افغانستانسولې اړوند خبرونه

 عبدالله: د طالبانو او امریکا توافقنامه مو له پامه نه ده غورځولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو لپاره د بنسټ پر غوره کولو چنې رواني دي؛ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، دوی د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه له پامه نه ده غورځولې؛ خو د خبرو د بنسټ په توګه یې نشي منلای.

عبدالله دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي «د افغانستان اسلامي جمهوریت د  طالبانو او امریکا توافقنامه له پامه نه ده غورځولې، خو زموږ د ټولو بحثونو لپاره اساس هم نشي کېدای. افغانستان باید داسې سولې ته ورسېږي، چېرې چې د هیواد د ټولو خلګو نظریات منعکس شوي وي.»

عبدالله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د متحده ایالاتو خپل تصمیم بللی؛ خو دده په خبره، که طالبان د جګړې شدت راټيت نکړي او په مذاکراتو کې انعطاف ونه ښيي نو جنګ به کلونه، کلونه په بر کې ونیسي «وبه لیدل شي، چې امریکا اوس د خپلو ځواکونو د ایستلو تصمیم نیسي که د جنوري په میاشت کې؛ مګر دا د امریکا خپل تصمیم دی؛ خو که طالبان جګړه اوږدول غواړي او د مذاکرې په مېز انعطاف نه ښيي معنا یې داده چې جنګ به کلونه کلونه دوام پیدا کړي.»

نوموړي ددې تر څنګ په افغانستان کې شته شرایط د سولې لپاره مناسب بللي او په خبره يې ګاونډي هیوادونه هم د پخوا په څېر چلند نه کوي او هره هغه سوله ورته د منلو وړ ده چې افغانان یې وغواړي.

د عبدالله عبدالله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرو نږدې دوو میاشتو راپدېخوا د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ خو ویل کېږي، د کابل د ټیم له لوري خبرو د بنسټ په حیث د طالبانو او امریکا د توافقنامې نه منلو یادې خبرې پیچلې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx