افغانستان

د پنټاګون سلاکار: افغان حکومت د بهرنيانو له شتون پرته دوام نشي کولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» سلاکار ويلي، افغان حکومت د بهرنيانو له شتون او مرستې پرته دوام نشي کولی او امريکا هم غواړي، نور له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

د فرانسې «فيګارو» ورځپاڼې د پنټاګون د سلاکار ډګلس مکريګر له قوله ليکلي، چې افغان حکومت د بهرنيانو له شتون پرته دوام نشي کولی، خو امريکا هم نور نه غواړي، چې افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي.

د پنټاګون سلاکار زياته کړې: «که موږ هر څومره په افغانستان کې پاتې شو، بالاخره به وځو، ښه خبره دا ده، چې همدا اوس ووځو او د بهرنيانو له وتلو سره به افغان حکومت هم سقوط وکړي»

د ډګلس مکريګر په وينا که امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، نو ګټه به يې دا وي، چې دوی به له اداري فساد، د مخدرو توکو له قاچاق او کرلو سره مرسته نه وي کړي.

امريکايي رسنيو هم ويلي، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او عراق جګړو ختمولو او خپلو پوځيانو بېرته ستنولو لپاره نوې پاليسي تياره کړې، چې د راتلونکي کال تر جنورۍ به په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمېر له پنځو زرو دوه نيم زرو ته او په عراق کې له دوه نيم زرو يو نیم زر ته راښکته کړي.

ډونلډ ټرمپ له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان او عراق د روانو جګړو د پای ته رسولو او خپلو عسکرو کورنو ته د لېږلو ژمنې کړې وې او غواړي، چې د خپلې واکمنۍ تر پایه دغه ژمنې عملي کړي.

سي ان ان امريکايي تلويزون په خپله تبصره کې ويلي، ټرمپ د افغانستان او عراق جګړو د پای ته رسولو لپاره د دفاع وزير مارک اسپر له دندې ګوښه کړ او د هغه پر ځای يې کرسټوفر ميلر وټاکه. همدارنګه د روانو جګړو نور مخالفين يې هم د پنټاګون په لوړو څوکيو ګومارلي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، کرسټوفر ميلر امريکايي پوځيانو ته په خپل لومړي پيغام کې ويلي، هغه وخت را رسېدلی، چې امريکايي عسکر نور بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ميلر زياته کړې: «نور بايد ټولې جګړې پای ته ورسيږي، د جګړو ختمول تنازل او شراکت ته اړتيا لري، موږ له سختو ګواښونو سره مخ و، د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره مو هر څه کړي او نور بايد خپلو کورونو ته ستانه شو.»

ځينې کارپوهان وايي، ټرمپ غواړي، د سپينې ماڼۍ راتلونکی ډيموکراټ مشر جوبايډن له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او له همدې امله يې د ځواکونو ستنولو لړۍ تونده کړې، خو ډېری څارونکي بيا په دې اند دي، چې جوبايډن په ډېرو قضيو کې له ټرمپ سره مخالف دی، خو د جګړو ختمولو او له افغانستان او عراقه د امريکايي عسکرو ويستلو په اړه ورسره همغږی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx