روغتیانړۍ

د کرونا ضد واکسینو نوی پرمختګ؛ د مودیرنا شرکت واکسین ۹۵ سلنه اغیزناک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تېره اونۍ د امریکا فایزر او د جرمني بایوټیک شرکتونو په ګډه د واکسینو دریمې تجربې وروستۍ پایلې اعلان کړې چې د ناروغۍ مخنیوي لپاره ۹۰ سلنه اغیزناکې وې.

ددغه واکسینو څخه یوه اونۍ وروسته یوه روسي شرکت اعلان وکړ چې چمتو شوي واکسین یې د کرونا ۹۲ سلنه مخه نیولی شي، خو اوس یوه بل امریکایي شرکت مودیرنا اعلان کړی چې واکسین یې ۹۵ سلنه اغیزناک دي.

د یادو شرکتونو له لوري د واکسینو وړاندې کول دا په ډاګه کوي چې د درملو له عامېدو وروسته به په نړۍ کې د کرونا ویروس له منځه ولاړ شي.

د مودیرنا شرکت د روان کال په مارچ میاشت کې له ټولو وړاندې د واکسینو جوړولو ازمیښت پېل کړی چې بالاخره وتوانېدل د دریمې تجربې لومړۍ پایلې اعلان کړي.

لومړنۍ پایلې د ۹۵ ناروغانو پر اساس دي چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو او په واکسینو کارولو سره یې ۹۴.۵ سلنه روغتیا ښه شوې ده.

شرکت وایي، که چیرته د روغتیایي ارګانونو له لوري واکسین ۷۰ سلنه اغیزمن ثابت شول د کارولو لپاره به بیړنی موافقه ترلاسه کړي، چې د امریکایانو لپاره به ۲۰ ملیونه ډوزه یا خوراکه چمتو وي. دوی هیله لري چې راتلونکې کال د نوي واکسین تر یو ملیارد ډوزه تولید او د کارونې لپاره نورو هېوادونو ته واستوي.

د مودرینا شرکت واکسینو ازمیښت له ۳۰ زره په زیاتو کسانو کیږي، چې په نږدې وخت کې به پای ته ورسیږي، خو تر راتلونکې کال پورې به له امریکا بهر واكسين ونه لیږول شي.

د فایزر او بایوټیک شرکتونو واکسین به له ۷۰ تر ۸۰ تودوخې منفي درجې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د مودیرنا شرکت واکسین د نورمال یخچال له ۲ تر ۸ درجې منفي تودوخه کې تر ۳۰ ورځو او په منفي ۲۰ درجه کې تر ۶ میاشتو ساتل کېدلی شي، چې د دوه خوراکونو بیه به یې د ۵۰ او ۶۰ ډالرو ترمنځ وي.

د مودیرنا شرکت د مثبتو پایلو د اعلان سره سم نړیوالو د یادو واکسینو د پېرلو غوښتنه کړې، په دې لړ کې جاپان، کاناډا، سویس، قطر او اسرائیل یاد شرکت سره تړونونه لاسلیک کړي دي، په داسې حال کې چې اروپایي اتحادیې له ۸۰ څخه تر ۱۶۰ ملیونه خوراکه اخیستلو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۲۲۸ مثبتې پېښې ثبت او د دې ناروغۍ له كبله ۱۵ تنه مړه شوي دي.

دا تازه شمېرې ښيي چې د تېرو څو ورځو په پرتله د نویو اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د په سړې هوا راتللو سره د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه خبرداری ورکړی وو.

په دې سره د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۴۳ زره کسان اخته شوي، له دې ډلې له ۳۵ زرو زیات یې رغېدلي او یو زر او ۶۳۲ تنه مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x