افغانستان

روزګان کې د حکومت بمبار درې ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د روزګان ولایت په «دهراوود ولسوالۍ» کې د حکومتي الوتکو بمبار د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژلي.

د روزګان د والي ویاند «احمد شاه ساحل» وايي، نن ورځ غرمه دوولس بجې شاوخوا د دهراوود ولسوالۍ اړوند «حاجیانو» په نوم کلي کې د ملکي وګړو یو کور د حکومت الوتکو بمبار کړی چې له امله یې کور تخریب شوی او مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د ساحل په خبره، د بمبار له امله د کور دیوالونه ړنګ شوي او درې تنه ولسي وګړو چې یوه ښځه، یو ماشوم او یو نارینه و تر دیوالونو له لاندې کېدو وروسته ساه ورکړې.

پر دهراوود ولسوالۍ بمبار داسې مهال دی، چې وړمه ورځ له اوږدې محاصرې وروسته طالبانو یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړ او د امنیه قوماندانۍ په ګډون ټولې برخې یې تر واک لاندې راوستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx