ورزش

د استرالیا په بیګ باش لیګ کې درې نوي په زړه پورې اصول وړاندې شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د استرالیا بیګ باش سیالۍ په نړۍ کې یو له هغو لیګونو څخه دی چې تل په کرکټ کې د یوه نوي حیرانونکي مقرراتو سره رامخته کیږي او دغه اصول له ډیر جالبتیا وروسته د نړیوال کرکټ برخه هم ګرځول کیږي.

دغه لیګ یو وار بیا د راتلونکو سیالیو لپاره د درې نويو قوانینو د وړاندې کولو پریکړه کړې ده، چې دغه  اصول په (Power surges)، (X-Factor player) او (Bash boosts) نومونو سره یادیږي.

لومړی قانون پاور سرجز: په دغه قانون کې به ۶ اورونه پاور پلی دوه تقسیمه شي، لومړی پاور پلی به ۴ اورونه ترسره شي، او له ۱۱م اور څخه وروسته به ۲ نور اورونه چې د توپ وهنې لوبډلې په خوښه اخیستل کیږي ترسره شي، چې له مخې به یې د توپ وهنې لوبډله کولی شي د سترو شاټونو وهلو وروستی فرصت ترلاسه کړي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې لومړي ۶ اورونه د پاور پلی په توګه استعمالیږي.

دوهم قانون ایکس فیکټر لوبغاړی: په دې قانون کې به لوبډله وکولی شي له ځان سره یو لوبغاړی اضافي کړي، دا په داسې حال کې چې لوبډله به خپل حالت ته په کتلو له لسم اور وروسته یو لوبغاړی له بل سره بدل کړي.

دغه به ۱۲م یا ۱۳م لوبغاړی نومول کیږي، او د داسې لوبغاړي پرځای به بدلیږي چې توپ وهنه یې نه وي کړي او یا یې هم په توپ اچونه کې له یو اور څخه زیات نه وي کړي.

دریم قانون باش بوسټس: چې د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې به عملي کیږي، هغه داسې چې په یوه سیالۍ کې به ۴ پواینټونه وي، ګټونکې لوبډله به ۳ پواینټونه ترلاسه کوي، یو باش بوسټ پواینټ به هغه لوبډله ترلاسه کولی شي چې د سیال لوبډلې د هدف نیمایي منډې له لسم اور څخه وړاندې بشپړ کړي، او که نیمایي بشپړې نه کړي مخالف لوبډلې ته یو پواینټ ورکول کیږي.

د بیګ باش لیګ مشر الیسټر ډوبسن وایي، په دغه ډول نوښتونو سره بیګ باش د کرکټ په تاریخ کې په زړه پورې او بریالی لیګ ګرځول شوی دی، ددې هدف دادی چې په ټوله لوبه کې د دلچسپۍ عنصر ژوندی وي او مینوال ترې هرمهال خوند واخلي.

«موږ هیله لرو چې مینوال به دا نوي نوښتونه خوښ کړي او زموږ د استرالیا لوبغاړي به په یادو درې نوي مقرراتو پلي کولو ولېدل شي».

د یادونې وړ ده چې په بیګ باش کې له دې وړاندې یو بل قانون هم وړاندې شوی و چې له مخې به یې لوبډله د دوو پرځای درې بهرني لوبغاړي د لوبډلې په ۱۱ لوبغاړو کې شامل کولی شي.

په یاد ولرئ چې د بیګ باش شل اوریزو لیګ کرکټ کې په نوي ټکنالوژي کارولو او په زړه پورې میتودونو وړاندې کولو سره په نورو لیګونو بریالی او توپیر لري، چې ډیرې نوې لارې یې اوس په نړیوال کرکټ کې هم پلي شوي دي.

رڼایي بینزونه په لومړي وار په بیګ باش لیګ کې وړاندې شول چې اوس په هر ډول نړیوال کرکټ کې کارول کیږي، دغه راز بیګ باش لیګ تېر کال د لومړي وار لپاره د سکې پرځای د پچې ویشتلو لپاره د بیټ انتخاب کړی و.

د استرالیا بیګ باش لیګ سیالۍ به د دیسمبر میاشتې په لسمه نېټه پېل شي، چې په کې د نورو بهرني لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبیږي. د محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن ترڅنګ به په لومړي وار ځوان لوبغاړی نور احمد هم ولیدل شي چې د میلبورن رینیګیډز لخوا اخیستل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx