ادبي لیکني

په اسلام کې د فقر درملنه

وصي ابهام

“په اسلام کې د فقر درملنه” د اسلامي نړۍ د نامتو عالم، علامه يوسف قرضاوي اثر دی چې عمران لمر پښتو ژبې ته ژباړلی او په کابل کې نوي رامنځ ته شوي خپرندویې ټولنې “بيت الحکمة” په غوره کیفیت او ښکلي بڼه چاپ کړی دی. ياد کتاب نهه څپرکي او ۲۵۲ مخونه لري. په دې کتاب کې د اسلام له نظره د فقر په لاملونو او د له منځه وړلو په لارو بحث شوی دی، همدارنګه د فقر په اړه د نورو مذهبونو او اقتصادي مکتبونو په نظريو منطقي نقد شوی دی.

ليکوال تر ډېره په دې ټينګار کوي چې فقر هم د نورو ټولنيزو ناروغيو په څېر ناروغي ده؛ خو داسې ناروغي نه ده چې درملنه يې ناشوني وي، بلکې لکه څنګه چې د عامو جسماني ناروغيو درملنه په مناسبو لارو چارو کيږي ، همداسې د دې درملنه هم شونې ده؛ مګر په نظر يې د دې مناسب تدبير دا دی چې خلک اسلامي لارښوونې راخپلې کړي، سپارښتنې يې ومني او پرې کلک عمل وکړي.

د کتاب په لومړي څپرکي او دویم کې د فقر په اړه د بېلابېلو ادیانو تصورات او د هغوی ناسم دريځ ته د اسلام ځوابونه ویل شوي دي.

د دې تر څنګ په اخلاقو د بېوزلۍ اغېز په ډېره ښه توګه څېړي لکه په یو ځای کې وایي: “تجربه شوې ده چې د غربت له فشاره اغېزمن انسان اخلاقي معيارونه او پيمانې بدلوي او په وړاندې يې دين او مذهب خپل ارزښت بايلي او پر دې سربېره ذهن يې د اندېښنو او شکونو په دره کې سرګردانه او حېران پاتې کيږي.” همدارنګه په فکر باندې د فقر اغېز تشریح کوي او رواني مسله ده چې د ذهني هيجان او احساساتي خلکو رايې پخې نه وي.

په درېیم څپرکي کې بېلابېلې اقتصادي وسیلې تر بحث لاندې نیولي او سوالګر یې تشریح کړي دي، همدارنګه دا یې هم ویلي چې زکات باید چاته ورکړل شي؟ په ښارونو کې چې ولاړ دي دا د زکات مستحق دي که نه؟

په څلورم څپرکي کې یې د غربت ختمولو يوه ډېره اسانه لاره ښودلې چې د بډایه خپلوانو په وسیله د فقیرو خپلوانو لاس نیونه ده.

په پنځم څپرکي کې یې د زکات پروسه او د زکات مستحقین تشریح شوي دي. په شپږم څپرکي کې د غريبۍ د له منځه وړلو لپاره په اسلامي دولت کې د بيت المال په جوړښت کې چې کوم عناصر رول لري، په دې کې يو زکات او صدقات هم دي؛ نو د دې لپاره بايد له بيت الماله دا مالونه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره په مشوره وکارول شي. تر ټولو جالب بحث یې دا دی چې د فقر د له منځه وړلو لپاره یې د حکمتونو مسؤلیتونه او مکلفیتونه ښودلي ده. په اووم څپرکي کې یې د هغه شیانو يادونه شوې چې د غربت په له منځه وړلو کې مرسته کوي لکه، د ګاونډيانو حقونه، د قربانۍ غوښه او پوستکي، قسم، ظهار او د روژې په حالت کې احتياط نه کولو د کفارو ورکړه، لار ورکي څاروي او د الله په لار کې نفقه کول. اتم څپرکي کې یې صدقات او خیرات تشریح کړي او وروستی څپرکی یې د فقر له منځه وړلو لپاره بنسټیز شرطونه په ګوته کوي. په ټوله کې ياد کتاب په اسلامي ټولنه کې د فقر د لاملونو پېژندو او له منځه وړلو لپاره ګټور لارښود دی.

ژباړن یې کوښښ کړی چې کتاب په روانه او خوږه پښتو ژبه وژباړي او په دې هڅه کې بریالی شوی هم دی. ژباړن ته یې د ژباړې او تاسې ته د چاپ د مبارکۍ تر څنګ د کتاب د لوستلو توصیه کوم، تر څو د خپلې ټولنې د بېوزلۍ لاملونه وپېژنۍ او د له منځه وړلو لپاره یې لاس په کار شئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x