افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ناټو سرمنشي د پنټاګان نوي رییس ته: د ناټو هیڅ غړی نه غواړي تر اړتیا زیات افغانستان کې پاتې شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» د امریکا د دفاع وزارت له نوي سرپرست «کرسټوفرسي میلر» سره لیدلي او د افغانستان د روان حالت او په اړه یې د ناټو د غړو هیوادونو د دریځ په اړه ورسره غږېدلی.

د ناټو د ویاندې «لانجسکو» په وینا په دغه لیدنه کې سټولټنبرګ د پنټاګان مشر ته ویلي، چې د ناټو هیڅ غړی هیواد نه غواړي تر اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې شي «د ناټو هیڅ غړی تر اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې کېدل نه غواړي، په عین وخت کې موږ غواړو د افغانانو د قربانیو په بدل کې لاسته راغلې لاسته راوړنې وساتو او دا یقیني کړو چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.»

د نوموړې په خبره، ناټو په دوحه کې له روانو بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او د سولې د روانې پروسې په اساس له خپلو متحدینو سره په مشوره او شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تغیروي.

د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزارت سرپرست داسې مهال سره ګوري، چې امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه مهمه پرېکړه اعلانوي.

که څه هم تر دې دمه د ټرمپ له لوري د عسکرو په باره کې د اعلانېدونکي طرحې جزئيات نه دي رسنیز شوي؛ خو نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې غواړي د نوي میلادي کال تر پیلېدو خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او په دې توګه د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

ددې تر څنګ ټرمپ د امریکا په دفاع وزارت کې هم پراخ بدلونونه راوستلي او په یوه اوونۍ کې دننه يې د دفاع وزیر او د پالیسۍ جوړنې د مشر په ګډون څلور تنه هغه لوړپوړي نظامي چارواکي له دندو ګوښه کړي، چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د چټک ایستلو په اړه له ټرمپ سره په یوه خوله نه و.

د امریکا دفاع وزارت نوی سرپرست چې د ټرمپ له نږدې ملګرو ګڼل کېږي، د افغانستان د جګړې له سرسختو مخالفینو څخه دی او پنټاګان ته د ورتګ په لومړی ورځ یې نظامي چارواکو ته په ډاګه کړې، چې بهرنۍ جګړې باید ختمې او په دې برخه کې د ټرمپ پالیسي عملي کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx