افغانستانسولې اړوند خبرونه

اسدالله خالد: د سولې د روانو خبرو په پایله باوري نه یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د سولې خبرې هم پيل شوې؛ د کابل حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وایي، اوس هم باوري نه دی چې په قطر کې روانې خبرې به پایله ورکړي.

اسدالله خالد دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د خپلې کاري تګلارې د وړاندې کولو په مهال وکړې.

نوموړي وویل، چې د بهرنیو ځواکونو شمېر شاید کم او یا هم زیات شي؛ خو داسې څه حس شوي نه دي چې وښيي بهرني ځواکونه به په بشپړ ډول له افغانستانه وځي؛ ځکه دده له قوله، د طالبانو او بهرنیانو تر منځ سوله شونې نه ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په قطر کې د روانو مذاکراتو په پایله باوري نه دی؛ خو دده په خبره، دا خبرې یې د سولې پروسې د مخالفت په معنی نه دي او دولتي عسکر له سولې ملاتړ کوي.

د خالد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا د سولې خبرې روانې دي.

طالبان وايي، حکومت د سولې پروسې ته د ترغیب پر ځای نړیوال په افغانستان کې جګړې ته راکاږي او هڅه کوي د افغانستان د سولې په پروسه ولس او نړیواله ټولنه بې باوره کړي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم په دفاع وزارت کې هم پراخ بدلونونه راوستي تر څو وکولای شي، له افغانستانه خپل عسکر په چټک ډول وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx