ادبي لیکني

نوی الحاد، په رنګینه بڼه

عزیزالله شهباز

الحاد د خدای پاک د شتون څخه د انکار په معنا ده خو یوازې په دې دعوه باندې بسنه نه کوي بلکې د دغې دعوې اثبات او الهي نصوصو او احکامو په اړه د مسلمانانو په وړاندې شبهې او شکونه مطرح کوي؛ ځکه که دوی خپلې اصلي موخې (د بل کس ملحدولو) ته و نه رسیږي خو بیا هم مسلمان د خپل دین (اسلام) په وړاندې مشکوکوي.

الحاد نظریه د بل دین سره دومره هېڅ غرض نه لري لکه څومره چې اسلام سره دښمني لري ځکه چې اسلام د الحاد او نور انسان جوړ کړي فکري مکتبونو په وړاندې ثابت دریځ لري او دا په ډاګه کوي او په ډاګه کړې یې هم ده، چې دا ټول مکتبونه د انسان انحراف او د خپل تمایل او نفس په غوښتنه ژوند تېرول غواړي چې یوازینۍ پایله به یې بدبختي او یو د بل حقوق پایمالول وي.
زموږ د ټولنې وګړي تر دې کچې په دین او نورو علومو کې پوهه نه لري چې د ملحدینو او د اسلام نورو دښمنانو اعتراضونه او شبهې ځوابونه په مستنده توګه په عقلي او نقلي دلایلو سره ووایي؛ ځکه د ټولنې هر وګړی خو ښوونځي او پوهنتون ته نه دی تللی، که تللی هم وي خو د اسلام د دښمنانو لومو ته به یې پام شوی نه وي چې دوی( ملحدین او نور داسلام دښمنان) څه ډول په اسلام باندې اعتراضونه او نیوکې کوي؛ که چیرې له خپل دین څخه خبر ونه اوسي، اضافي مطالعه ونه لري او د ملحدینو شبهې او اعتراض کولو سبک او طرز سره بلد ونه اوسي، د دوی ښکار به شي او ذهن به یې د شبهو او شکونو بوجۍ شي، پوهېږي به هم نه چې د ځواب موندلو په خاطر له چا څخه پوښتنه وکړي همداسې به بې لورې پاتې شي او په سوچونو او خیالونو کې به ډوب لالهانده ګرځي؛ ځکه د اسلام دښمنان او ملحدین همدا د اسلام نصوص به را اخلي او له تا(مسلمان) څخه به د مغالطې او سفسطې په بڼه پوښتنه کوي چې هک پک په دې کړي؛ مثلا: درته وایي: تاسې (مسلمانان) چې وایئ: الله متعال، رحیم او رزاق دی، بیا ولې په نړۍ او بالخصوص په اسلامي نړۍ کې ډیرې جګړې، لوږه او تنده ده!؟ ښایي دې پوښتنې لوستلو سره به تاسې سره همدا پوښتنه پیدا شوې وي چې د دې پوښتنې ځواب څه کیدای شي!

د دې پوښتنې ځواب شته او داسې هم نه ده چې اسلام یې مقنع ځواب نه لري بلکې لري یې، خو زه او ته ترې خبر نه یو او همداسې خپل ژوند پر خپل دین باندې د پوهیدلو پرته، بې مطالعې او تفکره سبا کوو. نو له همدې امله چې د ملحدینو او نورو اسلام دښمنانو اعتراضونو او شبهو ته په نقلي او عقلي دلایلو په بنسټ ویل شويو ځوابونو یوه لیکل شوې مرجع ولرو، نو ځکه دغه کتاب ( نوی الحاد، په رنګینه بڼه) مې پښتو ژبې ته وژباړه چې د ملحدینو… په لسهاوو شبهو او اعتراضونو ته یې د قناعت وړ نقلي او عقلي دلایلو سره ځوابونه ویلي دي.

نوموړی کتاب په کابل کې د نوي رامنځ ته شوي خپرندویې ټولنې «بیت الحکمة» لخوا په غوره کیفیت او ښکلي بڼه چاپ شوی دی او درې ډوله مختلفو شبهو ته د ځواب ویلو په موخه په درېیو برخو ویشل شوی دی:
ــ د ملحدینو او د اسلام نورو دښمنانو لخوا په اسلام باندې د شویو شبهو او اعتراضونو ځوابونه.

ــ د ټولنې مروجو شبهو ته ځوابونه.

ــ د ځوانانو هغو شکونو او شبهو ته ځوابونه ویل شوي چې په خپل ورځني ژوند کې ورسره د مخامخیدو څخه وروسته، لیکوال ته استول شوي وې.

لیکوال په کتاب کې د شبهو ځوابولو ترڅنګ لوستونکو ته دا هم په ګوته کړيده چې ملحدین…، څه ډول او د کومو لارو له لارې په اسلام باندې نیوکې او شبهې واردوي!

دا کتاب په هیواد او د ځوان قشر په منځ کې د الحاد او د اسلام نورو دښمنانو افکارو ( ډاروېنزم، ډئیزم او مارکسېزم..) د خپریدو په وړاندې د یو ډال په بڼه ګټور تمامیدای شي.

نو له ټولو ځوانانو څخه هیله کوم چې کتاب هرومرو ولولي؛ خپل ځانونه د ملحدینو… له لومو څخه ساتلو ترڅنګ خپله ټولنه او هیواد هم وژغوري.

د مطالعې کلتور د لا پياوړتيا په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x