شعـــــرونه

شهيد يم/ محمد ناصح

محمد ناصح

ټوک، ټوک یمه د رب له دین نه ځار، یمه شهید یم
وجود باندې زخمي، پرهار پرهار، یمه شهید یم

قربانه مې ځواني کـړه د الله له ښکلي دین نه
کاروان د شهداو کې اوس شمار، یمه شهید یم

ما کوچ کـړی دی تللی یم د یار تر کلي پـورې
عجیبه زندګي ده ښۀ سینګار، یمه شهید یم

ژړېږه مه مورجانې ته زما په جدایۍ کې
زۀ تللی د أبـد ژونـدون پـه لار، یمه شهید یم

دردونو نه اخیست مې دی خوند د پاکې مینې
ساده نه یم د رب په عـشق خـمار، یمه شهید یم

اخیستی رانه روح دی رب په ناز په مینه، مینه
نو خود به هم د حـورو زه دلدار، یمه شهید یم

(ناصح) به لاروی شم ستا د لارې ای جانانـه
قبول مې کړه خپل ځانته انتظار یمه شهید یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x