افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: «کابل اداره» هڅه کوي ولس او نړیوال د سولې په پروسه بې باوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، «کابل اداره» د خپل واک د پايښت او د سولې پروسې د «تخریب» لپاره له هرې ممکنه حربې څخه کار اخلي او غواړي ولس او نړیوال د سولې په پروسه بې باوره کړي.

طالبانو دغه غبرګون د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست «حنیف اتمر» د هغې وینا په وړاندې ښودلی، چې نوموړي تېره ورځ پارلمان ته د باور د رایې اخیستلو په موخه د طرحې وړاندې کولو په مهال وکړه.

په یاده وینا کې اتمر وویل، چې حکومت سوله له چا څخه په سوال نه غواړي او د «ترهګرۍ» د ختمولو لپاره د جمهوري نظام پایښت اړین دی.

طالبانو یادو څرګندونو ته په غبرګون کې حکومت تورن کړی، چې د سولې پروسې د تخریب هڅه کوي او په لوی لاس غواړي نړیوال په افغانستان کې جګړې ته تشویق کړي « رژیم ددې لپاره چې نړیوال افغانستان کې جګړې ته تشویق کړي، ادعاء کوي چې افغانستان کې شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، که تاسي دلته ورسره ونه جنګیږئ، هلته درپسې درځي او جګړې ته مو مجبوروي!! نو چې هلته خپل هیوادونو کې جګړه ورسره کوئ،خپلو خلکو او هیواد ته زیان اړوئ، راشئ دلته خپل دښمن له منځه یوسئ، موږ مو د شپې او ورځې چوپړ ته چمتو یو.»

تبصره کې وړاندې راغلي، چې سوله د افغانانو مسلم او شرعي حق او حیاتي اړتیا ده او که څوک يې د تامین لپاره سوال وکړي کومه بده خبره نه؛ بلکې د ابتکار او افتخار دی چې د افغانانو ورکه سوله ولټول شي.

د طالبانو په تبصره کې پر حکومت نقد شوی، چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره سوالونه کوي؛ خو د سولې د تامین په سوال بیا شرمېږي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا خبرې روانې دي؛ خو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا هر ورځ موټر بمب ځان وژنه حتمآ به ولس او نړیوال پر سولی بی باوره کیږی. برخلاف د توافقاتو حملی پر ښارونو، عام المنعه تاسیساتو، سړکونو، پوهنتونونو او د خبریالانوپر وژلو روانی دی نو نړیوال به څنګه د سولی پر پروسی نه بی باوره کیږی.

محمد

اخ د کفارو غلامې څومره خوند ورکوې اسلامې سوله نه😭

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx