افغانستان

فارياب: د قيصار ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ موټر بم بريد شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۹ل): د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ موټر بم بريد او له هغې وروسته جګړه شوې ده.

د فارياب امنيه قوماندان جنرال غيب الله سادات وايي چې تېره شپه لس بجې د قیصار ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ طالبانو د يو هاموي ټانګ په واسطه موټر بم بريد کړی او له هغې وروسته د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه شوې ده.

سادات د ځاني تلفاتو په اړه دقیق ارقام په ډاګه نکړل خو ويې ويل چې څو تنه دولتي عسکر ټپيان شوي دي او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته زيات رسېدلی دی.

په هغه ويډيو کې چې طلوع نيوز خپره کړې ليدل کيږي چې د ولسوالۍ ودانۍ نړېدلې او پوځي وسايط ويجاړ شوي دي؛ خو د والي وياند نقيب الله فایق بيا وايي چې طالبانو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ سره د چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګوي خو په وينا يې چې موخې ته له رسېدو مخکې يې چاودنه ورکړې او ملکي کسانو ته يې مالي زيان اړولی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx