افغانستان

بلخ کې ۳۷ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمېدو په سلسله کې تازه ۳۷ تنه دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې ترڅنګ لیکلي چې تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت شولګرې، دولت آباد، چهاربولک او خاص بلخ ولسوالیو مربوط دي او داچې دغه کسان به تردې وروسته په هیڅ ځای کې د کابل حکومت ملاتړ نه کوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، تیره اونۍ په هلمند، کندهار، زابل و بلخ ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ولې د درواغو تصویر (عکس) تکراري خپروی داهغه تصویر دی چې څه موده وړاندې مو خپور کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx