ټولنیزه برخه

له ځانه ملغلره جوړه کړه!

ژباړه: ابو ناهید

زه له قهره اېشیدم، د غوصې له امله مې مخ سور اوشین کیده.

بابا کیسه راته شروع کړه·

بادشاه جعلي ملغلرې او اصلي ملغلرې په یوه خلته کې واچولې او اعلان یې وکړ: چې کوم زرګر شته چې د اصلي او جعلي ملغلرو تر منځ فرق وکړي.

شرط دا دی چې کامیاب زرګر ته به د هغه په خوښه انعام ورکول کیږي او د ناکام زرګر به سر پرې کیږي.

په دې کې د لسهاوو زرګرانو سرونه پرې شول. ځکه چې جعلي ملغلرې په داسي مهارت سره جوړې شوې وې چې له اصلي سره یې فرق کول ګران و.

دا اوازه تر یوه ړانده ورسېده او هغه هم سمدستي شاهي محل ته ځان ورساوه.

بادشاه ته له سلام کولو وروسته یې وویل: چې زه اصلي او جعلي ملغلرې سره جلا کولای شم.

بادشاه ورپسې وخندل او د ناکامي په صورت کې یې د سر قلم کولو شرط ورته تکرار کړ.

ړوند هر شرط منلو ته تیار شو.

د ملغلرو خلته یې واخیسته او له محل څخه ووت..

یو ساعت وروسته راغی، په یوه لاس کې یې اصلي او په بل کې جعلي ملغلرې نیولې وې.

شاهي زرګرانو د ده تصدیق وکړ: چې ړانده وګټله.

بادشاه ډیر حیران شو او دې ته په تعجب کې شو چې کوم کار چې دوو سترګو درلودونکو نشو کولای هغه یو ړانده څنګه وکړ.

بادشاہ له ړانده پوښتنه وکړه: چې ده اصلي ملغلرې څه ډول وپېږندلې؟

ړانده وویل: دا خو ډیر اسانه ده، ما د ملغلرو خلته لمر ته کېښوده د ګرمي له امله چې کومې ملغلرې ګرمې شوې هغه جعلي وې او کومو ملغلرو چې ګرمي برداشت کړه او یخې پاتي شوې هغه اصلي وي.

بادشاه د ړانده د پوهي صفت وکړ او له انعام او اکرام سره یې رخصت کړ.

بابا چې ړوند رخصت کړ

د ړانده له رخصت کیدلو سره زما غصه، انانیت او د دماغ ګرمي هم رخصت شوه. زه پوهه شوم چې زغمل، نرم مزاج، حلیمي، متانت او مینه د انسانیت معراج دی.

چا چې د حالاتو ګرمي او سختي وزغمله هغه ملغلره او چا چې ونه زغمله هغه مازې د ښیښې یوه ټوټه ده.

زما ښه سر خلاس شوی و چې د اصلي او جعلي تر منځ فرق یوازې په زغملو کې دی.

ما پوښتنه وکړه: بابا انسان به اخر تر کومه زغم کوي؟ تر کومه به د خلکو  پیغورونه اوري؟ تر کومه به خپله غصه کنترولوي؟ اخر زغمل خو به هم یو حد لري؟

بابا وخندل او ویې ویل: بچیه تر هغو یې زغمه چې ملغلره درنه جوړه شي.

ما وپوښتل: له دې وروسته بیا؟

بابا ویل: چې له ملغلرې جوړېدلو وروسته پر ملغلره باندې نه کوم فشار، نه اور او نه هم ګرمي اثر کوي.

لکه څنګه چې پر غوړ لوښې اوبه اثر نه کوي همدا ډول پر اصل باندې نه کوم غشی او نه هم کوم نشتر اثر کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x