افغانستان

سي ان ان: ټرمپ به له افغانستان او عراقه د پوځيانو د ويستلو لړۍ تېزه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا «سي ان ان» ټلويزون د پنټاګون د چارواکو له قوله ويلي، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان او عراقه د امريکايي پوځيانو د ويستلو لړۍ تېزوي او په دې اړه يې يو فرمان هم تیار کړی دی، خو لا هم مسؤولينو ته نه دی سپارل شوی.

«سي ان ان» او اسوشيټېډ خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو له قوله ليکلي، چې ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ تر پايه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر له پنځو زرو دوه نيم زرو ته او په عراق کې له دوه نيم زرو څخه يو نيم زر ته راښکته کوي.

سي ان ان وايي، سپينې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ډونلډ ټرمپ له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان او عراق د روانو جګړو د پای ته رسولو او خپلو عسکرو کورنو ته د لېږلو ژمنې کړې وې او غواړي، چې د خپلې واکمنۍ تر پایه دغه ژمنې عملي کړي.

سي ان ان په خپله تبصره کې ويلي، ټرمپ د افغانستان او عراق جګړو د پای ته رسولو لپاره د دفاع وزير مارک اسپر له دندې ګوښه کړ او د هغه پر ځای يې کرسټوفر ميلر وټاکه. همدارنګه د روانو جګړو نور مخالفين يې هم د پنټاګون په لوړو څوکيو ګومارلي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، کرسټوفر ميلر امريکايي پوځيانو ته په خپل لومړي پيغام کې ويلي، هغه وخت را رسېدلی، چې امريکايي عسکر نور بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ميلر زياته کړې: «نور بايد ټولې جګړې پای ته ورسيږي، د جګړو ختمول تنازل او شراکت ته اړتيا لري، موږ له سختو ګواښونو سره مخ و، د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره مو هر څه کړي او نور بايد خپلو کورونو ته ستانه شو.»

ځينې کارپوهان وايي، ټرمپ غواړي، د سپينې ماڼۍ راتلونکی ډيموکراټ مشر جوبايډن له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او له همدې امله يې د ځواکونو ستنولو لړۍ تونده کړې، خو ډېری څارونکي بيا په دې اند دي، چې جوبايډن په ډېرو قضيو کې له ټرمپ سره مخالف دی، خو د جګړو ختمولو او له افغانستان او عراقه د امريکايي عسکرو ويستلو په اړه ورسره همغږی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx