نړۍ

خیبرپښتونخوا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ مسافر مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت په نوښار کې ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله لږ ترلږه ۱۰ تنه مسافر مړه شوي دي.

دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ د نوښار ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پبو بازار ته څېرمه «کاکا صاحب» سیمې څخه د نوښار بازار ته تلونکی مسافر وړونکی بس د «پیرانو» په سیمه کې یوې کندې ته پرېوتلو.

جیو نیوز د نوښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې د ۲ میرمنو په ګډون ۱۰ تنه مسافر مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو ددې پېښې علت د بس موټر د بریک جام کېدل یاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx