نړۍ

پیښور: په مسجد کي دننه چاودني تر ۵۰ زیات لمونځ کونکي مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپیان کړل

jamrod_socide_in_musjid(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۹) دخیبرپښتونخوا سرښار پیښورته څیرمه جمرود کي ورسک سړک باندي غونډي جامع مسجد کي دجمعي دلمانځه داداکولو پروخت چاودنه رامنځ ته شوه چي له کبله ۵۵ خلګ وژل شوی اوله سلو څخه زیات ژوبل شوی دي.

عیني شاهدان وایی برید یو کم عمره سرښندونکي چي عمر یی تقریبا له ۱۵ څخه بیا تر ۱۶ کالوپوري وو ترسره شو، سرښندونکي هغه وخت چاودنه وکړه کله چي فرض لمونځ اداکړل شوی وو خلګ  دسنتو په اداکولو بوخت وو.

دچاودني پړه تراوسه چاپه غاړه نه ده اخیسته، دیادولو ده چي دچاودني پروخت په مسجد له ۵۰۰ څخه زیات خلګ موجود وو.

{youtube}Db2Y8YXZe3g{/youtube}

{youtube}N3Q2_duwu5o{/youtube}

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x