افغانستان

ډاکټر محمدنعیم: د سولې پروسې دښمنان او د ولس غولوونکي خپل ځانونه سپکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، هر هغه څوک چې د سولې بهیر د تخریبولو او ولس د تیر ایستلو هڅه وکړي خپل ځان به سپک کړي.

ډاکټر محمدنعیم دا څرګندونې له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړي او د ځینو هېوادونو د عالمانو په نوم «جعلي فتواګانو» ته په اشارې سره یې ویلي، چې لومړی خو دغه فتواګانې نه دي، بلکې «شخصي نظرونه» دي او بل داچې ددغو نظرونو د خاوندانو د «اعتراف» له مخې دغه کسان حتی د افغانستان له وضعیت څخه ناخبره هم دي.

نوموړی زیاتوي، په «ناخبرۍ» کې فتوا ورکول اصلا د «فتوی» د اصولو خلاف عمل دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مذاکراتي پلاوي غړي ډاکټر محمدنعیم د بنګله دیش د عالمانو په نوم فتوی د بیلګې په توګه یاده کړې، چې د «دارالافتاء» د رسمي کاغذ(پیډ) پرځای د سفارت په رسمي کاغذ لیکل شوې کومه چې دده په خبره فتوی نه ورته ویل کیږي بلکې د سفارت خبره بلل کیږي، په ځانګړې ډول چې د بنګله دیش علماوو د رسنیو له لارې دغه موضوع رد کړې هم وه.

ډاکټر محمدنعیم دغه راز د مالیزیا د علماوو په نوم فتوی هم چې دده په خبره حقیقت کې د یو غیر دولتي مؤسسې نظر ؤ او هغه هم په افغانستان کې د خبرو له لارې د مسئلې په حل ټینګار ؤ، د رسنیز «جعل کارۍ» یوه بیلګه بللې ده، کومه چې دده په اند د سولې مخالفینو او د ولس «تیر ایستونکو» ته له «سپکاوي» پرته بله لاسته پایله نه شي په لاس ورکولای.

ددې مرکې جزئیات زمونږ پر یوټیوب چینل دلته کتلای شئ:

باید وویل شي چې څه موده وړاندې د کابل حکومت یو شمېر رسنییزو چینلونو د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې مشر، د مالیزیا او بنګله دیش د عالمانو په نوم داسې فتوی ګانې خپرې کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې د کابل «ګوډاګي رژیم» په وړاندې د روان مقاومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی ؤ، کومې فتوی ګانې چې د طالبانو او ځینو مواردو کې د همدغو علماوو لخوا رد او بې اساسه وبلل شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په دې باور دی چې د سولې خبرو سره همهاله د داسې «جعلي فتوی بازیو» بازار ددې لپاره ګرم ساتل شوی ؤ، ترڅو د سولې روانه پروسه تخریب او سبوتاژ شي، کومې هڅې چې دده په باور ددې دسیسو جوړوونکو عناصرو ته له «شرم» او «خجالت» پرته بله کومه لاس ته راوړنه په لاس نه شي ورکولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

نعیم صاب ! تر اوسه په خپله دنده که ښه روان یاست، په علم او فراست د برکت شه.

ffff.jpg
ترین

ملا ګله د کعبی امام منی که

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx