او دا يې ثابته کړه چې د معدې زياتره ناروغۍ په فضا او اوبو کې د دقيقو او ډېرو کوچنيو حشراتو له لاري انتقال کيږي، نوموړي وموندله چې په اوبو کې ځيني داسې کوچني حيوانات ژوند کوي چې په سترګو نه ليدل کيږي او همدا حيوانات د ځينو امراضو سبب ګرځي( ) دا هغه څه دې چې د اتلسمي ميلادي پېړۍ طب پوهانو لکه (وان ليوتهوک) او نورو وروستنيو د مايکروسکوپ په مټ معلوم کړ.

ابن سينا( ) د نوي طب مؤسس شمېرل کيږي، نوموړي د نورو ناروغيو ترڅنګ د سرطان ناروغي ځيني ډولونه هم وموندل، لکه د سږې سرطان، د سينې سرطان او داسې نور…( ). ابن سينا تکړه جراح هم و او په خپل وخت کې يې يو لړ دقيق جراحي عمليات وکړل لکه، د ستوني عمليات او د سږي سرطان عمليات ، دغه راز يې د بواسير علاج هم ډېر په دقت سره وکړ، يو شمېر نسائي امراض يې هم وموندل، په نسايي امراضو کې يې ځيني داسې ناروغۍ هم وموندلې چې علت يې سړی کيدلی شي او دا هغه څه دي چې وروستني پرمختللي طب عملا ثابت کړل( ).

دغه راز په فيزيک کې ابوريحان البيروني، ابوالفتح عبدالرحمن الخازني، هبة الله بن ملکا البغدادي( )، امام فخرالدين رازي او ابن الهيثم د دې فن لوی استاذان ګڼل کيږي، او په هندسه او رياضياتو کې البيروني، ابن الهيثم، نصير الدين الطوسي( )، تقي الدين الشامي ( )، ثابت بن قرة( ) او د موسی بن شاکر زامن د دې فن مؤسسين شمېرل کيږي، دغه علماوو پر دې سر بېره په نورو علومو کې هم ګڼ شمېر پرمختګونه وکړل او د پخواني يونان زياتره علومو کې يې نوي ابتکارات او نوښتونه نړۍ ته وړاندې کړل. له دې امله چې بحث اوږد نه شي موږ يوازې د يوڅو علماوو نومونه د نمونې په توګه درته وړاندې کړل.

د نوو علومو ايجاد:
مسلمانانو په نړۍ کې پخواني علومو ته د پرمختګ سره سره نوي داسې علوم هم کشف کړل چې پخوا يې يوازې پاشلي فارمولې لرلې د اسلامي تمدن تر را څرګندېدو وروسته مسلمانانو پکې نوي ابتکارات وکړل  او نړۍ ته يې د مستقلو علومو په توګه ور وپېژندل، له هغو علومو څخه ځيني يې په لاندې ډول دي:

کيمياء:
که څه هم تر اسلامي تمدن مخکې د کيمياء په اړه خواره واره غير منظم معلوما ت و خو دا چې کيمياء د يو مستقل علم او فن په توګه نړۍ ته وپېژندل شو دا کار مسلمان عالم جابر بن حيان وکړ، هغه په لومړي ځل په تجربوي تګلاري سره دا فن په عملي ډګر کې ثابت کړ او په دې اړه يې ګڼ شمېر کتابونه وليکل چې تقريبا تر زر کلونو پورې د نوموړي کتاب په اروپا کې کتابونه د دې فن مرجع ګڼل کېده( ).

فارميسي:
مسلمانانو په کيميا کې د ښه مهارت له امله د کيميايي معدلو له لارې داسې علوم اختراع کړل چې له دې فن سره تړاو لري، د درملو بېلابېل مرکبات يې سره يوځای کړل او نوي درمل يې جوړ کړل او په نتيجه کې يې د فارميسي مستقل فن رامنځ ته کړ، او دا ځکه چې د درملو جوړول د کيمياوي معدلو او قوانينو سره تړاو لري چې له همدې لاري مسلمانانو کيميايي مرکبات سره يوځای کړل او فارميسي فن يې اختراع کړ. جوسټاپ لوبون وايي: زه پرته له کوم شک او شبهي څخه د فارميسي علم مسلمانانو ته منسوبوم او نوموړی وايي چې دا اسلامي او عربي اصيله اختراع ده( ).

د فارميسي او طب په اړه امام رازي ګن کتابونه ليکلي چې مشهور يې (منافع الاغذية)،( صيدلة الطب)، او (الحاوي في التداوي) دی، دغه راز علي بن العباس  د طب په ا ړه (الملکي) کتاب ليکلی چې د دې کتاب يوه برخه يوازې له فارميسي څخه بحث کوي، ابوالقاسم الزهراوي (کتاب التصريح لمن عجز عن التاليف) ليکلی او داود الانطاکي (تذکرة اولی الالباب والجامع للعجب العجاب) ليکلی، احمد بن محمد الغافقي (جامع الادوية المفردة) ليکلی او دغه راز الکندي دوه ويشت کتابونه په طب او فارميسي کې ليکلي او (فردوس الحکمة) په فارميسي کې د علامه طبري مهم او تر ټولو پخوانی کتاب ګڼل کيږي. څرګنده ده چې مسلمانو علماوو د فارميسي په قوانينو، پرمختګ او پراخوالي کې مهم رول درلود او دوی په دې اړه ځانګړي تصنيفات وکړل چې بالاخره يو مستقل علم ترې جوړ شو.

جيالوژي:
په قران کريم کې ګڼ شمېر داسې اياتونه شته چې جيالوژي علم ته پکې اشاره شوې ده، ځيني له هغو څخه دا دي: الله تعالی فرمايي:
[وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ] [سورة فاطر:۲۷] ترجمه: او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې.
او په بل ځای کې فرمايي:
[وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ] [سورة الحديد:۲۵] ترجمه: او موږ اوسپنه راكوزه كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو دپاره (ډېرې) ګتې دي.
او فرمايي: [وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ] [الاعراف: ۱۰] ترجمه: او يقيناً تاسوته مو له واك سره په ځمكه كې ځاى دركړى او تاسوته مو په كې د ژوند سامان برابر كړى خو تاسو ډېر لږ شکر باسئ.

مسلمانانو د زمکپوهني په اړه ډېر تحقيقات وکړل، غرونه، ډبري او معادن يې تر څېړني لاندې ونيول او دوی وکولای شول چې د زمکي په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي، د غرونو او درو، د سيلابونو، نهرونو او اويالو په اړه يې پوره څېړني وکړي او دا چې زلزله، تندر، مد او جزر څنګه رامنځ ته کيږي… پردې موضوعاتو يې ګن شمېر کتابونه وليکل، چې ځيني يې ډېر مشهور دي، لکه:  د علامه جوهري (الصحاح) او د فيروز آبادي ( )  (القاموس المحيط) او  د ابن سيده ( ) (المخصص).مسلمانو علماوو زياتره اسلامي هېوادونو ته سفرونه وکړل او خپلې سفرنامې يې وليکي او د ډېرو ښارونو په اړه يې کتابونه وليکل او بيا د همدې علم د ښه تحقيق او پېژندني په موخه : الکندي( )، امام رازي، الفارابي( )، المسعودي، اخوان الصفا، المقدسي( )، البيروني، ابن سينا، الادريسي( )، ياقوت الحموي، القزويني ( )او نورو  ښه تحقيقات وکړل.

الجبر:
الجبر مسلمان عالم او مشهور رياضي پوه الخوارزمي( ) (مړ په:۲۳۲هـ/۸۴۶)تاسيس کړی، نوموړي دا کار د دې لپاره وکړ چې د ميراث ځيني سخت مسائل پرې حل کړي او د دې لپاره يې ځانګړي قواعد او اصول وټاکل چې په دې سره الجبر له هندسې او نورو رياضيانو څخه بيل يو ځانګړی علم وګرځول شو.

په لومړي ځل الخوارزمي د د ې علم لپاره د (جبر) کلمه غوره کړې ده چې دا علم اوس په همدې نوم مشهور دی، او اروپايانو هم له مسلمانانو دا علم زده کړ او تر اوسه په ټولو اروپايي ژبو کې همدا علم په عربي نوم مشهور دی چې په انګريزي کې ورته( algebra) په فرانسوي کې ورته(Algebre)وايي او د دې ټولو ژبو اصطلاح بالاخره الخوارزمي ته ورګرځي او دغه راز د عربي عددونو مؤسس هم دی ګڼل کيږي ، ويلای شو چې  علامه خوارزمي د الجبر پلار دی( ).

د الخوارزمي کتاب (الجبر والمقابلة) په الجبر کې لومړنۍ او مهمه سرچينه شمېرل کيږي نوموړي په دغه کتاب کې د الجبر په اړه زياتره معادلې جوړي کړي او حل کړي دي، دا کتاب په اروپا کې ګڼو ژبو ته ژباړل شوی دی او د همدې ژباړو له لارې هندي او عربي حساب اروپا ته انتقال شو. دا کتاب په اروپايي پوهنتونو کې تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ پورې د الجبر اساسي سرچينه شمېرل کېدله او تر دې وروسته چې په دې تړاو څومره کتابونه ليکل شوي ټول له دې کتاب څخه سرچينه اخلي.

له الخوارزمي وروسته دې علم ته ابوکامل شجاع المصري( ) ابوبکر الکرخي( ) او عمر خيام( ) او نورو علماوو نور پرمختګ هم ورکړ او په دې ډګر کې يې ښه کار وکړ.

په هندي او عربي عددونو کې  خوارزمي صفر داخل کړ،( )  او دا کار په رياضياتو کې د مسلمانانو له مهمو او سترو انکشافاتو څخه شمېرل کيږي او په دې کې شک نشته چې د صفر په موندنې سره په حسابي عمليو کې ډېره اساني راغله او د رياضي علومو ښه پرمختګ وکړ ځکه که صفر نه وای علماوو نه شو کولی په بېلابېلو درجو کې رياضي معادلې په اسانه حل کړي( ).

مسلمانانو د (۷۰۰ م)  او (۱۲۰۰ م)  ترمنځ په نړۍ کې په طب کې لومړی مقام درلود، او په جغرافيه کې د اروپا استاذ الادريسي و او د ابوالعباس الفرغاني کتاب چې په (۸۶۰ م) کال کې په فلکياتو کې ليکل شوی و اووه سوه کاله په اروپا کې د فلکياتو علمي مرجع شمېرل کېده ( ).

همدا راز د علم الحيوانات په اړه چې د حيواناتو د خصائصو او ځانګړتياو اړوند مسلمانو پوهانو او علماوو کومې ليکنې او انکشافات کړي دي تر اوسه د معاصرې نړۍ د حيوانپوهني لمړني او اساسي مصادر بلل کيږي لکه د جاحظ کتاب الحيوان چې په (۷) ټوکه کې دی يا د الدميري کتاب الحيوان او داسې نور..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx