نړۍ

ټرمپ يو ځل بيا د ټاکنو ګټلو ادعا وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو کې ماتې نه مني او يو ځل بيا يې ادعا کړې، چې ټاکنې يې ګټلي دي.

د ټويټر ادارې د ټرمپ په دې ټويټ شک ښودلی، هغه ته يې په دې اړه خبرداری هم ورکړی دی او ورته ويلي يې دي، چې د ټاکنو پايلې تر دې بدلې دي.

ټرمپ په بل ټويټ کې ويلي، چې دی به د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو کې د ناقانونۍ په اړه ستره قضيه راپورته کړي.

ټرمپ زياته کړې: «په ټول هېواد ډېرې داسې قضيې راپورته شوي او دا ټولې زموږ نه دي، بلکې ډېرې د هغو خلکو هم دي، چې په ټاکنو کې يې درغلۍ او ګډوډۍ په خپلو سترګو ليدلي دي.»

د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، دوی به ډېر ژر ډېرې داسې قضيې راپورته کړي، چې د ۲۰۲۰ کلونو په ټاکنو کې درغلۍ ثابتې کړي او دې سره به د ټاکنو په پایلو کې بدلون راشي.

ټرمپ پر خپل ډيموکراټ سيال جوبايډن هم څو ځل غږ کړی، چې خپله بريا اعلان نه کړي.

تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو د ۴۹ ايالتونو غیر رسمي پایلې راوتلي، چې جوبايډن په کې د ټاکنيزو کالجونو ۲۹۰ او ډونلډ ټرمپ ۲۳۲ رايې ګټلي دي.

د غیر رسمي پايلو له مخې جوبايډن ګټونکی دی، خو د ټرمپ  ټاکنيز ټيم وايي، دوی د ټاکنو پایلې نه مني او په ټاکنو د درغليو څېړلو لپاره يې محکمې ته هم رجوع کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx