دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د اقتصادي ستونزو حل لاره!«دوهمه برخه»

مفتي فضل هادي سالک

مال د اسلام په اقتصادي نظام کې د خورا مهم عنصرپه توګه:

لغت کې: هر هغه شی چې انسان د هغه څښتن کیدای شي مال بلل کیږي، لکه سره زر، نقره، کاغذی روپۍ، ځمکه، شرکت، فابریکه، الوتکه، موټر، کمپیوتر او تلفون…..

اصطلاح کې: اسلامي پوهانو مال په بېلابېلو تعریفونو سره پیژندلی دی، علامه ابن عابدین شامي رح وایي: مال هغه څه ته وایي چې انسان هغه ته لیوالتیا ښیي او زیرمه کول یې شونې وي.

علام ابن العربي المالکي وایي: هر هغه شی چې تمه ورته کیدای شي، شرعا او عادتا د ګټې اخيستلو وړ وي.

خبیب شربیني وایي: چې مال په شریعت کې هغه څه ته وایي چې ګټه اخستل ورڅخه مطلق مباح وي او یایې له اړتیا پرته لاسته راوړنه هم مباح وي.

مال د ارزښت او بيې له مخې یو متقوم او بل غیر متقوم دی.

مال د ظاهري بڼې او جوړښت له مخې مثلي او قیمي دی.
له نورو نظامونو سره د اسلام د اقتصادي نظام پرتلنه یا مقایسه!

پيليزه
د شلمې پېړۍ په نيمايي کې نړۍ په دوو بلاکونو شرقي او غربي ووېشل شوه، په اسلامي نړۍ کې فقر، جهل، بېوزلي، نیستي او طبقاتي سيستم حاکم و د اسلام ټولو دښمنانو په اسلام پسې په پروپاګند لاس پورې کړ چې دغه دین يوازې د فرد اړیکه له خپل رب سره تنظيموي له اقتصاد او سیاست سره یې کار نشته د مسلمانانو ځنې اولادونه له دغو افکارو اغیزمن شول ځنو اسلام غرب او ځینو شرق پورې وتړلو په داسې حال کې چې اسلام جلا اقتصادي نظام لري او د وحې له سرچینې څخه خړوبېږي، د دغه څپرکي زده يزې موخې د فیوډالي، کاپېټالستي، کمونستي، سوسیالستي، مختلط نظام او د اسلام د اقتصادي نظام ترمنځ مقايسه او پر هغو نیوکه ده.

د اروپا فيوډالي نظام (Fuddle system )
ډېر پخوانی اقتصادي زوړ او فرسوده سيستم فيوډالي نظام دی چې په رومي ملت کې سابقه لري په ټوله اسيا افريقا او اروپا کې رايج و د دغه نظام اصلي امتداد د لسمې ميلادي پېړۍ څخه تر شپاړلسمې ميلادي پورې غځول کېږي په منځنيو پېړيو کې اروپايي ټولنه په درې طبقو مشتمله وه:
۱:د اشرافو او خانانو طبقه
۲:د غلامانو او بې وزلو طبقه
۳: د کليسا ديني شخصيتونه

د اشرافو طبقه:
د اشرافو او خانانو طبقې ميراثي شکل درلود، ځامن به يې له پيدايښته تر مړينې پورې اشراف وو، دوی ځانګړي امتيازات درلودل، د اروپا خان خانۍ نظام نه يواځې دا چې پراخه په زرګونه جريبه ځمکې يې په لاس کې وې بلکې سياسي اقتدار هم له دوی سره ؤ خپل قاضيان، دفتر، اداري نظام او پيسې يې درلودې مګر له يوه ښاره تر بله يې جلا نظام ؤ، په نهمه ميلادي پېړۍ کې د انګلستان پاچا فريد اعظم ويلي ؤ الله تعالی انسانان د مثلث په بڼه پيداکړي دي يوه ضلعه يې حاکمه ده او بله يې عابده ده او درېيمه يې خادمه ده.

حاکمه طبقه به واکمنه وي او عابده طبقه ديني شخصيتونه دي دوی به يواځې په عبادت لاس پورې کوي او لاندېنۍ ضلعه د غلامانو او خدمتګارانو ده دوی به تل په چوپړ کې اوسي.

د غلامۍ نظام
غلام او د غلام اولاد او دده ټوله شتمني د خان ملکيت ګڼل کېده او د هېڅ رنګ ازادۍ څخه برخمن نه ؤ په رومي تمدن کې غلامان تر مرګه پورې غلامان وو د ځمکې په خرڅون سره به يې د غلام، مېرمن، اولادونه او څاروي هم ورسره يوځای خرڅول، خانان به په قصرونو کې اوسېدل مګر خوار غريب غلام به د ژمي په موسم کې له خپلې مېرمن، اولادونو او څارويو سره يو ځای په خټينو کورونو کې ژوند ترسره کاوه.

د کليسا ديني شخصيتونه
دوی به ځانګړی لباس اغوست له خلکو به يې جلا ټکسونه اخيستل او لښکرې به يې هم درلودلې تردې چې شاهان به يې د قدرت په ګدۍ کښېنول، خلکو ته يې د جنت ټکسونه ورکول او ويل به يې چې دوی د الله تعالی نمايندګان دي او هره خبره يې د الله تعالی څخه نمايندګي کوي.

– سرمايه داري نظام (Capitalism)
پېژندنه يې
پانګواله يو اقتصادي نظام دی چې د شخصي ملکيت د ازادۍ پر بنسټ يې د اساس ډبره ايښودل شوې ده، د مال په لاسته راوړلو او مصرف کې د هېڅ رنګ قيوداتو پابند نه وي، د فيوډالېزم ځای نيوونکی ده.

د توليد ټول وسايل ځمکې بانکونه او کارخانې د يوې کوچنۍ ډلې په لاس کې پرېږدي، نو سياسي ځواک هم دوی څرخوي او د استعمار سرچينه ګڼل کېږي دغه سيستم پانګوال هڅوي ترڅو د خامو موادو او د خپلو توليد شويو توکو د خرڅلاو لپاره بازار پيداکړي؛ نو د جګړو اور تود ساتي هلې ځلې کوي ترڅو ملتونه ښکېل کړي.

فکري بنسټونه يې:
د پانګوالې نظام اعتقادي او فکري ريښه روماني فلسفه تشکيلوي د عيسی عليه السلام له ښوونو سره يې هېڅ تړاو نشته.
د رامنځته کېدو ظروف يې:
په شپاړلسمه پېړۍ په اروپا کې د صنعتی انقلاب په رامنځته کېدو سره فيوډالي نظام سقوط وکړ او په سرمايه داري نظام بدل شو، په فيوډالي نظام کې د توليد وسيله ځمکه او په سرمايه داري نظام کې پيسې وې.

اقتصادي بنسټونه يې
د توليد د ټولو وسايلو (ځمکې،پانګې او کارخانو)فردي ملکيت.
د مال په لاسته راوړلو او مصرف کې فردي ازادي
د پيسو په لاسته راوړلو کې يو تربله سيالي او رقابت
د قېمتونو د عرضې او تقاضا د نظام ازادي
د دولت دنده د اقتصادي فعاليتونه سانسورول د شتمنيو ساتنه او امن دی په د مزدور د عرضې او تقاضا قانون جاري کول ددې لامل وګرځېده چې ښځې او نر ټول کار وکړی په نتيجه کې ټولنيزې اړيکې وشړېدلې او کورنی نظام له منځه لاړ.

عملي پایلې يې:
۱-په اقتصاد او سیاست نفوذ: دوی د خپلو کمپنیو له لارې په خارجي بازارونو او د نورو هېوادونو په سیاست کې هم ګوتې وهي دوی د بين المللي استعمار لامل هم ګڼل کېږی د جګړو اور ته لمن وهي ملتونه او دولتونه تر خپلې غلامۍ لاندې راولي.

۲ – په پانګوالو او مزدورانو د ټولنې وېش: په دې توګه چې د مزدورانو د لاس ګټه د دوی جیب ته ځي او په مزدوره طبقه د عرضې او تقاضا قانون جاري کوي.

۳ – يوازې سرمایه دار له شخصي حریت څخه برخمن وي د خپل مال او ثروت په وسیله خپل طرز فکر او حاکميت تحميلوي او ټولنه ترخپل کنترول او نفوذ لاندې ساتي.

۴- پانګواله طبقه په يو دولت کې بل دولت ګڼل کېږي د زرګونو مزدورانو په رایو لوبې کوي او که رايه ورنه کړي له کاره يې ګوښه کوي او هم لوی پانګوال د خامو موادو د لاسته راوړلو او په بازارونو د ولکې د ټينګولو لپاره د جګړو بازار ګرم ساتي. اوس مهال د جګړو اساسي لامل په لويديځ کې د وسلو جوړولو لويې کمپنۍ دي دوی د خپلو وسلو د خرڅون په خاطر په نړۍ کې د جګړو اور تود ساتي د وروسته پاتې هېوادونو بانفوذه شخصیتونه د خپلو پيسو په وسيله ترخپل اغیزلاندې راولي او نړۍ وال رقابتونه پيلوي.

۵- د وروسته پاتې هېوادونو څخه ګټه اخیستل په دې توګه چې د خامو موادو د استحصال ذریعه او د پخو موادو د خرڅلاؤ د بازار حیثیت لري.

۶- پانګوال د اخلاقي فساد په لور: لوی پانګوال په خپله په فساد او عیاشۍ اخته وي او د فحاشۍ ستر مراکز لري او له دغې لارې ستره پانګه لاسته راوړي.

نيمګړتياوې او عيبونه يې:
۱-ټولنه په دوو طبقو عیاشو شتمنو او خوارو نیستمنو وېشي.

۲-د دواړو طبقاتو ترمنځ کینه او حسد چې ځنې وخت په طبقاتي شخړو پای ته رسېږي

۳- شتمن او د هوی او هوس څښتنان د خپل مال په وسیله لوي سیاسي نفوذ پيداکوي د خپلو ګټو د تامين او په بازارونو او خامو موادو د قبضې په خاطر د جګړو اور تود ساتي.

۴- د مال په لاسته راوړلو کې ټولنیزو ګټو ته زیان اړوي په سود او احتکار لاس پورې کوي، نرخونه لوړېږي او د خلکو هډوکي شپېلوي او د خلکو وينې څښي.

۵- په ټولنه کې اخلاقي فساد وده کوي زیاته پانګه په زنا لواطت، شرابو، او د خلکو د ضمېر په اخیستلو په لګښت رسېږي زیاتره پانګوال لوټمارې او داړه مارې ډلې لري په اختطافونو او د سیاست والو په وېرولو او تهدیدولو لاس پورې کوي.

۶-انانيت او شخصي ګټې: په دې توګه ډېر لږخلک په بازارونو او اقتصادي سرچينو خېټه اچوي ټولنيزې ګټې په شخصي ګټو قربانوي.

۷- د شتمنۍ په وېش کې لوی خلل: په دې ډول چې د ټولنې کوچنۍ طبقه د توليد د ټولو وسايلو څښتنه او په مزو او چړچو کې ژوند تېروي او بله طبقه يوه مړۍ ډوډۍ نه مومي ټولنه په دوو پاټکيو ووېشل شي شتمن او نېستمن،په پای کې ټولنه بې توازنه شي.

۸-سيالي او رقابت: په دغه نظام کې ځواکمن پانګوال کمزوري شتمن له منځه وړي په دې توګه ځواکمن شتمن د جنس د نرخ په ټيټولو سره کمزوري شتمن ځپي او له ميدانه يې وباسي چې ميدان ورته خوشې شي نرخونه اسمان ته لوړوي.

۹-الهي نعمتونه له منځه وړل: سرمايه دار د نرخو د تعادل په خاطر زيات سامان او خوراکي توکي سيندته غورځوي په ۱۹۳۴م کال په پانګوالو هېوادونو کې دوه ميليونه او څلوېښت زره خلک له لوږې سره مخامخ ؤ؛مګر د امريکا د متحده ايالاتو پانګوالو يو ميليون کراچۍ غله دانه دوه لکه او اوه شپېته زره ټنه بوره دوه لکه او شپېته زره ټنه وريجې او پنځه ويشت زره ټنه غوښه او نور مواد د عرضې او تقاضا د تعادل په خاطر سمندر ته وغورځول.

۱۰-بې کاري: په دې توګه چې زيات توليد او د لګښت کمبود او د نويو وسايلو په ايجاد سره په لکونو کاريګر، وزګار او له کاره ګوښه کړی شول.

۱۱-اخ او ډب: په دغه نظام کې د پانګوالو او کاريګرو ترمنځ تل ټکر اخ او ډب روان وي.

۱۲-ماده پرستي: پانګواله نظام انسان ته د مادي موجود په سترګه ګوري روحاني او اخلاقي فضيلتونه تر پښو لاندې کوي.

۱۳-د لوکس شيانو توليد: پانګواله نظام د بشر د اړتيا وړ شيان په نظرکې نه نيسي بلکې د تل لپاره عياشانه د لوکس شيانو په جوړولو لاس پورې کوي موخه يې د زياتې ګټې پلټنه وي.

۱۴-عصبي لېونتوب: د دغه سخت زړي نظام وروستۍ نتيجه عصبي لېونتوب ،ځان وژنه ،مخدرات،جرايم او نېشې دي چې په نتيجه کې يې کورنی نظام وشړېږي او ماشومان او اولادونه له کوره وشړل شي انساني اخلاقي لوړ ارزښتونه تر پښو لاندې او له انسان څخه داسې وحشي ژوی جوړشي چې په ځنګله کې يې وحشي ځناور په وحشت کې وشرمول.

په پانګوالې د اسلام اقتصاد د لوړتيا وجوهات:
په پانګواله نظام کې فرد د شتمنۍ حقيقي څښتن وي. په اسلامي اقتصاد کې.

د شتمنيو حقيقي مالک الله او د انسان مقام د خليفه دی.

دلته يواځې فردي ملکيت دی په اسلام کې دوه ډوله ملکيتونه دي فردي او اجتماعي دي.

په پانګواله نظام کې مال د ژوند هدف دی، مګر په اسلام کې مال او شتمني د ژوند تېرولو وسيله ده.

پانګواله سرکښ او مستبد نظام دی، اسلام د مالي طغيان او استبداد څخه مسلمان ساتي.

پانګواله ټولنه په شتمنو او نيستمنو دوو طبقو وېشي، مګر اسلام د دواړو ترمنځ تعادل برابروي.

په پانګواله نظام کې زکات شتون نه لري، اسلام د مسلمان په مال کې زکات لازم ګرځولی دی.

په پانګواله نظام کې فردي ملکيت له هر رنګه قيوداتو ازاد او د حرامو او حلالو بېلتون نه و.

د لويديځ اقتصاد د پلار ادم سميت د وينا پر اساس پرېږده چې کار وکړي دلته د روا او ناروا وسايلو امتياز نشته له هرې لارې نه چې ممکن وي پيسې په لاس راوړل دي که د سود او احتکار له لارې وي او يا د قمار او لا ټري او يا د مخدراتو، شرابو، د موسيقۍ، ګډا، نڅا او زنا د هډو د جوړولو له لارې، مګر په اسلام کې د حرامو او حلالو قيودات دي.

د اسلام اقتصادي نظام د فرد په اقتصادي ازادۍ اعتراف کوي نه يې د کمونېزم په څېر مصادره کوي او نه يې ازاد بېواګو پرېږدي. اسلامي دولت کولی شي چې په مباشر ډول په اقتصادي فعاليتونو نظارت وکړي.
د سود، احتکار، غصب، قمار، دوکې او انفلاسيون مخه نيسي ځکه چې سودي او ناروا فعاليتونه ټولنې ته اقتصادي، ټولنيز او اخلاقي زيانونه وراړوي.

نوربیا………….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx