افغانستان

بدخشان کې د نښتې پرمهال ۴۲ اربکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی  اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د یوې سختې پرمهال د اربکیانو قومندان سیدعمر په ګډون د ۱۲ اربکیانو د وژلو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، دا پېښه تیره شپه د جرم ولسوالۍ کیبلي پل ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د اربکیانو د قومندان سیدعمر پر پوستې ډله ییز برید وکړ.

که څه هم د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند ددې پېښې په هکله جزیات نه ورکوي؛ خو د جرم ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د تیرې شپې په نښته کې د محلي پولیسو(اربکیانو) قومندان سیدعمر په ګډون ۱۲ اربکیان وژل شوي دي.

سرچینې دغه راز په یاده نښته کې د ۳۰ اربکیانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د سرچینې په خبره ددې پوستې په سقوط سره طالبان د جرم ولسوالۍ مرکز ته رسیدلي او هر وخت ددې امکان شته چې د ولسوالۍ په مرکز برید وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx